تر ټولو شه استاد هغه دى چي معلم، مربي، علمي، حرفوي او عملي لارښوونکى وي
مذهبي استاد درته شه او بد، حلال او حرام، د ثواب او ګناه عملونه، نيک اخلاق او بد اخلاق، حقوق او حدود، د عقېدې بنسټونه او د ايمان نواقض درپه ګوټه کوي.
د مکتب استاد درته ليک او لوست در زده کوي، د دنيوي اموراتو، طبيعت، تاريخي پيښو، او ساينسي فورمولو پوهه درکوي. د پوهنتون استاد په ورته بخشونو کي مزيد معلومات او پوهه درکوي.
مګر تر ټولو شه استاد هغه دى چي معلم، مربي، علمي، حرفوي او عملي لارښوونکى وي. ډير کم پلرونه، استاذان، او د زدکړو مؤسسې د معلم، مربي، او حرفوي لارښوونکي مسئوليت يو ځاى ترسره کوي.
دا چي هم پوهه درکړي، له بلې خوا دي اخلاقي تربيت وکړي، او ورسره حرفوي لارښوونه درته وکړي، لدې طريقه مو د پوهې، اخلاقو او مسلک خاوند ګرځوي.
د يوه انسان په ټولنيز او اقتصادي ژوند کي علم له اخلاقو پرته، اخلاق له پوهې پرته، او پوهه او اخلاق له يوې عملي تجربې او حرفوي زدکړې پرته نيمګړتيا ده.
کورنۍ اخلاقي تربيې، مکتب کي د ليک لوست زدکړې، پوهنتون کي مسلکي پوهې، او په اجتماعي او سياسي ژوند کي د سياسي او مذهبي لارښوونکي ترڅنګ په اقتصادي ژوند کي د بسيا کېدو لپاره د مسلکي او حرفوي عملي زدکړې په ورته اندازه مهمې دي.
د پوهې، عقيدې او اخلاقو په لحاظ غني اولاد مګر په اقتصادي لحاظ بې مسلکه، بې وظيفې او بې تجربې شخص د کورنۍ او ټولنې لپاره يو دروند بار دى.
اولاد، پېروان، او ولس ته د حرفوي او مسلکي زدکړو او د عملي تجربې د تطبيق فرصتونه برابرول يواځي د يوه مهربان، پوه، مدبر، او مخلص لارښود، سياستوال، او مسئول حکومت له مسئوليت پذيرۍ او توان پوره ده.
