ډاکټر هاتف مختار
د ډاکټر هاتف مختار لیکنی
د تاجکستان مدامالعمر ولسمشر او په افغانستان کې یې د بشر حقونو ببولالې
د تاجکستان کمونېست ولسمشر امامعلي رحمانوف د ۱۹۵۲ م کال د اکتوبر په ۵ د تاجکستان په کولاب سیمه کې زېږېدلی دی، په ۱۹۷۳ او ۱۹۷۴ م کلونو کې یې د پخواني شوروي اتحاد په پوځ کې دنده اجرا کړې ده. له بزګرۍ او برقيتوب نیولې، د لبنیاتو په فابریکه کې تر کار کولو او وروسته بیا سیاست کې د کورنیو جګړو په لړ کې تر ظالمانه کردار لرلو پورې، چې تر یو لک تاجکي مسلمانان په کې ووژل شول او په لکونو بې ځایه شول او پنځه دورې ولسمشرۍ او پر تاجکي مسلمانانو د ژوند ساحه راتنګولو پورې د امامعلي رحمانوف د ژوند پړاوونه دي.
وروسته له هغې چې د افغانانو د جهاد په پایله کې د پخواني شوروي اتحاد امپراتوري ونړېده او لسګونو هیوادونو ترې ازادي ترلاسه کړه؛ تاجکستان هم یو له همدغو مستعمره هیوادونو و، چې د افغانان...
نور ولوله
محسن داوړ ته!
کله چې د حکمتیار حفظه الله نوم اخلئ، باید په یاد ولرئ چې حکمتیار هغه څوک دی چې په مېړانه او رسا غږ یې ستاسو د فکر اتلان او باداران (لعین کمونستان) په ګونډو شول، د نړۍ زیات هیوادونه یې له شره په امن شول او د برلېن دېوال راونړېده چې چا یې تصور هم نه شو کولی. یقینأ دا بدمخي روسان او د هغوی بړېڅي هغه څوک وو چې افغانستان ته د پښتنو دین، کلتور او نسل وژنې لپاره راغلي وو او غوښتل یې چې دا سیمه د تل لپاره تر خپلې ولکې لاندې راولي چې د افغان ولس همدا هدفمند قائد او لوی رهبر انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله یې په وړاندې د غره په څېر ودرېد او پر غږ یې د دې وحشیانو په وړاندې د افغانستان او اسلامي نړۍ د مؤمنو ځوانانو لوی لوی غورځنګونه راووتل او د ښکرورو امپراتوریو ماتوونکي وطن افغانستان کې یې داسې مرګوني ګوزارونه ورکړل چې شرموونکې مات...
نور ولوله
د اسلام د سپېڅلي دین ګرانو مبارزو وروڼو!
هر هغه مبارزه چې د الله عزوجل د رضا لپاره وي تل ځلانده، سرلوړې، د قدر وړ او بریالۍ ده. هیله من یم چې دغه لیکنه په پوره دقت سره ولولئ او په ورځني ژوند کې ترې ګټه واخلئ څو د دښمن له جالونو ځان په امن کړئ.
هغه وروڼه او خویندې چې د اسلام د سپېڅلي دین، د هېواد د آزادۍ او خپلو منل شوو اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتلو او پاللو لپاره مبارزه کوي حتمأ د دکتاتورو او مستبدو نظامونو او زورواکو لخوا له حقې لارې څخه د راګرځولو او د دوی د غږ بندولو په خاطر له ستونزو سره مخ کېږي چې له لاندې څو مهمو تکتیکونو او کړنلارو چې د T یا ټ په نوم یادېږي کار اخلي. باید ټول مبارزین ورته پام وکړي:
۱- تحمیق یعنې احمق کول
حکومت غواړي ...
نور ولوله
اتل او مظلوم شهید ګل رحمن تاسو پیژني؟
راځي د افغانستان د هغو شهیدانو یادونه ژوندي وساتو او ویی ستایو چی په مختلفو دلایلو د پردیپاله ګوډاګیانو او وحشی یرغلګرو لخوا په شهادت رسیدلی دې٬
خو هیڅکله د اسلامی ثقافت او سپیڅلی عقیدی نه ندي تیر شوي. هغه شهیدان چی اوس هم د هیواد په لر او بر دښتو، غرونو٬ او په مختلفو هدیرو کی پراته دی، سپینی اوزرغونې جنډی پری رپیږې خو د خلکو له ذهن اوفکر نه وتلی او هیر شوی دی.
له دی جملی نه یو داسی شهید در یادوم چی د هیواد تاریخ به تل پری ویاړی.
شهیدان د ازادو قومونو او آزادو ملتونو برخلیک ټاکی.که چیری یوملت شهادتونه ونلری، هغه ملت به حتماً د تل لپاره د پردیو اسیر اوغلام وی.
د شهادتونو دغه لړئ د افغانستان غیور او باشهامته م...
نور ولوله
