اتل او مظلوم شهید ګل رحمن تاسو پیژني؟
راځي د افغانستان د هغو شهیدانو یادونه ژوندي وساتو او ویی ستایو چی په مختلفو دلایلو د پردیپاله ګوډاګیانو او وحشی یرغلګرو لخوا په شهادت رسیدلی دې٬
خو هیڅکله د اسلامی ثقافت او سپیڅلی عقیدی نه ندي تیر شوي. هغه شهیدان چی اوس هم د هیواد په لر او بر دښتو، غرونو٬ او په مختلفو هدیرو کی پراته دی، سپینی اوزرغونې جنډی پری رپیږې خو د خلکو له ذهن اوفکر نه وتلی او هیر شوی دی.
له دی جملی نه یو داسی شهید در یادوم چی د هیواد تاریخ به تل پری ویاړی.
شهیدان د ازادو قومونو او آزادو ملتونو برخلیک ټاکی.که چیری یوملت شهادتونه ونلری، هغه ملت به حتماً د تل لپاره د پردیو اسیر اوغلام وی.
د شهادتونو دغه لړئ د افغانستان غیور او باشهامته ملت له تیرو څلویښتو کلونو څخه راپديخوا شروع او تراوسه لادوام لری، چی په ترڅ کی مو داسی شخصیتونه له لاسه ورکړی چی زمونږ تاریخ به یی هیڅکله هیر نکړی.
نن د یو داسی قهرمان شهید داستان تاسو ته راوړم چی تاسی به حتماً د هغه په شهادت میړانی او مردانګې باندی ونازیږي.
هغه شهید چې یاد یې له سترګو اوښکې او له زړونو وینې څڅوي!
شهید حاجي ګل رحمن یو له هغو شخصیتونو څخه وو چې په تنکۍ ځوانۍ کې یې د جهاد او مبارزې سپېڅلې لار د حزب اسلامي د مجاهدینو په لیکه کې غوره کړه، او په دې صف کې یې په پوره اخلاص او صداقت سره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.
شهید حاجي ګل رحمان د ملا عبدالرحمان زوی، په ۱۳۴۶ لمریز کال د لوګر ولایت د کلنګار کلي په یوه دینداره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغوړولې. نوموړی شهید د زده کړو لپاره په ۱۳۵۱ لمریز کال د کلنګار په لیسه کې شامل شو. په ۱۳۶۰ لمریز کال کې یې د شوروي یرغلګرو پر وړاندې مسلحانه جهاد پیل او په ۱۳۶۲ لمریز کال کې یې کور دشورویانو لخوا بمبارد شو چې له دي کبله یې د کورنۍ ۳غړي شهیدان، یو شمیر یې ټپیان او د خاورو لاندې شول.
هغه نامتو شهید په ۱۳۶۵ لمریز کال کې پاکستان ته هجرت وکړ او په ۱۳۶۶ لمریز کال کې د حزب اسلامي د امیر حکمتیار په امنیتي حمایه قطعه کې شامل او د ډیرو زحمتونو له ګاللو وروسته په ۱۳۸۱ لمریز کال کې د عقرب په اتمه نیټه چې د ۲۰۰۲ میلادي کال د اکتوبر میاشتې له ۳۰ مې نیټې سره سمون خوري، په اسلام اباد کې د حزب اسلامي ځايي دفتر باندې د امریکایي او پاکستاني ګډو پوځیانو له لوري په چاپه کې ونیول شو. یوه اونۍ وروسته یې د نورو څیړنو لپاره نوموړی شهید د کابل هوایي ډګر ته څیرمه، چې د دوی خاص زندان دغه ځای کې وو، راوست. دلته یې د اقرار اخیستو لپاره هغه ته رنګارنګ تعذیبونه، ځورونې او داسې نور کړاوونه ورکړل چې زما قلم یې دلته له لیکلو عاجز دی. مګر له نیکه مرغه شهید ګل رحمان ته الله ج لوړه حوصله، ټینګ عزم او پوره جرأت ورکړی وو. څومره به چي امریکایي محققانو ډیر ځوراوه، هغومره به د ده حوصله او ایماني عزم لا پیاوړی کېده، چې دې ایماني قووت ته یې صلیبي ځواکونه هک پک وه. وروسته د CIA مامورینو وویل؛ چې دا کس (شهید ګل رحمان) ډیر مظبوط او سر سخت انسان دی او په وهلو ډبولو هیڅ ترې نه حصولیږي، نو د اقرار اخیستو لپاره یې بله لار وټاکله. دوی ۲ تنه ارواح پوه ډاکټران هر یو: پروفیسور جیمزمچل او بروس جیسن د تحقیقاتو لپاره د ۲۰۰۲ میلادي کال د نومبر په ۲۰ نیټه وګمارل. دې ډاکټرانو د شهید ګل رحمان د وجود خصوصیات کشف کړل، چې د هغه وجود له سړې هوا/یخې هوا سره ډیر حساس وه.له ډیرو ربړونو وروسته چې په اوریدلو یې د انسان ضمیر ټکان خوري، دې ډاکټرانو هم د تحقیق په جریان کې هیڅ لاس ته را نه وړل.
بیا یې شهید ګل الرحمان پداسې یوه بند خونه کې اچولی وو چې تر اخرې درجې یې هوا سړه وه. دی یې لوڅ لپړ له لاسونو ۳ ورځې او ۳ شپې راځوړند کړی وه چې پدې دوران کې نه چا خوب ته پري ایښی وه او نه یې لاسونه ورخلاص کړي وه. د CIA مامورینو په خپل کتاب کې لیکلي:
کله چې د ګل رحمان شهید د ځوړندېدو ۷۰ ساعته پوره شول، موږ د تحقیق لپاره ورغلو، بیا یې هم هیڅ اقرار راته ونکړ.
۲ ساعته وروسته کله چه دوی بيا ورغلي وه، نو ليدلي يي وه چې شهید ګل رحمان په همغه ځورند حالت کې خپل روح حق ته سپارلی دی. يعني ټول ټال یې ۷۲ ساعته په یخه خونه کې له لاسونو راځوړند کړی وو.
دا دامریکايانو دبشري حقونو عملي کول وه او دې ته یې د بشري حقونو نوم ورکړي.
الله ج ښه پوهیږي چې دا ۷۲ ساعته او هره ثانیه به یې پر ده څنګه تیره شوې وي؟ خیرهغه به لوی ذات ته پریږدو!
د شهید ګل رحمان مقاومت، د هغه اتلولي او د یرغلګرو ناکامي، کلونه پټ پاتې شول، خو تاریخ هیڅ هم پټ نه پریږدي.
د ګل رحمان مظلومانه شهادت د ۲۰۱۲ میلادي کال د اپریل په میاشت کې ګارډین ورځپاڼې افشآ کړ او په هغه سرته رسيدلي ظلمونه یې ټول رسنیو ته مستند ورکړل،
چې له امله یې د امریکا د سنا مجلس پدې ظلم اعتراض وکړ او هغه ۲ تنه ډاکټران چې د ګل رحمان د څیړنو لپاره ګمارل شوي وو محکمې ته احضار او موضوع یې تر اوسه همداسې ګونګه پاتې ده.
خو موږ ایمان لرو چا چې ظلم کړی او د مظلوم وینې یې تویې کړي، حتماً به خپله هم د وینو په ډنډ کې ډوبیږي.
دا دی اوس مهال یې په خپلو سترګو وینو چې امریکایان د مظلومو افغانانو د وینې تویولو پور پرې کوي. اما د امریکایانو دا راوړې ډیموکراسي (ظلم او وحشت) به دافغانستان د مسلمانانو په زړونو کې لکه ناسور ټپ د تل لپاره پاتې وي او هیڅ کله به یې هیر نکړي.
هغه ملتونه چی ژوندې وی او یایی هم خپله مبارزه ژوندي ساتلی د داسی شهیدانو د قربانیو او سرښندنو پوروړی دې، چی له دی جملی یی یو هم شهید ګل رحمن دي. تاریخ به همیش د داسی سترو او ویاړلو شهیدانو په قربانیو نازیږی.
ومی غوښتل چی د اسلام د دغه ستر شهید یاد له تاسو سره هم شریک کړم او بیا هم د هیواد په ویاړلی تاریخ کی نور هم د داسی نازولو او سپیڅلو شهیدانو د سرښندنو او فداکاریو داستانونه تاسوته راوړم.
