د تاجکستان مدامالعمر ولسمشر او په افغانستان کې یې د بشر حقونو ببولالې
د تاجکستان کمونېست ولسمشر امامعلي رحمانوف د ۱۹۵۲ م کال د اکتوبر په ۵ د تاجکستان په کولاب سیمه کې زېږېدلی دی، په ۱۹۷۳ او ۱۹۷۴ م کلونو کې یې د پخواني شوروي اتحاد په پوځ کې دنده اجرا کړې ده. له بزګرۍ او برقيتوب نیولې، د لبنیاتو په فابریکه کې تر کار کولو او وروسته بیا سیاست کې د کورنیو جګړو په لړ کې تر ظالمانه کردار لرلو پورې، چې تر یو لک تاجکي مسلمانان په کې ووژل شول او په لکونو بې ځایه شول او پنځه دورې ولسمشرۍ او پر تاجکي مسلمانانو د ژوند ساحه راتنګولو پورې د امامعلي رحمانوف د ژوند پړاوونه دي.
وروسته له هغې چې د افغانانو د جهاد په پایله کې د پخواني شوروي اتحاد امپراتوري ونړېده او لسګونو هیوادونو ترې ازادي ترلاسه کړه؛ تاجکستان هم یو له همدغو مستعمره هیوادونو و، چې د افغانانو د سرښندنو او مېړانې په پایله کې ازاد شو. تمه وه چې په تاجکستان کې چې یو وخت یې ځلانده اسلامي تاریخ او لوی علماء او مشران لرل؛ اسلام به یو ځل بیا په کې حاکم شي، خلک به خپلو دیني او ملي ارزښتونو پاللو ته راوګرځي او د کمونېزم اسلام ضد مفکوره، چې پر دې سیمه له لسیزو حاکمه وه، هم په سیاست کې او هم د عام ولس په ذهنونو کې د تل لپاره ورکه شي. خو له بده مرغه که څه هم د دې کار لپاره د تاجکستان مسلمان ولس او د تاجکستان اسلامي غورځنګ زیاتې هڅې وکړې خو له زیاتو هڅو سره سره یې بیا هم د تاجکستان د اوسني دکتاتور او د قدرت د غاصب ولسمشر امام علي رحمانوف د اسلام ضد کړنو له کبله د مسلمان تاجک ولس په هیلو خاورې واړول شوې.
د امامعلي رحمان اصلي نوم امامعلي شریفووېچ رحمانوف دی، چې بیا یې وروسته روسي وروستاړی ترې لرې کړ او امامعلي رحمان یې کړ. امامعلي رحمان په تاجکستان کې د ۱۹۹۴ م کال د نومبر د ۱۶ مې نېټې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو، د روسیې په مالي او سیاسي ملاتړ او په تاجکستان کې د حاکم کمونست ګوند د بشر ضد کړنو له لارې واک تر لاسه کړ او د پنځو کلونو لپاره ولسمشر اعلان شو. د پنځو کلونو په تېرېدو سره یې په ۱۹۹۹ م کې بیا ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړ او له دولتي زور او له واک څخه په ناوړه ګټې اخیستنې یې په اساسي قانون کې د لاسوهنې وکړې چې دا ځل یې ځان د اوو کلونو لپاره ولسمشر کړ. لکه څرنګه چې اساسي قانون اجازه نه ورکوله چې د درېیم ځل لپاره ځان نوماند کړي، په ۲۰۰۳ م کې یې د درېیم ځل کاندیدېدو لپاره په بشپړ ډول غیرعادلانه او له مخکې په مهندسي شوي توګه ټولنپوښتنه ترسره کړه څو قانون د ځان په ګټه داسې بدل کړي چې مدام العمر وکولی شي ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړي. په ۲۰۰۶ م کې یې د اوو کلونو لپاره بیا واک ترلاسه کړ، همدارنګه په ۲۰۱۳ م کې یې د څلورم ځل لپاره واک ترلاسه کړ او په ۲۰۲۰ م کې یې د پنځم ځل لپاره ځان ولسمشر اعلان کړ. دا په داسې حال کې ده چې هېڅ مخالف سیاسي جریان په ځانګړي ډول د اسلامي غورځنګ غړو حق نه لاره چې ځان نوماند کړي. په دې برخه کې ډېرو نړیوالو ادارو هم د ټاکنو غیر عادلانهوالي راپورونه ورکړي دي او غبرګونونه یې پرې ښودلي دي.
رحمانوف په ۱۹۹۴ م کې له واک ترلاسه کولو وروسته خپل ټول سیاسي او دیني مخالفین له دولتي زور او واک څخه په ګټې اخیستنې په دکتاتوري او ډېر غیر انساني توګه وځپل، له دولتي ادارو یې واېستل او د سیاسي فعالیتونو ساحه یې پرې راتنګه کړه، چې په وار وار د نړیوالو ادارو لخوا د بشري حقونو په سرغوړونه تورن شوی هم دی. په ځانګړي ډول د تاجکستان د اسلامي غورځنګ غړي یې په ډېر بېرحمانه ډول وټکول، بندي یې کړل او په ښکاره او مرموز ډول یې ووژل او ځینې یې د هیواد پرېښودو ته اړ کړل.
امامعلي رحمانوف تر ټولو لوی خیانت چې د تاجکستان له مسلمان ولس او اسلامي غورځنګ سره یې وکړ دا و چې د یو شمېر هیوادونو، د ملګرو ملتونو او نړیوالو ادارو په منځګړیتوب او ضمانت یې په ۱۹۹۷ م کال کې د جون په ۲۰ مه د امامعلي رحمانوف او اسلامي غورځنګ د مجاهدینو ترمنځ د تاجکستان د سولې تر نامه لاندې تړون لاسلیک شو. په دې تړون کې له یوه اړخه رحمانوف و، چې ټول حکومتي او اجرایي صلاحیتونه یې په لاس کې وو او غوښتل یې دا تړون د یوې دسیسې په ډول وکاروي، بل اړخ ته د تاجکستان اسلامي غورځنګ و، چې د مختلفو فشارونو په وجه او په نه زړه مجبور شوی و، چې تړون لاسلیک کړي. په دې تړون کې د تاجکستان د مسلمانانو راتلونکی هېڅ په نظر کې نه و نیول شوی، بلکې په یو اړخیز ډول او جبر سره تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې په زور او جبر سره تاجکي مجاهدین د رحمانوف ظلمونو ته تسلیم شول. دا فشارونه تر ډېره د افغانستان د اسلامي جمعیت مشر برهان الدین رباني او د دې ګوند د شورای نظام منفورې ډلې قوماندان احمد شاه مسعود لخوا وو چې غوښتل یې د طالبانو پر ضد د رحمانوف ملاتړ ترلاسه کړي، چې په ترڅ کې یې د ښاغلي رباني او مسعود لخوا هغه زرګونه تاجکستاني مجاهدین هم د رحمانوف ظالم رژیم ته په اجباري ډول وسپارل شول چې د پخواني شوروي اتحاد د کمونست رژیم له ظلمونو افغانستان ته له کورنیو سره راتښتېدلي وو او د روسانو خلاف جهاد کې یې فعاله برخه اخیستې وه او د افغانستان په شمالي ولایتونو کې مېشت وو.
رحمانوف نه یوازې دا چې د تړون له مخې د اسلامي غورځنګ سره ګډ حکومت جوړ نه کړ او هغوی ته یې خپل حق ور نه کړ، بلکې د خپل ظالم خصلت له مخې یې چې له اسلام، مسلمانانو او خپلو سیاسي مخالفینو سره یې په واک کې د پاتې کېدو په موخه لاره؛ د تړون له لومړۍ ورځې راهیسې یې په ډېر ظالمانه او غیرانساني ډول په تاجکستاني مسلمانانو اور بل کړ. له تړون څو ورځې وروسته یې رضوان صدیروف چې د تاجک مجاهدینو مشر و په پوره بې رحمۍ شهید کړ او ورپسې یې د هیواد په مسلمانو سیاسیونو په نوبت سره پیل وکړ، په چل او خدعه او مرموز ډول یې ډېر زنداني کړل، ځینې یې شهیدان کړل او ځینې یې وطن پرېښودو ته اړ کړل، په سیاسي فعالیتونو یې هم بندیزونه ورته ولګول او په همدې سره د دې ظالمانه تړون له مخې د نامعلوم وخت لپاره اسلام یو ځل بیا د مسلمان تاجکستاني ولس څخه پردی شو، داسې چې نن سبا په ډېری ځایونو کې د دولت لخوا جوماتونه تړل شوي، د دولتي قانون له مخې تر ۱۸ کلنۍ پورې ماشومان جوماتونو ته د تګ اجازه نه لري، مدرسې او دیني مرکزونه تړل شوي، د ښوونځي له درسي نصاب اسلامي زدهکړې لرې شوې او څوک حق نه لري چې په خپلو ماشومانو اسلامي او عربي نومونه کېږدي.
رحمانوف د دې ټولو سره سره د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې د فساد، خپلپالنې او تعصباتو ښکاره تاریخ لري. خپل ۳۳ کلن زوی رستم اماعلي یې پرته له دې چې حکومتي اداري پړاوونه طی کړي، د تاجکستان د ملي مجلس رئیس مقرر کړی دی، د ملي مجلس څوکۍ له ولسمشرۍ وروسته تر ټولو لوړ دولتي مقام دی، چې د ولسمشر د مړینې یا استعفا په صورت کې د حکومت واګې په لاس کې اخیستی شی، تر څنګ یې همدا زوی د فوټبال فدراسیون مشر، د دوشنبې ښاروال هم دی او څو نورې مهمې دولتي دندې هم پر غاړه لري. د رحمانوف د کورنۍ ټول غړي په لوړو دولتي څوکیو کار کوي او د تاجکستان تر ټولو لوی سرمایه لرونکي خلک هم ډېری د رحمانوف د کورنۍ غړي او د کمونېست ګوند غړي دي، چې د هیواد په داخل او بهر کې لویې پانګې لري. همدارنګه د کمونست ګوند ټول غړي د دولتي څوکیو ترلاسه کولو، سرمایو راټولو او له واک څخه په ناوړه ګټه اخیستنه کې خلاص لاس لري. دا په داسې حال کې ده چې د هیواد ډېری وګړي په فقر کې ژوند کوي او د ډېرو وروسته پاتې وسایلو په کارولو سره په کروندو بوخت دي، چې اقتصادي وضعیت یې ډېر کمزوری دی. د نړیوال بانک د راپور له مخې په تاجکستان کې د فقر کچه له ۳۵ سلنې لوړه ده.
رحمانوف نه یوازې د خپلو سیاسي او دیني مخالفینو سره له ښکاره تبعیض څخه کار اخلي بلکې په تاجکستان کې د ازبېک توکمو چې د ټول نفوس ۱۳٪ برخه جوړوي او نورو لسګونو مېشته لږکیو سره هم زیات تعصبات پالي.
د دې هر څه سره په افغانستان کې د وروستي بدلون په راتګ سره د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمانوف په ډېره سپینسترګۍ د تاجک قوم د حقونو چیغې وهي او د یو شمېر هغو منفورو څېرو، مافیایي غلو، جنایتکارانو او د اشغالګرو د بړېڅو د ملاتړ چیغې وهي او لابي ورته کوي، چې دا څلوېښت کاله یې افغان ولس د اور په تبۍ کېنولی و او د افغانانو پر برخلیک یې له هېڅ ډول ناوړه او ظالمانه معاملې درېغ نه دی کړی. رحمانوف له خپل ولس سره د ټولو ظالمانه کړنو، جنایتونو او بېعدالتیو تر څنګ په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنه کوي او وایي چې هر چا ته باید خپل حق ورکړل شي او د خلکو بشري حقونه باید خوندي شي. د رحمانوف دې مغرضانه خبرو پر ضد د افغان ولس د ټولو قومونو خلکو په بېلابېلو ډولونو د ډلییزو رسنیو له لارې خپل مخالفت وښود او ویې ویل چې افغان واحد ولس دی، هېڅوک په کې د لاسوهنې حق نه لري او د رحمانوف غوندې ظالم، د بشري حقونو ناقض او د قدرت غاصب خو باید په هېڅ صورت په افغانستان کې د وروڼو قومونو ترمنځ د نفرت اچولو او نظام جوړولو په اړه خبرې ونه کړي.
په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې رحمانوف او کمونېستي ډله یې د نړیوالو خبیثو جاسوسي شبکو او ادارو په مرسته غواړي چې په افغانستان کې د لسیزو اوږده جګړه چې اوس په بشپړ ډول درېدلې ده، بیا پیل کړي او دغو منفور تښتېدلو جنګي جنایتکارانو ته د افغانستان په شمال کې د جګړو پیلولو لپاره د پښه اېښودو ځای پیدا کړي او دی یې هر اړخیز ملاتړ وکړي، چې اسلامي امارت او په ټوله کې له جګړو، ناامنیو او بدبختیو نوی راوتلی افغان ولس باید ورته پوره بیدار وي او هېچا ته نور د شرارت او جګړې پیلولو اجازه ورنه کړي او څومره ژر چې کېږي دا خبیثې او منفورې څېرې برملا کړي.
