No-IMG

محسن داوړ ته!

کله چې د حکمتیار حفظه الله نوم اخلئ، باید په یاد ولرئ چې حکمتیار هغه څوک دی چې په مېړانه او رسا غږ یې ستاسو د فکر اتلان او باداران (لعین کمونستان) په ګونډو شول، د نړۍ زیات هیوادونه یې له شره په امن شول او د برلېن دېوال راونړېده چې چا یې تصور هم نه شو کولی. یقینأ دا بدمخي روسان او د هغوی بړېڅي هغه څوک وو چې افغانستان ته د پښتنو دین، کلتور او نسل وژنې لپاره راغلي وو او غوښتل یې چې دا سیمه د تل لپاره تر خپلې ولکې لاندې راولي چې د افغان ولس همدا هدفمند قائد او لوی رهبر انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله یې په وړاندې د غره په څېر ودرېد او پر غږ یې د دې وحشیانو په وړاندې د افغانستان او اسلامي نړۍ د مؤمنو ځوانانو لوی لوی غورځنګونه راووتل او د ښکرورو امپراتوریو ماتوونکي وطن افغانستان کې یې داسې مرګوني ګوزارونه ورکړل چې شرموونکې ماتې یې ټولې نړۍ ولیده. ښایي دا په تاریخ کې د دې غیرتي ولس د ویاړ تر ټولو لویه بریا وي.

د پښتنو د دین او خاورې د دغو دښمنانو په وړاندې په دې لویه معرکه کې زموږ زیات هیوادوال کوزې پښتونخوا ته کډوال شول چې له ستاسو پرته زموږ ټولو مؤمنو پښتنو وروڼو او خویندو یې د خپل دیني او هیوادني مسؤلیت له مخې بې شمېره قربانۍ او خدمتونه وکړل، داسې چې په تاریخ کې یې ساري کم موندل کېږي. خو همدا ستاسو د فکر پخوانيو فتنه ګرو، په نامه پښتنو او د کمونېزم د فکر شریکو مفسدینو او د پښتنو د پت او غیرت دښمنانو د افغان کډوالو د راتګ او ځای ورکولو سخت مخالفتونه وکړل، داسې چې حتی د درانه افغان ټبر د بدنامۍ لپاره مو زیاتې هڅې وکړې، د کډوالو په کمپونو کې مو چاودنې وکړې او پر خلاف مو لاریونونه کول چې په پاکستان کې موږ افغانان نه پرېږدو او د فرضي کرښې نه د روسانو را اوښتل مو لوی آرمان و څو کوزه پښتونخوا هم روسان لاندې کړي او د کمونېزم په لویه اډه بدله شي.

ستاسو دا او نورې ټولې جفاګانې د افغان ولس هېڅ کله نه هېرېږي او له پښتانه ولس سره ستاسو دا بې ننګي او خباثت به د تاریخ په پاڼو کې ثبت وي څو راتلونکي نسلونه مو ښه وپېژني چې تاسو د پښتنو په نامه د پښتنو پر ضد څه خباثتونه کړي او کوئ.

ښاغلی داوړه!

ته او ستا نور نامحسن ملګري هېڅ کله حق نه لرئ چې د اسلامي امت په ځانګړي ډول د لوی افغان او پښتانه ولس د یو نړیوال عالم، مجاهد او زمري شخصیت ته سپکه ووایئ. هیله ده له دې وروسته خپل سپېره ځای وپېژنئ.

لا تر اوسه یې ماغزه په قرار نه دي

چا چې ما سره وهلی سر په سنګ دی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک