مير احمد ياد

No-IMG

مير احمد ياد

د مير احمد ياد لیکنی

کمزورو ته ټيټېدل کمزوري نه ده

ماشوم د بانک کړکۍ ته ودرېده، ویل یې بیل تحویلوم. د بانک کارمند ورته وویل: نن نه کېږي، سبا راشه. هلک ورته وویل: ته ما نه پېژنې چې د چا زوی یم؟ که پلار مې درپسې راوست پخپله به یې تحویل کړې. کارمند ورته بیا په ټینګار وویل: هر څوک چې یې، رسمیات ختم دي...! هلک بهر ووت، له هغه خوا ورسره سپین ږیری سړی را روان و، جامې یې خېرنې او زړې وې، ګوتې یی چاودلې او نوکان یې له خاورو ډک وو. د بانک کارمند چې سړی ولید، زر ور پاڅېده، له هلک یې پیسې تحویل کړې او رسید یې ورکړ. هلک چې روانېده، د بانک کارمند ته یې وویل: ما درته ونه ویل چې پلار مې درپسې...
نور ولوله

خپل ځوانان له ابهامه وباسئ

موږ ۱۲ کاله ښوونځي کې هره موضوع لولوو، خو دا راته نه ویل کېږي چې راتلونکي کې به څه کوو؟ بیا چې پوهنتون ته لاړ شو، یوه رشته د مجبورۍ له مخې وټاکو، بیا هم راته نه ویل کېږي چې راتلونکي کې به څه کوو؟ له پوهنتونه چې فارغ شو، بیا هم راسره د خپل ژوند او راتلونکي په اړه هېڅ پلان نه وي. څه مو چې لوستي وي، لکه درانه پېټي راته په اوږو پراته وي. له پوهنتون وروسته که څوک بختور وي، نو پر دې پوه شي چې د څه کولو وړتیا لري او که ډېر بختور وي، په هماغه برخه کې ورته د فعالیت کولو اجازه یا زمینه برابره شي. زیاتره خلک بیا په همدې وخت کې د ځان جوړولو او رسولو هڅه کوي او کله چې په کې یوه ځای ته رسېږي، ځان پسې چې مخ اړوي، وخت ورنه تېر وي او پخوانۍ انرژي په ک...
نور ولوله

د تېر وخت درناوی وکړئ

په تېر وخت کې هره تېرېدونکي شېبه له راتلونکي وخته غلا شوې ده. پر ستونزې هره دقیقه تمرکز مو له حل لارې همدومره لرې کوي. که په هغو شیانو فکر کوئ چې تاسې سره باید نه وی شوي، نو اصلاً د هغو شیانو مخه نیسئ چې غواړئ په ژوند کې درسره وشي. وایي ته چې ځان څه ګڼې، هماغه درنه جوړېږي، دې حقیقت ته په کتو که چېرې ته پخوانۍ تجربې او تېروتنې د یوې شېبې لپاره هم تجربه کول نه غواړې، نو په اړه یې فکر هم مناسب نه دی. ددې اندېښنو او فکرونو پر ځای، د تېرو پېښو او تجربو له درسونو د نوې پوهې او روڼ اندۍ لپاره کار واخله. د ژوند لویې ماتې لوی فرصوته در ښکاره کوي. لرغوني مفکر ایروپیديس ویلي: (په بد وخت کې د خوشاله بدلون ښه فرصتونه دي.) که تاسې په ژوند کې ډېرې سختۍ لیدلې وي، نو دا پ...
نور ولوله

د بري چانس مو څو چنده کړئ

په ۲۰۰۶ کال کې رسنیو یوه څېړنه خپره کړه، دا څېړنه په هغو ډېر شمېر خلکو شوې وه چې د نوي کال لپاره یې کوټلې پرېکړې درلودې. بیا یې دا کسان په دوو ډلو وېشلي وو؛ یو هغه وو چې د نوي کال پریکړې یې لیکلې وې او بل هغه وو چې پرېکړې یې کوټلې وې، خو لیکلې یې نه وې. یو کال وروسته څېړونکو ددې خلکو برخلیک وارزوه او جالبې پایلې یې ترلاسه کړې. کومو خلکو چې خپلې پرېکړې کړې وې، خو لیکلې یې نه وې، یوازې څلور سلنه یې خپلې کړې پرېکړې عملي کړې وې. خو کومو خلکو چې پرېکړې کړې وې او بیا یې لیکلې وې، په هغوی کې ۴۴ سلنه خلکو خپلې کړې او لیکلې پرېکړې عملي کړې وې. یعنې دا موضوع پر بریالیتوب له ۱۱۰۰ سلنې ډېر اغېز کوي. دا اغېز پر هغو موخو او پرېکړو کېږي چې تاسې يې پر یوه پاڼه لیکئ. ما په...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک