No-IMG

زمونږ ټولنه کې اسلام ولې محکوميږي؟

دغه سوال نه يواځې ماته بلکې سلګونو او زرګونو ته له زياته وخته ذهن کې اوړي را اوړي. ډېرو به یې په اړه فکر او سوچ هم کړي اوسي. شايد ځينې لاملونه يې هم موندلي وي اما له شريکولو يې شايد په يو نه يو قسم په شا شوي اوسي. زما له نظره ځينې لاملونه يې کېدای سي په لاندې ډول وښايو:

۱- د اسلام له اصيل فهم څخه نا خبري يا هم نا درست فهم.

۲- د رسول الله ص د سيرته نا خبري. د اصحابو کرامو  ژوند او تاريخ ته بې اعتنائي او نا خبري.

۳-دا چې مونږ يو سنتي ټولنه يو او معروف په مسلمانانو يو نو هر کړنه مو د اسلام له دائرې کتل کيږي.

۴- کلچر او عادات مو په تقريبي شکل سره د اسلام له ځينو اصولو سره سر خوري.

۵- د مطالعې کموالی.

۶- حب دنيا کثرت په زړونو کې.

۷- د غربي نړۍ د زهرجنې څپې تر تأثير لاندې راتلل.

برسېره پردې ، يو اصل فکتور زما په نظر هغه دا دی چې دلته دين او اسلام د هغه لوري ضربه خوړلې کومو چې د اعلا کلمة الله او دين نعره پورته کړې. دوی همېش د ملت او د خلکوله ديني احساساتو سره لوبه کړې او د خپل په نفعه يې څرخولي. تېرو دورو کې دغه عمل ځينو په عمدي او ځينو نه په غير عمدي او قصدي شکل سره سر وهلی.

همدارنګه، يو لوی بل نقص چې نه يواځې زمونږ او ستاسې په ټولنه کې بلکې هر ملک، وخت او زمان کې

  موجود وو او دی، هغه داده چې د قول او عمل ترمنځ مو فاصله ده! وايو يو څه، کوو بل څه!

ځينې تر نننه پدې منافقت کې ژوند کوي چې کوم څه د دين او اسلام څخه وايي هغه پخپله نه عملي کوي! دعوې يې غټې اما د عمل جنبه يې د فيصدی په لحاظ له ۵ نه اوړي.  خبرې له دين او اسلام نه کوي اما عمل يې بيا د اسلام سره تضاد کې وي. همدا ده چې ټولنه کې خلک پر ځای د دوی په کړنه نيوکه  وکړي ، اسلام تورنوي ، رنګارنګ بدبويه ، او له منطقه لرې خبرې د اسلام کامل او شامل دين پسې تړي!

د همدې ډلې په تړاو الله سبحانه و تعالی په قرانکريم کې فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لا تَفْعَلُونَ (2) كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللَّهِ أَنْ تَقُولُوا مَا لا تَفْعَلُونَ(3) الصف.

ای مومنانو! ولې هاغه څه چې وايئ نه يې عملي کوئ؟ (۲)ياد عمل د الله په نزد د غضب له لحاظه لويه ده چې وايئ يو څه او عمل مو بدل وي (۳).مثلا زما ملا امام مسجد کې د جمعې په خطبه کې د واده په وړاندې د ناروا رواجونو د مخنيوي په اړه ښه زبردسته تقرير وکړ اما د لور/خور د خواستګارۍ پر مهال براتي، لوړ مهر، عيدانه..... او نور ټول درته قطار کړي. يا هم زما تجار/دوکاندار  چې ښه ماشاالله په سنتو برابر ، مسواک او تسبيح يې په لاس ماته غلطه سودا راکړي او تېر مې باسي او په درواغو قسم هم وکړي! څه فکر کوئ څوک ملامته دي!؟

دا دوی دي چې د قول او عمل تر منځ يې فاصله ده! اسلام د نکاح، مهر او نورو په اړه ډېر صريح او لکه لمر واضح دريځ لري همدارنګه د تجارت د اصولو په اړه هم.

نو بهتره همدا ده چې کوم څه وايو هغه عملي هم کړو.

#الله_اعلم

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک