له IMF څخه پور اخیستل په ګټه دی او که په تاوان؟
پدې ورځو کې د سوشل میډیا له لارې د آی ایم ایف څخه د قرضي د نه اخیستلو لپاره مختلف جهتونه او انفرادي اشخاص مختلف څرګندونې کوي.
مخکې له دې چې ووایو له IMF څخه پور اخیستل زمونږ په ګټه او که په تاوان دي، باید پدې وپوهیږو چې آی ایم ایف اداره کله او د کومو اهدافو لپاره تاسیس شوې ده، غړي هیوادونه او د پور ورکولو او بیرته د ټولولو پروسه یې څنګه ده.
نړیوال پیسو صندوق یا International Monetary Fund په ۱۹۴۴ م کال کې د دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته د امریکا په Hampshire ایالت کې د ۴۴ هیوادونو د استازو په موجودیت کې دوهم نړیوال جنګ د مالي زیانونوو د جبرانولو په موخه تاسیس شو. او هدف یې دا وو څو له هغه پالیسیو څخه مخنیوی وکړي کوم چې د دې سبب کیدلی شي چې جنګ یو ځل بیا رامنځته کړي.
په ټوله کې IMF ۱۸۹ غړي هیوادونه لري او افغانستان یې هم یو له غړو هیوادونو څخه دی. مرکزي دفتر یې د امریکې د واشنګټن ډي سي په ایالت کې دی او همدا راز نور سیمه ایز دفترونه هم لري.
IMF کوم کارونه مخته وړي؟
د آی ایم ایف اساسي هدف د پیسو نړیوال سېستم ثبات او استقرار ساتل دي، یاده دنده له درېیو لارو ترسره کوي.
۱-د نړۍ او غړو هیوادونو د اقتصادي وضعیت څارل:
اقتصادي وضعیت د غړو او نورو هیوادونو څارنه په فردي شکل او نړیواله سطحه ترسره کوي، غړو یا نورو هیوادونو ته چې کوم خطر متوجه وي د هغه په رابطه ورته معلومات او اګاهي ورکوي او د پالیسیو په جوړولو کې ورسره مرسته کوي.
۲- هغه هیوادونو ته قرض ورکول کوم چې د تادیاتو بیلانس کې مشکلات ولري:خپلو غړو هیوادونو ته قرض ورکوي څو وکولی شي د تادیاتو په بیلانس کې د مخ شوي مشکل سره مقابله وکړي تر څو بیرته وکولی شي خپل نړیوال ذخیره پوره، کرنسي ثابته، د وارداتو لپاره تادیه او بیرته عادي اقتصادي حالت ته وګرځي.
۳- غړو هیوادونو سره په عملي شکل کومک کول: پدې معنا چې آی ایم ایف له غړو هیوادونو سره خوا په خوا په پالیسي جوړولو او ظرفیت روزلو کې همکاري کوي کوم چې سبب کیږي څو اقتصاد قوي، نوې دندې تشکیلې او وده رامنځته شي.
IMF پیسې له کومه کوي؟
IMF پیسې معمولا له دریېو لارو لاسته راوړي:
1- Quotas: کوټاز د آی ایم ایف د پیسو لاسته راوړلو اساسي منبع یا سرچینه ده. کوټاز په IMF کې د رايې د حق څخه عبارت دی او یو کوټاز ۱۰۰۰۰۰ SDR قیمت لري کوم چې په امریکايي ډالرو یو کوټاز ۱۳۸۹۱۷ قیمت لري. هر هیواد د هغه اقتصادي حالت ته په کتو مشخص کوټاز لري په آی ایم ایف کې د همدې کوټاز د مقدار په اساس یو هیواد ته د پور ورکولو کچه تعینږي، یعني څومره چې کوټاز زیات وي هومره لوړ پور ورکول کیږي او برعکس.
امریکا تر ټولو زیات کوټاز درلودونکی هیواد دی تر اوسه له آی ایم ایف سره چې تقریبا ۵۸ بیلیونه ډالرو په اندازه ده. افغانستان د ۴۵۰ میلیونه ډالرو په اندازه کوټاز له IMF سره لري. ټوټل کوټاز د ۶۵۱ بیلیونه ډالرو په اندازه دي.
2- Multilateral Borrowing یا څو جانبه قرضونه:
دوهمه منبع د IMF د پیسو هغه Multilateral قرضونه دي چې د (NBA) New Arrangements to Borrow څخه ترلاسه کیږي. پدې طریقه کې ځينې غړي هیوادونو او موسسات آی ایم ایف ته اضافي پور ورکوي. د اوس لپاره د ۲۵۲.۸ بیلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت دي.
3- Bilateral Borrowing Agreements(BBAs) دو جانبه قرضونه: د نړیوال اقتصادي بحرانونو له امله آی ایم ایف د خپل غړو هیوادونو سره دوجانبه قرضونو تعهدات لري او تقریبا اوس لپاره د ۴۳۴ بیلیون ډالرو په ارزښت پیسې په یاد فنډ کې لري.
پورته ذکر شوي د پیسو منابع هر یو Multilateral Borrowing او Bilateral Borrowing Agreements ۴۰ غړي هیوادونه لري او له غړو څخه هغه هیواد دې لیست ته شاملیږي چې ۸۵ فیصده رایې ترلاسه کړي.
په ټولیزه توګه IMF یا نړیوال پیسو صندوق د ۱.۳۵۸ تریلیونو په اندازه پیسې لري.
IMF څنګه پور ورکوي؟
د آی ایم ایف پور د یو هیواد د تادیاتو د بیلانس د ضرورت پورې تړلې ده. همدا راز خاصو حالاتو کې د یو هیواد د غړیتوب پورې مثلا کم عاید لرونکي هیوادونه کولی شي د Concessional قرض څخه استفاده وکړي کوم چې هیڅ ډول سود تادیه له ځانه سره نلري (البته د ۲۰۲۱ کال تر نیمایي پورې وروسته شاید تغیر ومومي).
په عمومي ډول IMF دوه ډوله پورونه ورکوي:
1- Non-concessional lending: پدې کټګورۍ کې مختلف اکاونټونه شامل دي چې هر یو ځانګړي خواص او شرایط لري، د مثال په توګه (SBA) Stand By Arrangements ، (FCL) Flexible Credit Line
(PPL) The Precautionary and Liquidity Line د متوسط وخت لپاره او (EFF)The Extended Fund Facility د عاجل کومک پر وخت د غړو هیوادونو لپاره او (RFI)The Rapid Financing Instrument.
په پورته ټولو د قرضې اکاونټونو باندې د سود چارجز شته کوم چې د (Rate Of Charge) په نوم سره پیژندل کیږي.
Rate of Charge په (SDR) Special Drawing Right پورې تړلی ده. او هره هفته د نوموړي نرخ تغیریږي.
1 Special Drawing Right Interest rate = 0.105 SDR
1 SDR = 1.389 USD $
مثلاً: که IMF له یو هیواد سره یو میلیون SDR ۱۰۰۰۰۰۰ قرض کومک وکړي نو د دورې په پای کې باید ۱۱۰۵۰۰۰ SDR بیرته تحویل یا تادیه کړي.
2- Concessional Lending : یاده قرضه د Low Income Countriesیا د کم عاید درلودونکو هیوادونو ته ورکول کیږي کوم چې د لمړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ م کال کې شروع شوه او په مختلفو وختونو کې پکې تغیرات راوستل شول.
همدا راز په یاد قرضه کې هر دوه کاله بعد د سود نرخ ته بیا کتنه کیږيږ اوس لپاره د دغه قرضې درلودونکي هیوادونه د سود له ورکولو معاف ديږ د دې قرضې هدف د غربت یا فقر کچې کموالی، د هیواد په سطحه اقتصادي ثبات او وده تامینول دي.
دغه قرضه په درېیو شکلونو ترلاسه کیږي:
الف: (ECF)The Extended Credit Facility : متوسط وخت لپاره د کم عاید لرونکو غړو هیوادونو ته ورکول کیږي چې د ۵ څخه تر ۱۰ کالو پورې باید بېرته تادیه شي.
ب: (SCF) :The Standby Credit Facilityد لنډې مودې لپاره د کم عاید لرونکو هیوادونو ته ورکول کیږي څو خپل د تادیاتو بیلانس او نور احتیاطي تدابیر ونیسي له ۴ تر ۸ کلونو په موده کې باید بیرته تادیه شي.
ج: (RCF)The Rapid Credit Facility : دغه قرضه کم عاید لرونکي هیوادونو ته د عاجلې مرستې په توګه د محدودو شرائطو په نظر کې نیولو سره ورکول کیږي څو په عاجل شکل خپل د تادیاتو بیلانس ضروریات پرې پوره کړي. دا هم له ۵ نیمو کلونو څخه تر لسو کلونو په موده کې باید تادیه کړل شي.
که چیرته په پور ورکولو کې ناکام شو څه پیښیږي؟
آی ایم ایف لکه د نورو سودي بانکونو جریمه نه وضع کوي. البته پدې سره به دوهم ځل لپاره د قرضې غوښتلو په مهال د هیواد اعتبار سوال مطرح کیږي او تیر کړنې ته به یې نظر کیږي همدارنګه د دې احتمال هم موجود دی چې په آینده کې پور په لوړ فیصدۍ د سود سره ورته ورکړل شي او یا هم زیات شرائط او قیودات ورته وټاکي.
د آی ایم ایف ګټې او زیانونه:
الف – ګټې:
1- غړو هیوادونو ته د قرضې ورکولو سهولت
2- د تادیاتو د بیلانس خلاوې / نقصان پوره کول
3- تخنیکي مرستې او ملاتړ د پالیسۍ او ظرفیت روزنې په برخه کې
ب- زیانونه:
1- ډیر په کمه یا په پراخه اندازه مداخله یا هم منځګړیتوب کول: یو له لویو انتقادونو چې په آی ایم ایف کیږي هغه همدا ده چې مسائلو ته په پوره توجه او اندازه لاس نه وړاندې کوي او د ډير آهسته پروسس لپاره هم ځینې پرې نیوکې کوي. له بله پلوه د آزاد مارکیټ طرفداران بیا د زیات مداخلې له امله شکایت کوي.
2- ځینې ملکونه مثلا ایټالیا او یونان د Budget د ثبات په کیسه کې ندي او فکر کوي چې آی ایم ایف ورته پور ورکوي چې په نتیجه کې دا خپله یو ډول اخلاقي خطره رامنځته کوي.
آیا ۲۲۰ میلیونه ډالر قرض اخیستل زمونږ په ګته دی؟
مخکې له دې چې د ګټې او تاوان په اړه یې وغږیږو، اړینه ده څو ځان وپوهوو چې یاد قرض مونږ ته په کوم اساس د کوم اکاونټ لاندې راکول کیږي.
د ۲۰۲۰ م کال اپریل د میاشتې په ۲۹ نیټه آی ایم ایف د افغانستان سره د ۲۲۰ میلیونه ډالرو د قرض د مرستې اعلان وکړ. دغه قرض مونږ ته د Concessional Lending د کټګورۍ لاندې د (RCF) The Rapid Credit Facility د اکاونټ لانډې راکول کیږي. یو مثبت پواینټ یې دادی چې زمونږ دولت اړ ندی چې په یاد مبلغ دې ربحه (سود) تادیه کړي، او د تادیې نیټه یې هم له ۵ نیمو څخه تر ۱۰ کلونو پورې ده.
راځو دېته چې آیا دا مو په ګټه دی څو قرض واخلو؟
اوسني سیاسي او اقتصادي وضعیت ته په کتو دا ویلی شو چې نه! کله هم نه! یاد قرض له آی ایم ایف څخه اخیستل د ملت سره ظلم او جفا ده، د لاندې عواملو په اساس:
1- د نا امنۍ له وجهې
2- سیاسي ثبات نشتون
3- په دولت کې د فساد شتون
4- عموما دغه رنګه قرضونه باید په عایداتي منابعو کې په مصرف ورسیږي څو بیرته مصرف کړل شوی رقم پوره او تادیه کړلی شي. ولې، متاسفانه مونږ لا تر اوسه د دې جوګه شوي نه یو چې داسې سرمایه ګزاري ولرو کوم چې وکولی شو بیرته ترې یاد مبلغ ترلاسه کړو.
د ۱۳۹۸ هـ ش کال د مالیې وزارت د راپور په اساس افغانستان د ۲۶۵.۸ میلیارده افغانیو په اندازه له مختلفو جهتونو قرضدار دی، په کوم کې چې (IMF ) International Monetary Fund، Asian Development Bank (ADB) ،Organization of the Petroleum Exporting Countries (OPEC) ، Islamic Development Bank (IDB) او نورو نړیوالو ادارو قرضونه هم شامل دي او په ځینو یې د سود په ورکړې مجبور او مکلف یو.
دولت په ۱۳۹۸ م کال کې ۱.۱ میلیارده افغانیو په اندازه د قرض قسطونه تادیه کړي او ۴۲.۹ میلیونو په اندازه یې سود یا هم ربحه تادیه کړې.
که چیرته پورته ارقامو ته وکتل شي نو پوه به شو چې واقعا هم له آی ایم ایف د پور اخیستلو زیان نسبت ګټې ته زیات دی. له آي ایم ایف څخه پور اخیستل مونږ ته هغه وخت په ګټه و چې سیاسي ثبات، امنیت، عدالت، شفافیت او د سرمایه ګذارۍ چانسونه مو له ځآنه سره لرل.
متاسفانه که پدې وضعیت کې پور واخیستل شي نو د یو څو مشخصو کړیو تر منځ به وویشل شي او هیڅ کومه بله تنتیجه به پرې مرتبه نشي او دابه د راتلونکي نسل سره ستره جفا وي.
دلته مسئولیت عوامو او پارلمان ته راجع کیږي څو د یاد پور د اخیستلو څخه دولت منع کړي او پرېنږدي چې آینده نسل مو مشکلاتو او ستونزو سره مخ شي.
