اياصوفيا؛ د ترکيې هويتي استحکام!
ترکيه هويتي استحکام خوا ته روانه ده، نن چې شپږ اتيا کاله وروسته ايا صوفيا بېرته مسجد کېږي، نو د نوبل جايزې ګټونکى ترکي اورهان پامک وايي، چې نن به سکولار ترکان د دې پرېکړې له امله وژاړي.
ايا صوفيا د سکولارېزم يو نماد و، نن چې پامک د کوم وير او ژړا خبره کوي دا د هغوى حق دى چې وژاړي ځکه دا د ترکيې هويتي بدلېدونکى منظر دى؛ هغه چې هغوى په کې لګيا دى مغلوبېږي.
دين د ننني انسان د هويت اساس جوړوي او د غرب د تمدني ټکرونو د نظريه پرداز سمويل هنټګټن د وينا له مخې د غرب او اسلامي نړۍ ستونزه غرب او اسلامي هېوادونه نه بلکه خپله مسيحيت او اسلام دى، دا خبره بيا د مسيحي بازنطين او اسلامي عثمانيه د شخړو په تاريخي بستر کې تر هر بل ځاى متوقع ده.
په ترکيه کې د اتاتورک د پرېکړې ماتول په ډېر غټ حد کې د يو لوى بدلون څپه ده، ترکيه به په يو ځل نه بلکه په تدريجي ځلونو د خپل هويت پر جامعيت او هراړخيزتوب درېږي.
د تمدني هويت په تناظر کې ترکيه له پرديتوبه خپلو سرچينو ته ستنېږي او په مقابل کې يې د اسلامي نړۍ يو شمېر نور ديکتاتوران او شاهي مستبدين همغسې د بدو او بېګانه پرستۍ په سرابونو کې ورکېږي او مزلونه کوي.
د اياصوفيا د مسجد پرېکړه يوه تشه او عادي پېښه نه ده، دا د نظرياتي فتحې د عطف موړ دى، تاريخ دلته لويه پېښه را اخلي او دا به په ګانده کې نورې ډېرې پېښې وپنځوي.
اردوغان ويلي، چې هر وخت اياصوفيا د مسجد په توګه اماده شو نو لمونځ به په کې پيل شي، د لومړنۍ جمعې لپاره د جولاى ٢٤ ټاکل شوې ده.
