ټکنالوژي کې دا مهمه ده چې څوک ځان عیاروي او څوک د مشتریانو او بازار غوښتنې په نظر کې نیسي
عبد الرحمن سليم
هغه وطندارانو ته چې Deepseek او د ChatGPT ماډلونو ترمنځ فرق نه ښکاري ، نو آیا یواځې دغه پرمختګ او ابتکار چې Deepseek کې کارول شوی چې هغه کار چې ChatGPT په زرګونه چېپونه کوي ، همغه کار په همغه کیفیت Deepseek ماډل په لسګونه چېپونو کوي، آیا دغه پرمختګ نه دی ؟
د Open AI او High-Flyer ترمنځ د دغه تصویر هومره دستي فرق دی چې هغه غټ جنس یواځې ۵ میګابایټه دی او لاندې وړوکی چېپ بیا یو ټېرا بایټ دی دی چې ۱ ملیون MB کیږي.
دستي همداسې یو کار Deepseek راتګ سره شوی دی او همدا دلیل دی چې Nvidia په یوه ورځ کې ۶۰۰ ملیارده ډالره ارزښت بایلود(نړر به هغسې او په هغه اندازه چېپونه او semi conductors په مصنوعي زېرکتیا ټکنالوژي کې نه کارول کیږي لکه څنکه چې توقع کېده، بلکه په کم امکاناتو به ډېر کار کیږي ).
دا بیا جلا خبره ده چې مصنوعي زیرکتیا کې به Open AI, مېتا، او یا نور کمپنی کوم یو تر کومه ورځ مخکښ پاته کیږي. په ټکنالوژي کې دا مهمه ده چې څوک ځان عیاروي او څوک د مشتریانو او بازار غوښتنې په نظر کې نیسي. یو وخت Yahoo مخکښ ؤ، خو ګوګل ترې بازار ونیوه، بیا نوکیا موبایلونه تر ټولو مخکښ ؤ، خو حال دا چې نوکیا هیڅ اشتباه یا غلط کار نه ؤ کړی، بازار یې بایلود ځکه چې ځان یې بازار سره عیار نه شو کړای، تر فیسبوک مخکې هم بله شبکه لومړی جوړه شوې وه، خو نن ورځ یې حتی نوم هم زما ذهن کې نه دی پاته، تر ۲۰۲۲ کال پورې ټویټر یو معتبر پلټفارم ؤ، خو نور ېې خپل ۹۰ فیصده ارزښت بایللی دی او ګند ترې جوړ شوی دی. یو وخت Fuji د عکاسي فلمونو د تولید ستره کمپني وه، خو نن ورځ یې نام و نشان هم نشته دی. نو څوک هم دا نه شي تضمینولای چې د نن څخه ۳ کاله وروسته به په مارکیټ څوک حاکم وي؟ هغه چې واضح ده، هغه دا ده چې د مصنوعي زیرکتیا ټکنالوژي به ډېر زر لا نور هم ارزانه شي او مؤثریت او مثمریت دواړه به یې خورا لوړ شي.
