No-IMG

خطرناک ترینه فتنه د عقېدې ده

زما دایمان او عقیدې ورونو او خویندو !

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.

پدې کې هیڅ شک نشته چې زموږ دور په تخنیکي او ساینسي لحاظ پر مختللی دور دی، او په دې دور کې شیبه په شیبه د نړۍ له حالاتو خبریږو، که په دې هکله لږ تدبر وکړو او لید لوری مو دشریعت شارع او شارح ارشاداتو ته واړوو له حقیقته ډک وړاندوینو عملي بڼه به په څرګنده توګه ووینو.

ورونو او خویندو!

دالله (عزوجل) په خاطر زما لیکنه دیو طرف په لور برداشت نه کړئ، بلکه دهغه مبارک ارشاد په رڼا کې مطالعه کړئ، چې زه اوتاسو ئې په منلو او قبلولو مکلفیت لرو او په دې اړوند مو کلک یقین او باور دی چې دا زما درب العالمین کلام دی؛ ذره قدرې شک او ترد د مو دنیا او اخرت بربادوي.

قال الله تبارک وتعالی:إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ.(الحجرات: ۱۰)

ژباړه:یقیناً چې مؤمنان(په خپلو منځونو کې) وروڼه دي،نو د خپلو دوو وروڼو تر منځ روغه جوړه وکړئ او له الله وویریږئ چي رحم در باندي وشي.

ورونو او خویندو!

دالله سبحانه وتعالی دا مبارک ارشاد په فردي توګه اوهم په ټولنیزه توګه موږ مکلف او مسؤل ګرځوي چې د مسلمانانو  تر منځ د خیر ښېګڼې نیت سره(په نیت کې مو خطور نه وي) دروغې جوړې هڅه د حقیقتونو په رڼا کې په عدالت سره وکړو.

الله سبحانه وتعالی موږ ته دنده راکوي او پر دې مو ګماري، که کله د ورورګلوۍ دا ایماني اړیکه وشلیده، اختلاف او اختناق ولاړ شول، له تاسونه هر یو په فردي توګه او ټولنیزه توګه درنده  دنده لرئ چې دعمل میدان ته دروغې جوړې لپاره مټې بډ وهئ، هڅه او هاند به مو پر تقوی ولاړ وي،خپلې کړنې او عملونه به د الله (عزوجل) نه دویري په محک او تلي اندازه کوئ، په دغه دوران کې به له غلطي پریکړې او ناروا څرګنوونو نه د خپلو شخصي اغراضو په موخه کلکه ډه ډه کوئ، ذاتي اغراض مو دیته ونه هڅوي چې له یوه لوري پلوي وکړئ او یا یو ته په بل ترجیح ورکړئ، که دا معیار مو خپل کړ مطمئين او ډاډ من اوسئ چې د روغې جوړې عادلانه هڅه او هاند مو کړی او دا هڅې به مو یقیناً چې دالله سبحانه وتعالی د رحم او کرم وړ وګرځي.

   زموږ د هریو مسؤلیت او مکلفیت د توان او قدرت په اندازه،(په لاس، ژبه، قلم او دزړه په نیت) دی.

که دا اوصاف مو خپل کړل غوره عبادت مو کړی او دالله سبحانه وتعالی درحم امید سره د دنیا او اخرت دخیر او بریالیتوب لمن مونیولې ده.

ورونو او خویندو!

سره له دې چې موږ په یو پرمخ تللي دور کې ژوند کوو، له دې هم مه غافله کیږئ، چې په فتنو کې را ګیر یو، د پانګې تر لاسه کولو فتنه چې په هر لار وي روا وي که ناروا ، دبل په مری خوله لګول وي یا په غدر او خیانت.

دمنصب حصول او ساتل دي که په هر ې لاري وي ،غیر عادلانه سپارښتنه، دوکه، رشوت زور ، ظلم او زیاتي.

له ټولو نه ستره فتنه چې دنیا او اخرت مو بربادوي هغه ده د عقیدې فتنه، او په دې لار کې دشیطان اولینه ترجیح همدا دی.

ژوندي انسانان تل دشیطان په لمسون د ایمان او عقیدي په اړوند په خطر کې وي، د (بلعام بن باعوراء)حکایت به مو اوریدلی وي چې د وخت ستر عابد او پرهیز ګار و ، لاکن دشیطان په لمسون ئې د دنیا فناکیدونکي طمعه ئې  دنیا او اخرت برباد کړ.

ورونو او خویندو!

کلک یقین او باور ولرئ چې دچا لپاره مو خوله خلاصه کړې ده او د چا په پلوي قلم کاروئ او د چا سره په پټه او ښکاره مرسته او مینه لرئ او په همدې حال کې مرګ در باندي راغی حشر به مو له هغو سره وي.

دا روښانه دی چې موږ عملاً دجنګ او جګړې په عملي میدان او سنګر کې قرار نه لرو،خو دتاریخ په دې حساس پړاو کې قرار لرو،په ځانګړي توګه په اروپا ،امریکا او بل هر بهرني ملک کې نسبتاً په راحت ژوند کوو، خو شیطان مو په ارامه نه پریږدي، دخپل کاذب وقار، د خپل او خپلوانو منصب د قدرت طمعه او امیدونه موږ ته ښایسته کوي او هم مو د ځینوپخوانیو کړنو نه ویروي په همدې اساس شیطان مو لمسوي او هڅوي تر څو دجنګ، اختناق او وروروژني اور ته پوکی ورکړو او په جنګ اخته لوري تشویق کړو، حال داچي ټول پخواني فاصلې لنډي زړونه سره نږ دي کړو برخلاف فاصلې ولاړوو.

  موږ په مريې او غیر مريي، شعوري او غیر شعوري توګه د هغه قسم خوړلي دښمن شیطاني پلانونه او مقاصد تکمیلوو،چې په ډیر مهارت او شیطاني دسیسو غواړي موږ د سمت، ژبې، رنګ، قوم او بیلا بیلو  نومونو مو سره وویشي.

ورونو او خویندو!

واکمني، منصب اوقدرت چاته بقأ نه لري ، که ئې درلودای تر موږ هیڅکله نه رسیده.

په وژنو توطئو او پلمو واکمني بقأ نه مومي، که پاتي کیدای فرعون په زرګونه ماشومان ووژل ولې دالله سبحانه وتعالی په تقدیر همغه ماشوم چې د ده د نابودۍ سبب جوړ شو د ده په کور کې وروزل شو.

 د دې دور او وخت فرعون (بش توني بلیر) او ورسره ملګري نن په کوم حال کې ژوند کوي چې د سلګونو زرو انسانانو قاتلان دي، تاسوته دهغوی دژوند حریم معلوم نه دی چې زموږ دیو بانډه چي چوپان قدري نه حیثیت لري اونه ژوند، داخرت تکالیف ئې خو لا پاتي دي.

زموږ د نږدې لسیزو تاریخ ته وګورئ،واکمنان موڅومره په غرورو راغلل، په رسوايي لاړل، دا د دنیا دژوند حالات دي.

له بې ځایه غرورو او ګناه نه ځان وژغورئ او له الله سبحانه وتعالی نه هره شیبه د صبر، اصلاح اوثبات دعأ وغواړئ، ځکه عقیده مو په خطر کې ده.

داسي فکر ونکړئ چې عقیده مو څنګه په خطر کې کیدی شي موږ خو ډیر کلک عقیدوي مؤمنان یو.

داسي مه انګیرئ، دشیطان دیو مکر او وسواس سره مو هر څه بربادیږي، له همدې ویري زموږ خوږ پیغمبر حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم)عمل موږ ته تر قیامته د درس او خلاصون غوره دلیل دی.

عن أَنَسٍ رضى الله عنه قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ (صلى الله عليه وسلم) يُكْثِرُ أَنْ يَقُولَ: يَا مُقَلِّبَ الْقُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ، فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، آمَنَّا بِكَ، وَبِمَا جِئْتَ بِهِ، فَهَلْ تَخَافُ عَلَيْنَا؟، قَالَ: نَعَمْ، إِنَّ الْقُلُوبَ بَيْنَ أُصْبُعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ اللَّهِ، يُقَلِّبُهَا كَيْفَ يَشَاءُ.( رواه: ترمذي، احمد، بیهقي، مصنف ابن ابي شیبه،مسند آبي یعلی او ...)

وفي حديث عائشة رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أنها قالت: يا رسول اللَّه، إنك تُكثر أن تدعو بهذا الدعاء؟ ، فقال صلى الله عليه وسلم : إِنَّ قَلْبَ الْآدَمِيِّ بَيْنَ أُصْبُعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ اللَّهِ (عز وجل) فَإِذَا شَاءَ أَزَاغَهُ، وَإِذَا شَاءَ أَقَامَهُ.( رواه:احمد، سنن نسايي، سنن ابن ماجه،مستد رک الحاکم او...)

ژباړه: دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ځانګړی خادم(حضرت آنس بن مالک،رضی الله عنه) فرمايي: حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) به په تل زیات ویل:اې دزړونو اړونکي شان والا( دزړونو مالک) زما زړه په خپل دین ثابت ولره.

حضرت آنس بن مالک(رضی الله عنه) فرمايي: ماعرض وکړ: یا رسول الله(صلی الله علیه وسلم)! موږ په تا ایمان راوړی، او په هغه څه چې تا راوړی، اېا ته پرموږ ویریږي؟،حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: هو!، یقیناً چې زړه دالله(سبحانه وتعالی) د ګوتو(بلاکیف) ترمنځ دی، څرنګه ئې چې خوښه وي، اړوي ئې.

 همدا سي روایت د سیده عایشه صدیقه (رضی الله عنها) او سیده اُم المؤمنین ام سلمه(رضی الله عنها) نه هم دی.

دا مبارکه دعأ رحمت اللعالمین سیدناحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) کوله، ایا موږ د دې وړ نه یو چې یوه شیبه هم غفلت ونه کړو ، ځکه هره شیبه دشیطان نښې ته برابر یو، په بیلا بیلو لارو او شومو هدفونو مو وسوسه کوي او حتی له ایمانه مو خلاصوي، دیته کله متوجه شوي یاست؟

عن أبي هريرة (رضي الله عنه) عن النبي (صلى الله عليه وسلم): َقالَ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم : بَادِرُوا بِالْأَعْمَالِ فِتَنًا كَقِطَعِ اللَّيْلِ الْمُظْلِمِ يُصْبِحُ الرَّجُلُ مُؤْمِنًا وَيُمْسِي كَافِرًا أَوْ يُمْسِي مُؤْمِنًا وَيُصْبِحُ كَافِرًا يَبِيعُ دِينَهُ بِعَرَضٍ مِنْ الدُّنْيَا . (رواه مسلم)

 ژباړه: دنیکو اعمالو په لور هڅه وکړئ!، وړاندي له دې چې فتني راورسیږي، لکه دشپي ترګمیو په څیر.

انسان په سهار کې مسلمان وي شپه کافر، شپه مسلمان وي ورځ کافر شي،خپل دین په دنیا پلوري.

ورونو او خویندو!

 ډیر سخت او ستونزمن حالت دی کوم چې رسول الله(صل الله علیه وسلم) ئې سپارښتنه کړي ده.

 یوتن په شپه مسلمان وي سهار له کوره ووځي مسلمان ، داسي عمل به وکړي چې ایمان ئې لاړ شي، یا به ورځ مسلمان وي کورته به راشي مسلمان خو داسي یو عمل به ترینه صادر شي چې له ایمانه ئې خلاص کړي،متوجه به هم نه وي ، که په دغه وخت ئې نیټه پوره وي او مرګ راشي، د غضب ملایکي دروح اخستو لپاره حاضر شي دی به وايي چې زه مسلمان یم، خو ملائکې به وايي: ته دفلان عمل په تر سره کولو سره کافر شوی ئې، دایمان او کفر تر منځ یواځي څو ساعته بیان شوي.

 کوم وخت او فر صت چې الله سبحانه وتعالی درکړی دهغه درضأ تر لاسه کولو هڅه وکړه، دهغه هدایت او لار ښوونې ځان لپاره دلاري مشعل وګرځوه، خپل دین د  دنیأ په طمعه او رنګینو مه پلوره، دنیا دڅو ورځو ده، موږ ابدي ژوند په لور روان یو، هلته دسختیو توان نه لرو، هلته هر څه په حقیقت ولاړ دي دوکه، فریب او چل کومه اغیزه نه لري.

مسلمان وروره!

موږ بالاخره قبر ته روان یو، له موږ نه وړاندي څه شول د دنیا ستر ستر قومونه ، واکمن چې ځانونه ئې دهر څه مالکان ګڼل په ظلم او بر بریت کې مثالونه لري ، د دوی پرخلاف څه شول ښه اونیک خلک، اولیأ او پیغمبران؟، دټولو منزل یودی.

ورونو او خویندو!

 فتنې پیژنو خو بیا هم دشیطان منو، له شر او اخروي زیان ئې ځانونه نه شو ژغورلی، د دنیا مینه دمنصب خواهش د کفارو خوشحالي او نفاق لپاره د قرانکریم هدایاتو په خلاف عمل  دا هغه څه دي چې ژوند مو له خوشحالیو لري کوي ،قبر ته مو ترګمۍ راوړي او داخرت تل پاتي عذابو سره مو مخ کوي.

ورونو او خویندو!

اوس هم فرصت لرو، خپل رب ته په سجده شو، توبه وکړو او لوړه وکړو چي هیڅکله د الهي او نبوي ارشاداتو خلاف نه کوو،(إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ ) ان شأالله دنیاوي ژوند مو له ډاډ او اخروي نعمتونه دالله سبحانه وتعالی درضأ سره زموږ په برخه وي.

اللهم إنا نسألك الثبات على الدِّين، ونسألك حُسْنَ الخاتمة، وأن تُوفِّقَنا لمتابعة نبينا محمد عليه الصلاة والسلام في جميع أعمالنا القولية والفعلية. الهم آمین

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک