No-IMG

قرباني حکم

أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ.

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ.

إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ (۱) فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ (۲) إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ.(الکوثر:۳)

ژباړه: إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ:تاته مو بې شکه چې در وبخښو کوثر.

فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ : نو وکوه خپل رب ته دي ،لموځ او قرباني.

 قال الله تبارک وتعالی: قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ.(الانعام :۱۶۲)

ژباړه: ووایه! بې شکه چې لمونځ مي،قرباني مي، ژوند مي او مرګ مي دعالمیانو رب ته دي.

عن أبي هريرة ان رسول الله (صلى الله عليه وسلم) قال: مَن كان له سَعَة، ولمْ يُضَحِّ، فلا يَقْرَبَنّ مُصَلّانا.(رواه ابن ماجه واحمد)

ژباړه: له أبي هريره(رضی الله عنه)نه روایت دی چې فرمايي: وفرمایل حضرت رسول الله (صلى الله عليه وسلم): هرهغه څوک چې توان ولري(د قرباني لګښت او پانګه ورسره وي یعني فی الحال مالک دنصاب وي) او دی قرباني ونکړي زموږ عیدګاه ته د نه نږدي کیږي معنی داچې زموږ سره به د اختر لمونځ نه کوي.

دا دی دالله سبحانه وتعالی حکم او د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) هدایت او لار ښوونه....

 دقرباني تعریف

حلال څاروي ،اوښ نر وي که ښځه، غوا نر وي که ښخه ، میده مال(پسه او اوزه) نر وي که ښخه، چې ثنی یا مسن وي او پسه که جذعه هم وي په نیت دعبادت، د اختر په ورځو کې ذبح ته قرباني وايي.

 دقرباني مشروعیت

دفقهاوو په اتفاق ، قرباني دهجرت په دویم کال دقرآنکریم، نبوي احادیثو( دوم) سنت:مشروعیت قربانی بوسیله قول و فعل و تقریر پیامبر صلی الله علیه وسلم ثابت شده است و هرسه مورد مذکور را می توان در حدیث زیر استنباط نمود:) او عمل دصحابه کرامو په اساس مشروع او ثابت دی.

 رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له هغه سره صحابه ئې کرامو او له هغه وروسته صحابه (رضی الله عنه) او بیا تابعین، تبع تابعین  بلکه تر ننه د قرباني چاري په همغه طریقه تر سره کیږي څرنګه چې په مبارکو ارشاداتو کې لار ښوونه شوي، هیڅو ترې منکر نه دی.

دقرباني شرعي حکم:

 قرباني واجب دی

 دحنفي مذهب د فقهاوو په قول قرباني په هر هغه چا چې په همدغه وخت کې مالک دنصاب وي  قرباني پرې واجب دی، همدا راز  حضرت امام لیث بن سعد ، حضرت امام اوزاعي په شمول یو شمیر فقهاوو همدا قول تاید کړی،حضرت شيخ محمد بن صالح العثيمين (رحمه الله) په (فقه السنة ابن عثیمین) کې لیکلي:  دامام مالک ظاهر مذهب هم همدا و او یو روایت د امام احمد بن حنبل(رحمه الله ) نه هم روایت شوی.

شیخ الاسلام(ابن تیمه(رحمه الله)  همدا قول غوره او صحي بللی دی.

 د دوۍ دلیل د قرانکریم او نبوي حدیثو په رڼا کي ورکړل شوی.

قال الله تبارک وتعالی:فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ : نو وکوه خپل رب ته دي ،لموځ او قرباني.

 دوي فرمايي: دلته حکم دوجوب دی

قال رسول الله(صلی الله علیه وسلم):كان له سَعَة، ولمْ يُضَحِّ، فلا يَقْرَبَنّ مُصَلّانا.

حضرت جندب بن سفیان بجلی(رضی الله عنه) فرمايي:موږ د اختر په ورځ دسیدنا حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) خدمت کي حاضر وو،ما ولید چې وې فرمایل:من ذبح قبل أن یصلی فلیعد مکانها أخری، و من لم یذبح فلیذبح.( متفق علیه)

ژباړه:هر هغه چا چې داختر لمانځه نه وړاندي(څاروی ) ذبح کړ؟، (وروسته لمانځه) نه د دهغه پرځای بل قرباني وکړي، هغه چاچي (څار وی) نه وي ذبح کړی ؟ هغه د خپل څاروی قرباني کړي.

معنی داچي وړاندي لمانځه نه قرباني نه ده صحي قرباني ذبح وروسته لمانځ وي، له دې امره هم دوی د وجوب امر اخلي.

دحضرت مخفف بن سلیم( رضی الله عنه) نه ابن ماجه روایت کوي، چې دی فرمایی: دعرفې په ورځ دسیدنا حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) خدمت کي حاضر وم چې ويې فرمایل:یا أیها الناس إن علی کل أهل بیت فی کل عام أضحیة و عتیرة.

ژباړه: اې خلکو!  په هرې کورنۍ ،په هر کال کې قرباني او عتیره واجب دی.

عتیره څه ته وايي؟ عتیره هغه ذبح ته وايي چې هغه ته (رجبیه) ویل کیږي معنی داچي  رجبیه دهغه څاروي ذبح ته ویل کیږي چې د رجب دمیاشتي په لمړیو لسو ورځو کې قرباني کیده.

يادښت: د عتیره(قرباني ) منسوخ شوی، دصحیحینو په روایت،حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم)فرمایلي :(لافرع و لاعتیره)  فرع او عتیره نشته یعني منسوخ شوي

قرباني موکد سنت دی   

د مالکي ، حنبلي او شافعي مذاهبو دجمهورو فقهاوواو د ابن  حزم‌ په شمول دځینو نورو فقهاوو په نزد قرباني موکد سنت دی نه واجب ، دوي دقرآنکریم حکم استحبابي بولي او همدا قول د حنفي مذهب د ستر عالم امام ابو یوسف(رحمه الله )هم دی.

خو دوی بزرګانو کله هم قرباني نه دی ترکه کړې.

(جواهر الاکیل شرح مختصر الخلیل) کې ویل شوي چې که څه هم قرباني ددې بزرګانو په نزد موکد سنت دی ،خو هغه څوک چې توان لري او بیا هم قرباني نه کوي مکروه عمل کوي.

د دوی  دځینو ځواب ددې مبارک قول...

قال الله تبارک وتعالی:فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ : نو وکوه خپل رب ته دي ،لموځ او قرباني.

دلته(فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ ) له نحر نه مراد که قرباني شي نو معنی د وجوب نه ورکوي بلکه دادی چې نحر به دالله لپاره وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک