No-IMG

حج الاکبر او حج الاصغر

قال الله تبارک وتعالی: وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ ۚ فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ ۖ وَلَا تَحْلِقُوا رُءُوسَكُمْ حَتَّىٰ يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ ۚ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ بِهِ أَذًى مِّن رَّأْسِهِ فَفِدْيَةٌ مِّن صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ ۚ فَإِذَا أَمِنتُمْ فَمَن تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ ۚ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ فِي الْحَجِّ وَسَبْعَةٍ إِذَا رَجَعْتُمْ ۗ تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ ۗ ذَٰلِكَ لِمَن لَّمْ يَكُنْ أَهْلُهُ حَاضِرِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ.(البقره :۱۹۶)

ژباړه: او حج او عمره دالله لپاره تر سره کړئ، که مو مخنیوی وشو نو بیا( ئې فدیه) دقربانۍ هغه څاروی دئ چي میسر وي او خپل سرونه تر هغه مه خرېيئ چي داڅاروي دحلالیدو خپل ځای ته ورسي، نو که ستاسو څوک بیمار وي او یا دسر له کومي برخي ځوریږي، نو بیا فدیه ده دروژې یاصدقې یا قربانۍ، او بیا کله په امن شئ نو که څوک تر حج پوري له عمرې ګټه واخلي نوبیا دقربانۍ هغه څاروی دئ چي میسر وي،نو که چا ونه موندو نو بیا دحج په ورځو کي درې ورځي روژه او له راستنیدو وروسته اوه ورځي روژه ده، چي دا پوره لس ورځي کیږي، داد هغه چا لپاره ده چي کورنۍ ئې دمسجد الحرام(دشاوخوا) اوسیدونکې نه وي، او له الله وویریږئ او په دې پوه شئ چي الله سخت عذاب ورکونکی دئ.

(وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ ۚ ):او حج او عمره دالله لپاره تر سره کړئ.

دا دعوامو اصطلاح دی چې عرفه دجمعې په ورځ برابر شي حج اکبر وي، حال داچې نه په قرآنکریم کې داسي اشاره شته اونه په احادیثوکې د دې کوم ثبوت.

په قرآنکریم کې دحج الاکبر لفظ دعمرې په مقابل کې ذکر شوی، چې دواړه ئې ځانګړي احکام اودمناسکو ادأ کولو لپاره ئې ځانګړي وختونه ټاکل شوي.

که څه هم چې دعرفې ورځ دجمعې ورځي سره موافق راشي په ځینو ارشاداتو کې فضیلت بیان شوی  لکه...(أفضل الأيام يوم عرفة إذا وافق يوم الجمعة ، وهو أفضل من سبعين حجة في غير جمعة.)

رزین بن معاویه(رحمهما) په خپل تالیف (تجرید الصحاح) کې ورته مرفوع حدیث ویلي، ځینو ورته ضعیف ویلی او یو شمیر محدثین ئې له صحته منکر بلکه باطل بولي لکه ابن قيم الجوزي په خپل تالیف( زاد المعاد لمړی ټوک، ۶۵ مخ )کې لیکي:دا خبره چې عرفې ورځ دجمعې له ورځي سره برابره شي (۷۰) حجونه شمیرل کیږي یا داوویاووحجونو ثواب تر لاسه کیږي، دعوامو خبره دی داسي کومه خبره نه د حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) نه ثابت دی، نه دصحابه(رضی الله عنهم) نه اونه له تابعینونه.(والله اعلم)

 خو د دې له فضیلت او مقام نه هیڅوک انکار نه شي کولی چې عرفه او جمعه دزیاتو برکتونو او ارزښتونو لوړ مقام لري چې دواړه ورځي سره موافق راشي فضیلت اوعزمت ئې لوړیږي او هم ئې خیراو برکتونه .(أن شأ الله).

داونۍ په ورځو کې غوره او بهتره ورځ، ورځ دجمعې دی، د کال په ورځو کې غور ورځي  د عرفې او لوی اختر ورځي دي،همدا راز د اونۍ په شپو کې غوره شپه د جمعې دی او دکال په شپو کې غوره شپه د قدر شپه دی، په همدې اساس که دعرفې ورځ د جمعې ورځي سره برابره راشي فضیلت ئط په نورو ورځو خورا زیات دی.

په ځینو معتبرو کتابونو کې ذکر دی چې دعرفې ورځ دجمعې ورځي سره برابره شي د دې حج فضیلت (۷۰) برابره زیات دی.

د درمختار په کتاب اسرار الحج کې متن دی:أفضل الأيام يوم عرفة إذا وافق يوم جمعة ، وهو أفضل من سبعين حجة في غير جمعة.

دشافعي مذهب معتبر کتاب (مغنی المحتاج:لمړی ټوک،۴۹۷ مخ) متن:إذا وافق يوم الجمعة يوم عرفة : غَفر الله تعالى لكل أهل الموقف ، أي : بلا واسطة ، وغير يوم الجمعة بواسطة ، أي : يهب مسيئهم لمحسنهم.

امام جلال الدین سیوطي(رحمه الله) مولف د جامع الصغیر والکبیر دهغه حج پنځه لوړ ارزښتونه بیانوي دکوم کال حج چې دعرفې ورځ ئې دجمعې له ورځي سره برابر راشي.

۱: دا حج د سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دحج سره موافق راځي کومې ورځي چې الله سبحانه وتعالی دهغه لپاره غوره کړي و.

عبدالله ابن عمر (رضی الله عنه) روایت دی چې حجة الوداع حج د عرفي ورځ د جمعې په ورځ راغلی و.

۲: هر نیک عمل په خپل وخت کې مقام او غوره والی تر لاسه کوي همدا راز دجمعې مبارکه ورځ د اونۍ په ورځو کې غوره ورځ دی.

۳: دجمعې په ورځ یو ساعت دی چې په هغه کې دعا نه ردیږي، حاجې صاحبان وروسته له زواله وقوف کوي چې ټول وقوف کې دعبادت مغز دعا دی.

۴: دجمعې ورځ دمسلمانانو داختر ورځ وي او دعرفې ورځ د حجاجو اختر وي ، ځکه د حاجیانو لپاره دعرفې په ورځ روژه نیول مکروه دي، دواړه اخترونه چې په یوه ورځ برابر شي خیر او برکتونه ئې هم څو برابره زیاتیږي.

۵: کله چې حج دجمعې په ورځ برابر شي الله سبحانه وتعالی دوقوف ټول خلک پرته له واسطي بخښي.

همدا راز ځينې نور بزرګان لیکي :

امام نووي (رحمه الله) په شرح دمسلم کې د ځینو علماوو په قول لیکي : داونۍ په ورځو کې غوره ورځ دجمعې دی او دکال په ورځو ې غوره ورځ دعرفې دی.

۲: عرفه که دجمعې په ورځ راشي داهم لوړ فضیلت دی چې الله سبحانه وتعالی په همدې ورځ دین(اسلام) دبندګانو لپاره کامل او پوره کړی.

په صحیح البخاري کې دحضرت طارق بن شهاب په قول روایت دی چې یو تن یهودي حضرت عمر بن الخطاب(رضی الله عنه) خدمت ته حاضر شو او عرض ئې وکړ:اې آمیر المؤمنین! ما ستاسو په کتاب کې یو آیت ولوست ؛که دا په یهودو نازل شوی وی؟، او موږ ته دنزول ورځ ئې معلوم وی؟ ،موږ به هغه ورځ د اختر نیولې وه.

حضرت عمر بن الخطاب(رضی الله عنه) وفرمایل: کوم آیت دی؟، یهودي سورت المائده:۳، ایت تلاوت کړ(اليوم أكملت لكم دينكم وأتممت عليكم نعمتي ورضيت لكم الإسلام دينا: نن مو ستاسي دین درته بشپړ کړ او خپل نعمت مي در باندي پوره کړ او اسلام مي د دین په توګه درته غوره کړ.).

حضرت عمر بن الخطاب(رضی الله عنه) وفرمایل: زه پوه یم چې دا مبارک آیت په کومه ورځ او په کوم مقام کې نازل شوی؛ دا مبارک آیت په سیدنا حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) په ورځ دجمعې کې په مقام دعرفات کې نازل شوی، چې موږ درسول الله (صلی الله علیه وسلم) خدمت کې حاضر وو.

کومې ورځي ته حج الاکبر ویل کیږي؟

قال الله تبارک وتعالی:وَأَذَانٌ مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الْأَكْبَرِ أَنَّ اللَّهَ بَرِيءٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ ۙ وَرَسُولُهُ ۚ فَإِن تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ وَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللَّهِ ۗ وَبَشِّرِ الَّذِينَ كَفَرُوا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ. (التوبه : ۳)

 ژباړه:او دالله اورسول له لوري ئې خلکو ته دستر حج په ورځ اعلان دی چې الله او رسول ئې له دغو مشرکانو بې زاردي، بیا که توبه وکړي نو دا درته غوره دی، اوکه مخ واړوئ نوپوه شئ چې دالله عاجزونکي نه یاست، او هغو ته چې کافران شوي  د دردناک عذاب زیری ورکړه.

دبرائت اعلان د حج الاکبر ورځ ښودل شوې.

د ذی الحج په ټاکلو ورځو کې دحج مناسکو پرځای کولو ته حج اکبر او د کال په نورو ورځو کې دمناسکو ادا کولو ته حج اصغر(عمره) وايي.

دهجرت نهم کال د مکې مکرمې د فتحې دویم کال و چې سیدنا حضرت ابو بکر صدیق (رضی الله عنه) دحج امیر وټاکل شو او سیدنا حضرت علي (رضی الله عنه) د رسالت دکورنۍ لخوا دبرأن اعلانونکی.

دبرات اعلان په عرفات کې د ابو بکر صدیق (رضی الله عنه) له امامت وروسته حضرت علي (رضی الله عنه) اعلان کړ او هم په منی کې د اختر په ورځ دا اعلان تکرار شوی

د صحابه يې کرامو ، ایمه مجتهدینو او تفسیر امامانو په دې تفسیر کې بیلا بیل اقوال ذکر کړي.

سیدنا حضرت عمر فاروق،عبدالله ابن عباس، عبدالله ابن عمر ،عبدالله ابن زبیر او ځینو نورو صحابه ئې کرام(رضی الله عنهم) په نزد یوم الحج الکبر نه مراد دعرفې ورځ دی.

 د دوی دلیل: قال النبي (صلى الله عليه وآله وسلم): الْحَجُّ عَرَفَةُ.

أخرجه أحمد في مسنده، ورواه أبو داود والترمذي والنسائي وابن ماجه في السنن.

كما رواه ابن حبان والحاكم وصححاه من رواية عبد الرحمن بن يعمر الديلي.

قال النبيّ (عليه الصلاة والسلام): الحجُّ عرفةُ ، فمن أدرك عرفةَ فقد أدرك الحجَّ.

یو شمیر بزرګانو په نږد یوم الاحج الکبر نه مراد ورځ د لوی اختر(یوم النحر)دی.

صحیحین د عبدالله ابن عباس(رضی الله عنهما)  نه روایت کوي:

حديثَ النبيّ (عليه الصلاة والسلام) في يوم النَّحْر وهو يخطب بالصحابة (رضوان الله عليهم)، إذ قال: أيُّ يومٍ هذا ؟ قالوا : يومُ النَّحرِ ، قالَ : فأيُّ بلدٍ هذا ؟ قالوا : هذا بلَدُ اللَّهِ الحرامُ ، قالَ : فأيُّ شَهْرٍ هذا ؟ ، قالوا : شَهْرُ اللَّهِ الحرامُ ، قالَ : هذا يومُ الحجِّ الأَكْبرِ...

حضرت مجاهد، امام سفیان الثوري فرمايي: دحج الاکبر نه مراد حَجُّ القِران دی او د حجّ الأصغر نه مرادحجّ الإفراد دی.

حضرت امام جساس په احکام القرآن کې فتوی لیکلې ده چې ایام الحج ته دحج اکبر په ویلو سره قرآنکریم څرګند حکم دی چې دا ورځي دحج اکبر دي په همدې اساس په دې ورځو کې د عمرې مناسک تر سره کول منع دي.

وقوف د عرفات دحج رکن اعظم دی، له هر چا چې پاتي شو حج ئې فوت شو.

وقوف نه مراد په عرفات کې دریدل دي د عرفې په ورځ چې د ذی الحج میاشتي نهمه نیټه دی.

دوقوف وخت د عرفې ورځي له زوال نه وروسته د یوم النحر ورځي دسهارتر ختو دا ټول وخت دوقوف دی.

دعرفې ورځي له زواله وروسته په احرام کې وقوف (دریدل) دي که دا یوه شیبه هم وي وروسته له زواله، وروسته له مازدیګره، وروسته له ماښامه وروسته له ماسختنه تر اخري وخت دشپي تر هغه چې دیوم النحر(داختر ورځ) سهار نه وي ختلی دا ټول وختونه دوقوف عرافات دي که چا وموند دحج رکن اعظم( ستر رکن) ئې پرځای کړ که له چا پاتي شو حج ئې پاتي شو.

یو شمیربزرګانو په نزدحج اکبر یوم النحر یعنې د ذی الحج دمیاشتي لسمه نیټه دی.

 سفیان ثوري اویو شمیر ایمه کرامو دا اقوال راټول کړي  او بیا فرمايي: دحج پنځه ورځي ( له ۸ نیټينه تر ۱۲نیټي) دحج اکبر مصداق دی، چې دعرفې او قرباني ورځې هم پکې شامل دي.

دمعارف القران بیان دی چې دیوم جمله په منفرد ډول راوړل د عربي قواعدو عین مطابق دی که څه هم چې ډیرې ورځي هم وي لکه یوم بدر، یوم احد ...

قرآنکریم په اصطلاح دهر کال حج حج اکبر دی، دا چې په عوامو کې حج اکبر هغه حج ته ویلی شي چې دعرفې ورځ د جمعې په ورځ برابره شي په قرآنکریم او نبوي احادیثو کې کوم اصل نه لري.

 دا بیله خبره ده چې په کوم کال کې رسول الله(صلی الله عبیه وسلم) حج تر سره کړ په هغه کال کې عرفه دجمعې ورځي سره برابره شوې وه،کوم ته چې حجةالوداع اوخطبې ته ئې خطبةالوداع وايي دا په خپل ځي خپل فضیلت مګر دقرآنکریم د مبارک آیت مطلب دا نه دی چې دا حج حج اکبر وي اونه ئې کوم اصل،په قرآنکریم، نه په حدیثو اونه د صحابه ئې کرامو په اعمالو او وینا وو کې روایت شته.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک