قرباني - لومړی درس
قال الله تبارک وتعالی:(فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ :نو وکوه خپل رب ته دي ،لمونځ او قرباني.)
قال الله تبارک وتعالی: قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ.(الانعام :۱۶۲)
ژباړه: ووایه! بې شکه چې لمونځ مي،قرباني مي، ژوند مي او مرګ مي دعالمیانو رب ته دي.
قرباني کول عبادت دی او عبادت پرته له الله (جل جلاله ) نه بل چاته روا نه دی.
قرباني به په ځانګړي توګه دالله سبحانه وتعالی درضأ لپاره وي.
دقرباني شرعي حیسیئت
دقرباني په شرعي حیثیئت کې اختلاف دی ، څوک ئې واجب او څوک ئې موکد سنت بولي چې تفصیل به ئې وروسته درسو کې شرحه شي خو د ثواب او عبادت په هکله ئې ټول متفق دي.
پانګه وال چې قرباني نه کوي
هغه څوک چې توان او پانګه لري بیاهم قرباني نه کوي هغوی د د مسلمانانو عیدګاه ته نه نږ دي کیږي.
عن أبي هريرة ان رسول الله (صلى الله عليه وسلم) قال: مَن كان له سَعَة، ولمْ يُضَحِّ، فلا يَقْرَبَنّ مُصَلّانا.(رواه ابن ماجه واحمد)
ژباړه: له أبي هريره(رضی الله عنه)نه روایت دی چې فرمايي: وفرمایل حضرت رسول الله (صلى الله عليه وسلم): هرهغه څوک چې توان ولري(د قرباني لګښت او پانګه ورسره وي یعني فی الحال مالک دنصاب وي) او دی قرباني ونکړي زموږ عیدګاه ته د نه نږدي کیږي معنی داچې زموږ سره به د اختر لمونځ نه کوي.
قرباني کونکو ته لمړی هدایت
هر هغه څوک چې دقرباني کولو نیت لري او یائې دقرباني لپاره څاروی اخستی وي او یائې روزلی وي، د ذی الحج میاشتي په لیدو غوره دی چې دخپل بدن اضافي غړي، لکه ویښتان او نوکان قطع نه کړي.
دلیل:عن أم سلمة (رضي الله عنها) قالت: قال رسول الله (صلى الله عليه وسلم): مَنْ كان له ذِبْحٌ يَذْبَحُهُ، فإذا أُهِلَّ هِلال ذِي الحِجَّة، فلا يَأْخُذَنَّ من شَعْرِه ولا من أظْفَارِه شيئا حتى يُضَحِّي. (متفق علیه)
ژباړه:رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: هر هغه څوک چې دقرباني لپاره څاروی ولري(دقرباني کولو اراده اونیت ئې وي) د ذی الحجې دمیاشتي په را ختلو سره به سم نه د بدن اضافي ویښتان قطعه کوي اونه نوکان، تر هغه چې قرباني وکړي(د اختر په ورځ دخپل قرباني څاروی حلال کړي).
دسنتونو اخستل
دویښتانو او نوکانو اخستل ،دنظافت لپاره لازم دی خو دلته حکم دثواب دی چې پریښودل شي،په حکمت ئې الله سبحانه وتعالی ښه خبر دی.
دویښتانو او نوکانوقطع کول ،خریل او اخستلو نه ځان ساتل زمونږ لپاره مستحب دی، دهغه چا لپاره چې د حج او عمرې په احرام کې وي پرته له عذره ئې، خریل، قطع او اخستل حرام دي.
