د سړيو جغرافيه
نارينه د ۱۴ تر ۱۸ کلنۍ پورې
لکه شمالي کوريا داسې وي
غورځې پرځې او سرغړونې ډېرې کوي خو قدرت او زور نه لري.
له ۱۸ تر ۲۰ کلنۍ
لکه هندوستان داسې وي
د ژوندکولو لپاره څلور لارې د ځان په وړاندې ويني
يا پوهنتون يا پوځ
يا ډېر وخت عاشق کېږي
يا ژوند هسې په بيستو کې پرې تېر شي.
له ۲۰ تر ۲۷ کلنۍ پورې
لکه کاناډا داسې وي
ډېر خون ګرم او مهربانه
د هرې جينکۍ لپاره ژر د منلو او قبلېدا وېزا صادروي
د ۳۷ او ۳۲ کلنۍ تر منځ
لکه ترکيه داسې وي
په دې مانا چې په دام کې نښتي دی
او يوازې د خپل لوی رييس خبرو ته چې مېرمن يې ده بايدغوږ ونيسي (ترکان رجب طيب اردوغان ته غوږ نيسي)
له ۳۲ تر ۴۰ کلنۍ
لکه جاپان داسې وی
په بشپړ ډول يې کار ته ملا تړلې وي
ښه او روښانه راتلونکې په شپه و ورځ کار کې ويني
د ۴۰ او ۵۰ کلنۍ تر منڅ
لکه روسيه داسې وي
ډېر پراخ، ارام او په ټولنه کې د ډېر روب و داب څښتن
د ۵۰ تر ۶۵ کلنۍ تر منځ
لکه له شوروي اتحاد نوي ازاد شوي دمنځنۍ اسيا هېوادونه
پخوانۍ ځلانده دوره او نامعلومه او ورکه اينده.
له ۶۵ کلنۍ وروسته دعمر تر پايه لکه سعودي عربستان خلک به يې يوازې دمال او شتمني لپاره احترام کوي.
