No-IMG

د حزب اسلامي مشرانو او جهادی قومندانانو ناسته

تېره ورځ د حزب اسلامي دفتر دارالامان کې د مشرانو او جهادي قوماندانو ناسته تر سره شو

د دې محترمو مشرانو او کشرانو ځانگړی اوصاف دا دي:

1- په تیرو دواړو بهرنی یرغلگرو په وړاندی دجهاد دبرخی ویاړالله پاک ورکړی دی.

2-د جهاد، مبارزی او فداکاری میدان کې مخکښ او دامتیاز څخه هیراو سفارش وخت کی گمنام.

3- دوی تر اوسه د حزب اسلامی محترم امیر ترڅنگ ثابت قدم پاتی دی. مذبذب او یوځای بل ځای تللی ندی.

4- یقینا په حزب کی  د ناخوالو او د جفا په وړاندی صبر، تحمل او الله پاک ته شاکی دی نه د پردیو دروازو ته د خپل د کور د مشر شکایت کوي.

* سره لدی چی دا مجلس نه سیمینار او نه رسمي غونډه وه بلکی یوه کوچنی میلمستیا وه د دی دوستانو شمیر د نږدې سیمو څخه 300 کسانو ته رسید خو د دفتر د نه امکاناتو په وجه محدود دوستان د شخصي شناخت او دعوت په حساب راغلی وو.

خو اوس نورو ډیرو شکلی همدا اوصافو مجاهدینو ته ملامت یم چی هغوی ته زمینه مساعده نکړی شوای.

ځکه الحمدلله حزب اسلامي د داسې اوصافو مجاهدینو څخه ډک دی.

*په پرونی مجلس کې سره  د کم وخت چاته چی وخت وو نو هرمحترم  مشر او محترم قومندان خپل نظریات  د یو با استعداده شخصیت په توگه داسې وړاندی کړ:

یو محترم جهادي مشر قومندان صاحب وویل:

د حزب اسلامي د دواړو جهادو برخه اخیستونکی قومندانان په اصل کی رهبران او مشران دي. صاحب د نظر، قوت او خلکو کې نفوس لري.

یو بل محترم جهادي مشر ح. م .وویل :

د حزب اسلامي مجاهدین او قومندانان صبر او حوصله لري قربانی ته حاضر دي د حزب اسلامي څخه تمه او غوښتنه نلري، او باید شکایت ونکړی!.

قربانی ورکړی! دحزب اسلامی هرنوع قومندی ته حاضر وی. صبر اوتوکل ولری!

فقط  یوه غوښتنه ضرور ده : چی د مظلوم او بیوسه مجاهد لاس نیونه اوشی او هغه هیر نشی!!.

 

- بل محترم جهادی مشر م.د وویل:

مونږ تول په زړه کی درد لرو ، خو که شکایت  لرو خپل کور کی لرو پردیو ته نلرو .

د حزب قومندی ته هر وخت حاضر یوو د حزب اسلامي امیر سره ولاړ یوو.

 

-یو بل محترم ق .وویل :

دوه نوع سیاست دی یو اسلامی سیاست بل کفري سیاست.

مونږ باید د حزب اسلامي قانون سیاست باید عملي کړو. اسلامي سیاست وکړو.

داسی معلومیږی چی مونږ اوس د اسلامي سیاست څخه لرې پاتی یوو

ځکه د اسلامي سیاست سره که دولت تر لاسه نشی اولس خو درسره وی .

اوس مونږ سره نه حکومت شته او نه اولس. باید ځانونو کی تغیرات راولو.

 

- یو بل محترم مشر ق. وویل :.

حزب اسلامی کی دری نوع حزبیان دی:.

1- د مجبوریت حزبیان.

2- د گټواوامتیاز اخیستلو حزبیان.

3- فکري او متعهد د فداکاریو حزبیان

  دا حزب اسلامی  همدا حزبیان مخته وړی نه هغه نور.

 

- یو بل مشرجهادي ع. ق. وویل

متاسفانه د محترم مشر راتگ سره داسی کسان د مشر څخه راتاو شول چی زمونږ د صلیبی په ضد جهاد ته یی مسخره کوله. او زمونږ بندیانو او مجاهدینو باندې ملنډی وهلی.

الله پاک دی دوی وشرموي.

 

یو بل جهادی مشر م .ق وویل:

د کافرو څخه گیله نده پکار د خپلو ورونو څخه .

زمونږ 38 کسان کابل کې په لنډ وخت کې شهیدان شو باید مسئولین پوښتنه وکړي!

د یو مخلص مجاهد د ملاقات زمینه مشره سره نه جوړیږی خو یو غوړ سرمایه دار ته ملاقات وخت مساعد وي.

-باید قومندانانو ته توجه اوشي د هغوی صحیح استفاده د خیر وشي.

 

-اوس هم

د حزب اسلامي په اندازه قوت څوک نلري. مجاهدین اوس هم جهاد او قربانی ته حاضر دی زامن او لمسیانو سره حاضر دی.

باید د مجاهدینو قوت جوړ شي !.

نن سبا چی قوت ونلری څوک در ته سلام هم نه اچوی.

- نظم اواتفاق ته فکر شی.

-قومندانان باید قانوني باډي گارد ولري.

 -دلته داسې کسان شته چی هیڅ مشکل نلري خو باډی گارډ گرځوي.

- قومندانان باید قانوني دفتر او مرکز ولري.

 

* بل د حزب د لوگر د کوچیانو جهادی ق. مشر وویل:

- حزب اسلامي اوس نه روان دی اونه ولاړ.

هرڅه لری خو په سقوط دی.

- د حزب ټول مجاهدین په سقوط دی..

-دحزب ورونه باید د عقیدی او اسلام په بنا جدي توجه وکړی!

-افسوس خبره ده د حزب مجاهدین قربانی ته حاضر دی خو د سقوط حالت روان دی دا سقوط د ناامیدی څخه راولاړیږی.

- محترم مشر حکمتیارصاحب د افغانستان نه، بلکه د عالم اسلام د نن زمانی نابغه دی

خو کابل ته راتگ یی بې وخته وو.

اوس مونږته هر څوک پیغور راکوي.

- اوس داسې حالت راغلی چی کمونستان ځوانان او بد زبانه زنانه یی، حزب اسلامی ته کنځلی کوي، ملنډی وهي.

زمونږ ځوانان او زمونږ خویندی او زنانه باید فیسبوک او نورو مجازي صفحاتو کی هغوی ته په اسلامي روحیه او جذباتو ځواب ورکړي!!

-خپلو مینځو کی شکایاتو تیر شی!!.

 

دی محترم مشر وویل:

حزب اسلامی کی دوه رنگه خلک خفه دی.

1- د مادیاتو نه ترلاسه کولولپاره خفه دی.

2- د حزب اسلامي پدی حالت باندې خفه دی.

هغه قومندان صاحب وویل :       د حل لاره :.

هرڅوک چی حزب کی کار شروع کړي حزب ژوندی کیږي. خو د یو بل په تمه. کار مخته نه ځي.

یو ځل د خبرو مینخ کی ووتلم بیایو محترم ق.صاحب اخطار راکړ وویل مونږدی میلمانه کړی یوو اوس به زمونږ خبروته به غوږ باسی !

په هرترتیب په اخرکی محترم مشر قاضی صاحب حکیم دیری ښکلی خبری وکړی د ټولو د زړونو د قوت سبب شول.

 

په احترام

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

طیب

السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته د هغه جناب په هکله به ووایم چي، ویل یی: حکمتیار صاحب نه یواځی د افغانستان بلکه د عالم اسلام د نن زمانې نابغه دی خو کابل ته راتګ یی د وخت مخکی وو. نو زه به ورته ووایم چي جنابه که داسي وي لکه ته چي وایې نو بیا خو اصل نابغه ته یی، ځکه کابل ته په راتګ او نه راتګ ته ښه پوهیږی نه مشر باید په عموم کي ووایم چي کاش دا راپور پر عمومي صفحه نه وای نشر سوی، ځکه ډیري داسي کمزوري او د شکایاتو خبري پکښې وې چي اغیار ته ښه نقطې په لاس ورغلې.

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک