عبيد الله ساحل
د عبيد الله ساحل لیکنی
موږ وخت سره نهايت بې باکه او بې پروا چلند کوو
... يو څه چې له ما نيولې په ډيری زلميانو کې يې وينم، د وخت بې دريغه ضايع کول او ناسم خيالات دي.
موږ وخت سره نهايت بې باکه او بې پروا چلند کوو. له وخت نه په استفادې ځانونه پخپله په خپل لاس وژنو. تېره ورځ مو هسې عبث او نوی سهار راباندې پېټی وي. دا سلسله همداسې دوام مومي، بالاخره د يو داسې کاواکه ګړنګ پر غاړه مو ځان ته سوچ شي، چې ټولې لارې راباندې تړل شوي وي. هېڅ نه شو کولی، يوازې دومره چې خپلې ماضي ته په حسرت او افسوس شاته ور وګورو او د راتلونکي په اړه مو توان او ځواک بايللی وي؛ بې اسرې د زوال او لويدو انتظار کاږو.
په خپل لاس خپل ځانونه مه وژنئ. د خپل ځان خون په غاړه مه اخلئ. پر ځان رحم وکړئ ـ وبال دی. خپل ځانونه وپېژنئ. ته پوهېږې! ته ...
نور ولوله
د افغان وطن د ځوانانو حال
تر هغه ځايه چې د خپلې ټولنې ځوان قشر ګورم، پرېشانه او سرګردانه مالوميږي. د مايوسئ په ټال کې بې سده زانګي. ځانونه پرې بوج او پېټی وي. دوی هم ندي ګرم. دې وطن کې حالات داسې راغلل چې خوښي مخ پر ځوړ او پريشاني پر لوړه روانه ده.
دا حالت به تر اخره داسې دوام نه کوي. د خوښۍ زيري پر لار دي. ورځې اوړي رااوړي.
تاسو هم لاس تر زنې مه کينئ. له فرصتونو اعظمي ګټه پورته کړئ. ظرفيتونه مو لوړ کړئ. پر ځان زيات کار وکړئ. خپل خيالات د شته وضعيت مطابق وساتئ، هڅه وکړئ چې بغاوت درنه ونکړي. ځانونه بوخت وساتئ. له شته امکاناتو استفاده وکړئ او پخپله ځانونه بوخت کړئ. د نېټ پيکيجونه يوازې په بېهوده شيانو مه مصرفوئ، ګوګل له ګټورو شيانو ډک دی، کله ناکله هلته هم سر ورښکاره کوئ. مطالعه وک...
نور ولوله
