No-IMG

د افغان وطن د ځوانانو حال

تر هغه ځايه چې د خپلې ټولنې ځوان قشر ګورم، پرېشانه او سرګردانه مالوميږي. د مايوسئ په ټال کې بې سده زانګي. ځانونه پرې بوج او پېټی وي. دوی هم ندي ګرم. دې وطن کې حالات داسې راغلل چې خوښي مخ پر ځوړ او پريشاني پر لوړه روانه ده.

دا حالت به تر اخره داسې دوام نه کوي. د خوښۍ زيري پر لار دي. ورځې اوړي رااوړي.

تاسو هم لاس تر زنې مه کينئ. له فرصتونو اعظمي ګټه پورته کړئ. ظرفيتونه مو لوړ کړئ. پر ځان زيات کار وکړئ. خپل خيالات د شته وضعيت مطابق وساتئ، هڅه وکړئ چې بغاوت درنه ونکړي. ځانونه بوخت وساتئ. له شته امکاناتو استفاده وکړئ او پخپله ځانونه بوخت کړئ. د نېټ پيکيجونه يوازې په بېهوده شيانو مه مصرفوئ، ګوګل له ګټورو شيانو ډک دی، کله ناکله هلته هم سر ورښکاره کوئ. مطالعه وکړئ. بد او بې کاره ملګري راکم کړئ. سهار وختي راويښ شئ. هره ورځ د يو مهارت په زده کولو غور وکړئ، و لو که نايې توب هم وي. ژوند بې موخې مه تيروئ. ضرور يو څه وکړئ. ژوند ډېر تېز روان دی. هره ثانيه رالنډيږي. که ويښ، هوښيار او ځېرک وې ته ګټونکی يې. که د سبا او بلې ورځې په تمه پاتې شوې بايلونکی يې.

هو؛ رښتيا!

خدای درنه هېر نه شي. ځان وريادوه. هغه د چارو ډېر ښه سمبالونکی دی. که دې ورسره رابطه ټينګه شوه، بيا دې هېچا ته اړتيا نشته. ژوند به دې نېکمرغه او له خوښيو مالامال وي.

خدای دې پر موږ او تاسو ورحميږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک