موږ وخت سره نهايت بې باکه او بې پروا چلند کوو
... يو څه چې له ما نيولې په ډيری زلميانو کې يې وينم، د وخت بې دريغه ضايع کول او ناسم خيالات دي.
موږ وخت سره نهايت بې باکه او بې پروا چلند کوو. له وخت نه په استفادې ځانونه پخپله په خپل لاس وژنو. تېره ورځ مو هسې عبث او نوی سهار راباندې پېټی وي. دا سلسله همداسې دوام مومي، بالاخره د يو داسې کاواکه ګړنګ پر غاړه مو ځان ته سوچ شي، چې ټولې لارې راباندې تړل شوي وي. هېڅ نه شو کولی، يوازې دومره چې خپلې ماضي ته په حسرت او افسوس شاته ور وګورو او د راتلونکي په اړه مو توان او ځواک بايللی وي؛ بې اسرې د زوال او لويدو انتظار کاږو.
په خپل لاس خپل ځانونه مه وژنئ. د خپل ځان خون په غاړه مه اخلئ. پر ځان رحم وکړئ ـ وبال دی. خپل ځانونه وپېژنئ. ته پوهېږې! ته د يو عظيم کار لپاره پيدا شوی يې. ته ضرور د يو ستر کار وړتيا او توان لرې. تا خپل ځان ندی تللی. تا خپل ځان سم ندی پېژندلی. ته ناسمو سوچونو او پيکه خيالاتو خراب کړی يې. پاڅه! پايڅې رابډ وهه، ملا دې وتړه او همدا اوس ـ بسم الله ـ که.
کال وروسته وګوره، چې د خپل فکر او ګوتو له برکته دې څومره پنځونې کړي!!
