جمهوریت موږ ته څه راکړئ چې پری معامله نه کوو؟
ډاګټر اشرف غني دوه ورځې مخکې په نیمروز کې نیمروزیانو ته چې کابل د جمهوریت نه په فاصله کې دی په ډیره قوي جذبه وویل:
په جمهوریت معامله نه کوم.
د کومې ورځې نه چې شاهي نظام په جمهوریت بدل شوی په افغانستان کې د زندانونو ،اعدامونو ،مداخلو، کودتاو، اشغال او بحرانونو او پای د هغې بدنامې سونامۍ دهلیز ګرځیدلی چې ولس پکې د شکایت او خپل ژغورلو مرجع ورکه کړیده.
زه دا پدې خاطر نه وایم چې زه جمهوریت منحیث یو سیاسي ارزښت ردوم زه د خپل شډل افغاني جمهوریت ماجرا دوستانو ته څپړم.
پر دې جمهوریت سردار سر وخوړ، تره کي او امین پکې ارګ د جنګ میدان کړ او نجیب پکې هاغې سولې ته کلابند کابل پرانېست چې دوستم پکې په غلچکي ډول د استاد رباني او بیا د طالبانو او ورپسې ددغه جمهوریت او دیموکراسۍ بدنام پړاو راوست چې کرزي پکې پخپل جمهوریت اوښکې تویې کړې او د خپلې دوستې امریکا سره یې ارګ په نرمه غیږ کې تاته پرېښود.
دغه جمهوریت چې په یو بدشګون کې یې بلا ککرۍ وخوړې هغه تا(ډاکټر غني) او ډاګټر عبدالله په دغسې یو جمهوریت بدل کړ چې ستا د اول او دویم دور انتخاباتي کمپاین فعالانو ترې کانګې راځي.
ښه مې یاد دي چې یو هوښیار پنجشیري د استاد رباني په راتګ کې ویلي وه چې د جمهوریت دغه بدنام ځنځیر چې د نجیب غاړې او وږې یې وهلې وې هغه په یوه هوښیارۍ زموږ د وطندار غاړې ته وغورځوه او له موږ سره به پدې بدنام جمهوریت د افغانستان خلک جنګیږي.
جمهوریت په افغانستان کې په جنګ او خشونت کې پیدا شو او لا تر اوسه په جګړو او په خونړیو میدانونو کې مخ په ځوړ روان ده
جمهوریت دې ملت ته څه ورکړل؟ لومړیو څه ورکړل، کرزي پکې څه ورکړل او تا پکې څه ورکړل؟ چې لا یې په غرور ساده نیمروزیانو ته وایې:
جمهوریت سره کرښه ده.
کاشکې موږ هغسې یو جمهوریت درلودلی چې ملت یې متحد کړی وای او یا یې موږ د پاکستان، ایران او یا د امریکا او اروپا د احتیاج د کچکول ژغورلي وای ستا جمهوریت خو لکه د دیوانو پاچاهي د سیمنټي د تختو په یوولس کمربندونو کې کلابند دی.
زما له نظره جناب ډاکټر صیب!
د سولې مقدسه پلمه هغه افغاني ارزښت دی چې ته پکې له دغه دوه سري جمهوریت نه خپل ځان او خپل ملت وژغورې او دا به ستا لویه کارنامه هم وي نور دا د ملت کار دی چې هغه پکې د لویې جرګې او واقعا لویې جرګې په لړ کې داسې امارت انتخابوي چې د عربي امارتونو یوه بدنامه کاپي نه وي او امیر پکې مالک الرقاب شي او یاهم دغسې جمهوریت انتخابوي چې ملت او احزاب ټول په یو چوکاټ کې داسې راټول کړي چې موږ یې په عنوان د فرانسې ،مالیزیا علی الاقل ددغه خوړین هندوستان سیال شو چې جمهوریت په افغانستان کې د یوه ارزښت په مقام کې تمثیل شوی وای بیا دې حق وه چې ویلي دي وای جمهوریت سره کرښه ده.
د (۳۵۰۰۰۰۰) پنځه دیرش ملیونو په منځ کې د یو ملیون رایو کاریدل خو دا معنا لري چې ولس جمهوریت او انتخابات چلنج کړل ولې بیا هم پدې چوپ او بې وسیلې ملت کې پر هغه ستا او ستا د حریف یوولس میاشتنۍ جګړه تېره شوه او دواړو پکې تحلیفونه ترسره کړل.
دغه جمهوریت په کوم جاذبیت ته د طالب میز ته د سرې کرښې په عنوان پخپل دیپلومات بکس کې له ځان سره وړې
اخر طالب چې د غرو او د سنګرو مخلوق دی مبادا هغه د ښار پر خلکو او مشرانو وخاندي.
