منصور افغان

No-IMG

منصور افغان

د منصور افغان لیکنی

پاچا د مرګ په بستر پروت وو

پاچا دمرګ په بستر پروت وو لوی سالار یی راوغوښت خپل حال یی ورته ووایه او دری وصیتونه یی ورته وکړل چې تر مرګ وروسته یی عملی کړی حاضرین ټول ویرجن دي او په تلوسه د پاچا لوري ته ګوري پاچا وویل: لمړی : زما دجنازې کټ به یوازې زما ماهره طبیبان پورته کوي او تر قبره به یی وړي. دويم : له کوره تر قبره به په ټوله لار سره ، سپین ، لعلونه ، مرغلری او جواهرات وشیندئ دریم: چې کله می هدیری ته وړئ نو دواړه لاسونه به می له کفنه راوباسئ او موټی به می خلاص پریږدئ پاچا ته یي دعملی کولو ډاډ ورکړل شو خو پدی وصیتونو کی د نغښتو حکمتونو پوښتنه یی هم تری وکړه پاچا یی حکمتونه د...
نور ولوله

څومره بې وفاء ده دا دنیا

د جنازې کټ یې د کور په دروازه را وویست، په لمړي سر کې یې په کور پاتې ښځينه ؤ سره د تل لپاره لیدل ناشوني شول د جنازې تر شا یې خاوند ، زامن ، خپلوان او خواخوږي په منډه وو ما يې سپین ږیري خاوند ته کتل چې له درد او غم سره د جنازې تر شا په عجله کې دی زړه کې مې ویل: دنیا هم عجیبه ده هغه به هم ورځ وه چې د واده ډولی يې راوړل کیده او شاته يې (وورا) را روانه وه ، د خوشحالی یو ځوږ به وو ، په شونډو موسکا به وه ، هاها به وه او د يو نوي ژوند پیوند شروع کیده او نن هم يوه ورځ ده چې جنازه په اوږو اخستل شوې شاته يې ډله خلک ویرجن دي ، چوپه چوپتیا ده ، پیوندونه شلیږي او دردمن زړونه له درده شونډې چيچي ځان سره مې وويل: ...
نور ولوله

چاته به تش تصویر ښکاري، چاته تشې کنډوالې

خو زه چې کله هم پرې وربرابر شم، یوې بلې نړی ته مې ورسره یوسي، دا کنډر ، کنډر دیوالونه ماسره خبرې کوي،  ماته کیسې کوي ، دخوږو یادونو، د سهارونو د ماښامونو، د غم او ښادی یادونه را وسبړي داسې  یادونه  چې زما زړه ته لکه اغزی ورچوخيږي دا دیوالونه  هیندارې شي، زه پکې تصویرونه گورم د چا او چا  به درته وایم، د هر دیوال میموري له تصویرونو او یادونو ډکه ده ماته د اخلاص او صمییمت نه ډکې څیرې رامخې ته کوي د ایمان او تقوی سمبولونه مې یاد ته راولي ځان ځاروونکي او پر دین فداء دنگې نښتري تنې راته موسکي ،موسکي کیږي دا دیوالونه ظاهرا خړ ، پړ ښکاري  خو ، خو په هر...
نور ولوله

يا الله د خپل کور دروازې زمونږ پر مخ را پرانيزه!

که زمونږ او تاسې کوم خوږ ملگری یا خپلوان  د څه خفگان په وجه د خپل کور دروازه  زمونږ پر مخ وتړي  زړه به مو څومره   مات شي ؟  له خفگانه به مو زړه وچوي شپه او ورځ به نا ارامه يو  خوراک څښاک به خوند نه راکوي د پخلاینې څومره هڅه به يې وکړو؟ آآآآه ................. آآآآه څومره وخت وشو چې رب العالمين  له مونږ خفه دی زموږ پر مخ يې د خپل کور دروازې تړلي چا د خفگان احساس وکړ ؟ چا د رب دپخلاینې هڅه وکړه ؟ چا ورته زاری وکړې ؟ دا خو لا څه کوې ځينې بسلمانان به په زړه کې  خوشحاله وي چې ښه ده   دخدای کور ته د تگ له بوج نه خو خلاص شوو العیاذ بالل...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک