No-IMG

يا الله د خپل کور دروازې زمونږ پر مخ را پرانيزه!

که زمونږ او تاسې کوم خوږ ملگری یا خپلوان

 د څه خفگان په وجه

د خپل کور دروازه  زمونږ پر مخ وتړي

 زړه به مو څومره   مات شي ؟

 له خفگانه به مو زړه وچوي

شپه او ورځ به نا ارامه يو

 خوراک څښاک به خوند نه راکوي

د پخلاینې څومره هڅه به يې وکړو؟

آآآآه ................. آآآآه

څومره وخت وشو چې رب العالمين  له مونږ خفه دی

زموږ پر مخ يې د خپل کور دروازې تړلي

چا د خفگان احساس وکړ ؟

چا د رب دپخلاینې هڅه وکړه ؟

چا ورته زاری وکړې ؟

دا خو لا څه کوې ځينې بسلمانان به په زړه کې  خوشحاله وي چې ښه ده   دخدای کور ته د تگ له بوج نه خو خلاص شوو العیاذ بالله

رب العالمینه!

زموږ کړنو ته مه گوره

پوهيږو چې زموږ په عذابولو سره ستا په پاچاهي کې څه زیاتوالی

 او په نه عذابولو يې څه کموالی نه راځي

إِن تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ ۖ وَإِن تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ

نو

د خپل رحمت او  سخاوت  د وسعت له مخې  له مونږ سره معامله وکړه

له سرکشي سره ، سره

پر موږ رحم وکړه

 پر موږ لورینه وکړه

زمونږ حالت ښه والي لوري ته بدل کړه

آمین یارب العالمين

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک