د قاضي نجیب الله جامع لیکنی
د سپټمبر ۱۱مه، د یوه ملت او امت د کړاوونو او عزت له درېځه!
د سپټمبر ۱۱مه هسي د امریکایي امپرالیسټي نظم د ټېنګولو او امریکایي ښکېلاک او نېواک د غځولو او دوام ډرامه وه.
امریکا د دغې جعلي او کاذبي ډرامي په پنځولو سره خپل ځان له کورني، نژادې او طبقاتي ماتېدو وساته، لویدېځه نړۍ ته یې له صلیبي جګړو وروسته یوځل بیا د یوالي، خوځښت او ګډ استعمارې درېځ خپلولو لاره پرانېسته او همدارنګه د ۲۱ پیړۍ له پیل سره یې د یوه امت د برم او د څو انساني تمدنونو د خپل اختیارې او ځانبساینې ټولي د انسانیت په ګټه هڅې یې خنثی او وټکولي.
دوی منځنې ختېځ د دې جعلي پېښې وروسته په تباه کوونکو اورونو کې راګیر کړل، د اسلامي نړۍ ستراتیژیک بندرونه یې ونیول، د اسلامي نړۍ د اقتصادې تړني او خپلواکۍ سرچینې چې تیل، ګاز، مهم ستراتیژیکي لارې او د نړېوالۍ سودا...
نور ولوله
له شماله تر کابله د هند ـ افغان ملېشو جریان او کیسه
د افغان ـ امریکا جګړې په ترڅ کې وروسته له هغه چې امریکایي ستراتیژیستانو ومنله چې تیر ۲۰ کلن یرغل یې له ماتي سره مخ دې، د ناټو او او امریکا هغه نړېوال درېځ او داعیی اوس رنګ بایللي چې دوی یې په دفاع کې نیمه نړۍ په افغان وطن یرغل او نیواک کې له ځان سره ملګرې کړې وه.
په همدې موخه او درک امریکا او ستراتیژیکو متحدینو یې د خپل نړېوال برم، حیثیت او درېځ د ساتلو په موخه له طالبانو سره داسي اوږده او پیچلي مذاکرات وکړل چې پایله یې د دوحی د سولې هوکړه وه چې امریکا ته یې بغیر له سرټیټی او د ماتي یا تسلیمي سند څخه بل څه په لاس ورنه کړل.
طالبانو له افغان درېځه د تاریخ دا طلسم مات کړل چې افغانان یوازې جګړې ګټلي شي، د ټوپک خلګ دې او کله چې خبره د سیاست او خبرو میز ته لاړه ...
نور ولوله
د افغانستان د ناکامولو او د سولې د سبوتاژ جرګه!
د طالبانو له لوری په یوه کال دننه کې دوه ځلی اوربند کول، یوه اونۍ د تاوتریخوالي د کمښت اونۍ په نوم ته غاړه ښوول او تر ټولو مهمه افغان حکومت داسي مهال د یوه طرف په توګه پیژندل چې اسلامي ګوند، جمعیت ګوند او د هېواد په کچه لسګونه مطرح سیاستوال او ولسي شخصیتونه د حکومت مشروعیت ننګوی او د ۱۳۹۸ کال بدنامۍ او له درغلیو ډکي ولسمشریزی ټاکني، تر ټاکنو وروسته غوبل، په یوه ښار کې دیوال په دیوال د دوو حکومتونو اعلان او تر ټولو مهمه داچې نړۍ او حتا د ډاکتر غنی ستراتیژیک ملګرې امریکا نوموړی ته د بریا مبارکې ورنه کړله، ایران، چین او روسیې خو بیخې د ډاکتر عبدالله د تالیف په مراسیمو کې برخه واخیسته.
ولي بل لور ته د غني او عبدالله له لوری د سولې هوکړې او بیا په تیر کوچني اختر کې د حکومت له لوری د ۲۰۰۰ بندیا...
نور ولوله
مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: ملي دفاع وزارت وایي، امریکا ۷ نورې جنګې هلیکوپټرې افغانستان ته ورکړې.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي چې ټاکل شوې دغه هلیکوپټرې نن د افغانستان هوايي ځواک ته وسپارل شي.
هغه ویلي چې په راتلونکو میاشتو کې به له افغانستان سره د نورو هلیکوپټرو مرسته هم وشي.
✒: له طالبانو سره د خبرو لپاره د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان سیاسیونو پلاوی دوحې ته روان شو.
د پلاوي په ترکیب کې، چې له کابل څخه د دوحې پر لوري روان شول، عبدالله عبدالله، کریم خلیلي، عطا محمد نور، باتور...
نور ولوله
افغان سوله، کوم ارزښتونه د دفاع وړ دی!
وروسته له یوې اوږدي او کرغیړني جګړې امریکایانو ومنله چې په جګړې کې له بن بست سره مخ شوی، روانه جګړه یې د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده او دوی غواړی چې له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې دغه بایللي جګړې او تاریخي شرم ته سیاسي حل پیداکړې.
مګر د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پرمهال د بیلابیلو خنډونو او فشارونو ترڅنګ یو له بنسټیزو او تر ټولو ډیر پام اړونکي بحثونو څخه چې تل د یوه بدلون او لاسته راوړني په توګه ورڅخه یادونه او پر ساتلو یې بی کچې ټینګار شوی هغه د غربی موډلونو، مزاجونو او ایډیالونو پر بنسټ د ښځو حقونو، بشرحقونو، فردی ازدیګانو او د قومي ـ مذهبي لږکیو د امریکایی زر او زور پر ملاتړ د رامنځته شوی هڅو خوندیتابه موضوع ده چې د جمهوریت او ډیموکراسۍ پر عنوان د یوه پراخ چتر لاندی مطرح کیږ...
نور ولوله
