No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏ملي دفاع وزارت وایي، امریکا ۷ نورې جنګې هلیکوپټرې افغانستان ته ورکړې.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي چې ټاکل شوې دغه هلیکوپټرې نن د افغانستان هوايي ځواک ته وسپارل شي.

هغه ویلي چې په راتلونکو میاشتو کې به له افغانستان سره د نورو هلیکوپټرو مرسته هم وشي.

: ‏له طالبانو سره د خبرو لپاره د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان سیاسیونو پلاوی دوحې ته روان شو.

د پلاوي په ترکیب کې، چې له کابل څخه د دوحې پر لوري روان شول، عبدالله عبدالله، کریم خلیلي، عطا محمد نور، باتور دوستم، سید سعادت منصور نادري شامل دي.

‏په پام کې ده د معصوم ستانکزي او سلام رحیمي څخه به یوتن دغه پلاوي کې شامل وي.

بل پلو پخوانی ولسمشر حامد کرزی، ګلب الدین حکمتیار، یونس قانوني او صلاح الدین رباني، چې ټاکل شوې وه د پلاوي په ترکیب کې دوحې ته لاړ شي دوحې ته نه دي تللي.

:  میر رحمان رحمانی، رییس مجلس نماینده‌گان کشور می‌گوید با گذشت هشت روز از محاصرۀ خانه امیرشاه نایب‌زاده، عضو مجلس نماینده‌گان به اتهام همکاری با طالبان، تاکنون به شورای ملی هیچ اطلاعی داده نشده‌است و نیروهای معاون اول رییس‌جمهور به هیچ کسی اجازه ملاقات را با نایب زاده نمی‌دهند.

شمار دیگری از اعضای مجلس در یک نشست خبری چگونه‌گی محاصره خانه نایب‌زاده را مخالف قانون و ارزش های جمهوریت می‌دانند و خواهان لغو ممنوع الخروجی و رفع محاصره خانه نایب زاده استند.

اما دفتر آقای صالح می‌گوید تا پایان بررسی‌ها، آقای نایب‌زاده که به خیانت متهم است، در خانه اش زیر نظارت جدی قرار خواهد داشت.

برای دادخواهی به امیرشاه نایب زاده همکار شان در مجلس نماینده‌گان گرد آمده‌اند.

معاون نخست رییس‌جمهور نزدیک به ده روز پیش نایب زاده، نمایندۀ مردم بادغیس را به همکاری با طالبان متهم ساخت.

: ‏فواد امان معاون سخنگوی وزارت دفاع ملی می‌گوید که ولسوالی کهمرد ولایت بامیان از سوی نیروهای امنیتی باز پس گرفته شد.

: ‏وزارت دفاع ملی در یک خبرنامه می‌گوید که ولسوالی سیغان ولایت بامیان صبح امروز از سوی نیروهای امنیتی باز پس گرفته شد.

: ‏کندهار کې سرچینې وايي، نن سهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې، نښته کې د ګډو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو مرستیال صدیق کرزی ووژل شو.

سرچینې وايي، صدیق کرزي سره یو هندی خبریال دانش صدیق هم مل وو، چې هغه هم وژل شوی دی.

: ‏منابع محلی در جورجان می گویند که صبح روز جمعه طالبان از چندین استقامت بر شهر شبرغان حمله کردند.

باشنده‌گان جوزجان می‌گویند که درگیری‌ها میان نیروهای دولتی و طالبان در اطراف مرکز این ولایت ادامه دارند.

‏مقام‌های محلی جوزجان می‌گویند که نیروهای دولتی برای عقب زدن حمله‌های طالبان می‌کوشند و اجازه افتادن شهر را به دست طالبان نمی‌دهند.

: ‏رییس جمهور غنی در حاشیه نشست اتصال منطقه‌یی آسیای جنوبی و جنوب آسیا، چالش‌ها و فرصت‌ها با مقام‌های برخی از کشورهای شرکت کننده دیدار کرد.

او با نخست وزیر پاکستان، رییس جمهور ازبیکستان، یک هیئت از امریکا و وزیران خارجه هند و ترکیه دیدار کرده است.

: ‏عطامحمد نور از ایجاد یک مرکز سوق و اداره برای مدیریت بسیج مردمی در مزارشریف خبر می‌دهد.

او می‌گوید که اگر حکومت اجازه حمله بر طالبان را به نیروهای مردمی ندهد و آنان مجبور شوند، به حمله‌های تهاجمی در برابر طالبان دست خواهند زد.

: ‏‏منابع به طلوع نیوز می‌گویند که روز گذشته عملیات سه هواپیمای ای ۲۹ (A29) بر مواضع طالبان در ولسوالی سپین بولدک کندهار به دلیل هشدار نیروهای دفاع هوایی پاکستان لغو شد.

‏مکالمه صوتی نیروهای دفاع هوایی پاکستان با پیلوت افغان که از سوی منابع حکومتی به طلوع نیوز رسیده است نشان می‌دهد که این نظامیان پاکستانی به هواپیماهای افغانستان هشدار می‌دهند که به مرز نزدیک شده اند ‏اما یک مقام نظامی افغان در یک پیام صوتی ادعا می‌کند که نیروهای دفاع هوایی پاکستان به هواپیماهای ارتش افغانستان هشدار دادند که به هژده کیلومتری نقطه صفری مرز سپین بولدک و چمن نزدیک نشوند.

‏این منبع گفته است که هواپیماهای جنگی افغانستان  به دلیل نداشتن توان مقاومت در برابر سیستم دفاعی هوایی پاکستان عملیات را انجام ندادند و ناگذیر به برگشت شدند.

: ‏نظام الدین قیصاري وایي طالبانو د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان کمربندونه مات کړي او له حکومت او عبدالرشید دوستم څخه غواړي، څو د طالبانو خلاف عملیاتو لپاره دی جوزجان ته ولیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کیږي طالبان شبرغان کې د مارشال دوستم میلمستون او باغ ته هم داخل شوې دي.

: ‏ملي دفاع وزارت وایي د نیمروز ولایت چخانسور ولسوالۍ یې بېرته له طالبانو نیولې ده.

: ‏د کندهار پخوانی امنیه قوماندان جنرال تادین خان وايي، له کودتاه چیانو سره به حساب کتاب کوي.

تادین خان ارغنداب کې د طالبانو خلاف عملیاتو ته په اشارې ویلي، چا چې د کندهار سپین بولدک کې له پاکستاني ملېشو سره همکاري کړې او چا چې د دوست په جامه کې کودتاه کړې نن به ورسره حساب وشي.

: ‏د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم ویلي که د صالح خبرې رښتیا وي باید حکومت رسمي اعلامیه خپره کړي او لویه جرګه را وغوښتل شي.

‏نوموړي ویلي، که دغه ډول اقدام ونشي نو دا هسې یو شعار او فیسبوکي کمپاین دی چې صالح یې د ځان لپاره کوي.  نبیل دغه راز ویلي، چې پاکستان ٢٠ کاله کیږي، چې د ترهګرو لپاره يې خوندي پټنځای ورکړی او ملاتړ يې کوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا کړې، چې د پاکستان هوايي ځواک خبرداری ورکړی که افغان ځواکونه سپین بولدک ونیسي د دوی له غبرګون سره به مخ شي.

: ‏ځایي سرچینې وایي، د کاپیسا ولایت مرستیال، عزیز الرحمن تواب د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې طالبانو سره د جګړې پر مهال وژل شوی.

ځایي مسوولینو تر دې دمه د دغې پیښې پخلی نه دی کړی.

: ‏د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۳ لوړپوړي طالب قوماندانان وژل شوي.

امنیتي سرچینې وايي، سپین بولدک ولسوالۍ کې نن سهار افغان هوايي ځواکونو ۵ طالب قوماندانان په نښه کړي، چې ۳ یې وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

‏د سرچینې په خبره، وژل شویو کې د د نیمروز لپاره د طالبانو د سرې قطعې قومندان ملا یعقوب، د بودلک ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مرستیال ملا مجاهد او د بولدک ولسوالۍ له پاره د سرې قطعې قومندان حافظ صدیق شامل دي.

‏سرچینه وايي، دغو هوايي بریدونو کې د طالبانو ۲ نور مهم قومندانان ملا امر او ملا شیرین ټپیان شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏د جنبش ګوند مشر، عبدالرشید دوستم، چې یوې خبري ناستې ته یې په انلاین بڼه خبرې کولې، وویل: حکومت ولسي پاڅون کوونکو سره هېڅ راز مرسته نه ده کړې.

نوموړي داهم وویل، چې د هېواد په شمال کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

: ‏کندهار ښار کې ۵۰۰ بېځایه شوې کورنۍ په جګړه کې بندې پاتې دي.

‏دغو کورنیو کې د کندهار ښار اوومې، ۸مې، ۱۳مې او شپږمې حوزې تر څنګ د ارغنداب، ډنډ، ژیړۍ او پنجوايي ولسواليو اوسېدونکي شامل دي. دغو سيمو کې د جګړې له وېري د کندهار ښار د نهمې حوزې "کوتل مرچې" سيمه کې د پوهنې ریاست اړوند یوې ودانۍ کې مېشت شوي وو، خو اوس په سخته جګړه کې راګیر دي.

: ‏ولسمشر غني وایي په پاکستان کې ځینې شبکې او ادارې چې د طالبانو ملاتړ کوي، په ښکاره په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ولسي او دولتي شتمنیو لوټ او تالان نمانځي. غني دا څرګندونې نن په تاشکند کې د جنوبي او مرکزي آسیا په نړیوال کنفرانس کې وکړې.

: ‏د کرنې وزارت وايي، نړيوال بانک د کرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې سره ۵۷.۵ ميليون ډالر نوره مرسته هم وکړه. کرنې وزارت ويلې چې د جولای له ۱۲مې تر ۱۵مې نېټې پورې د نړيوال بانک له خوا د EATS پروژې د فعاليتونو ارزونه وشوه چې په پایله کې يې د دې پروژې فعاليتونه مثبت وارزول.

: ‏روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۱۲۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۴۹ کسان مړه شوي او ۲۹۲ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

: ‏د امریکا ولسمشر جو بایډن د آلمان له لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل سره واشنګټن کې د لیدنې پر مهال ویلي، دواړه هېوادونه د روسیې د تیري مقابل کې ګډ درېږي.

: ‏طالبانو د درې میاشتني اوربند په بدل کې د خپلو ۷۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې د حکومت په زندانونو کې بندیان دي.

: طالب ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کوي چي د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ یې له حکومتي ځواکونو نیولې ده.

: ‏د آلمان په لویديځ کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله د مړو شمېر ۱۰۰ کسانو ته ورسېد. آلماني چارواکي وايي په دغو سیلابونو کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ نور کسان ورک دي. د آلمان د هوا پېژندني‌ د ادارې ویلي، په ځینو سیمو کې دومره باران شوی چې یې په تېرو سلو کلونو کې ساری نه دی لیدلی شوی.

: ‏افغانستان کې د ترکیې ځواکونو له حضور سره د طالبانو له مخالفت وروسته ترکیه وایي ترکي سرتیري اشغالګر نه بلکې د افغانانو ملګري دي.

د ترکیې د دفاع وزیر طالبانو ته په ځواب کې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د تاریخي او کلتوري اړیکو یادونه کړې ده او د طالبانو بیان یې یو سوتفاهم بللی.‌

‏ترکیې رسنیو د دفاع د وزیر خلوسي اکار له خولې ویلي، چې کاري چوکاټ تیار شوی او په ځانګړو برخو کې کار دوام لري.

خو طالبانو په یوې اعلامیې کې دغو خبرونو ته په غبرګون کې ترکیه په افغانستان کې د خپل اشغال په دوام غندلې او ویلي یې دي چې دا له امریکا سره د شوي تړون څخه سرغړونه ده.

: ‏وزارت امور خارجه پاکستان اظهارات امرالله صالح، معاون نخست ریاست جمهوری، را در باره واکنش نظامیان پاکستانی در برابر "هر گونه تلاش برای تسخیر بندرگاه سپین بولدک" رد می‌کند و می‌گوید که اقدامات لازم در قلمرو پاکستان برای حفظ نظامیان و مردم این کشور، گرفته شد.

: ‏دانش صدیقی، خبرنگار و عکاس خبرگزاری رویترز، در ولایت کندهار کشته شده است.

منابع امنیتی در کندهار، تایید می‌کنند که این خبرنگار هندی در جریان عملیات نیروهای دولتی در ولسوالی سپین بولدک در جریان جنگ جان باخته است.

: ‏جرمني او بلجیم کې کم‌ساري بارانونو شوي او سېلابونو راوتلي، چې لږ تر لږه ۷۰ کسان یې مړه کړي دي.

ډېر قربانیان په جرمني کې دي. بلجیم کې یوازې ۱۱ کسان مړه شوي او په دواړو هېوادونو کې ځينې کسان لا هم ترې‌تم دي.

: ‏ټاکل شوې وه، چې سبا په اسلام اباد کې پر افغان سوله یوه غونډه وشي، خو اوس کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وایي، دا غونډه ځنډېدلې ده.

منصور احمد خان وایي، دا غونډه به تر لوی اختر وروسته جوړه شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک