د قاضي نجیب الله جامع لیکنی
تنظیمي پاټکسالاران بلي جګړې ته کرایه کیږی!
هند او ایران د یوې بلي جګړې د پیل لپاره د ۱۹۹۰ کلونو تنظیمي پاټکیان او ټوپکیان د ځاني، سیمه اییزی او قومي دفاع په نوم د افغانستان او سولې د ماتولو په موخه راټول کړي دي.
څه موده وړاندی هندی ډیپلوماټیکو او استخباراتي کړیو ډهیلي ته قومندان عطا محمد نور او دوستم بللي وو، دوی د هند د بهرنیو چارو وزیر ولیدل، هغه چې د مالوماتو له مخي د هند د ملي امنیت شورا سلاکار د دوستم ډلي د دوو ۵۰۰ کسیزو قطعو مالي او تسلیحاتي ملاتړ هم کړي.
د دي ترڅنګ د افغانستان په مرکزی او د سمنګان، تخار، غزني او پروان په ولایتونو کې د قومي دفاع په نوم د کورنیو مالومحالو استخباراتي ډلو له ادرسه د تنظیمي جګړو مخکښو پاټکیانو ته وسلي او پیسي وویشل شوي.
د دي سربیر...
نور ولوله
عدم تشدد، که د غلامۍ زرین دام!
ګاندی او لعل نهرو د عدم تشدد په نوم نه بلکي د هندی انقلاب په مټ براعظمګي ( هند ) له بریټانوی ښکېلاکه ازاد کړل، شیخ مجیب الرحمان د بنګالي ملت په سرښندنو او د پنجابی یوغ په وړاندې د درېدو له لاری نه یوازی خپل قام آزاد کړل بلکي د خپلواک بنګال وطن، ملت او هویت بنسټ یې هم کېښود، نیلسن مانډیلا چې د عدم تشدد سرلاری بلل کیږی، کله چې یې ولیدل چې د سویلي افریقا اروپایی نژاده د اپارټیډ رژیم ته د سولې او سړېتوب منطق محکومیت ښکاری، نو وسلي ته یې لاس کړل او د ( ملت د نیزې ) تر عنوان لاندی یې داسې نظامي سازمان جوړ کړل چې په سویلي افریقاه کې د پیړیو جبر، استبداد، استعمار او نژادی برترۍ تور رژیم یې په څو کلونو کې اړ ایستل چې د ۱۳ میلیونه تور پټکیو افریقایانو نژاد، انسانی حقونه او انقلابي غوښتني ومنې. همدارنګه په نړۍ کې ټولي هغه پرګنې، قا...
نور ولوله
سولې ته کار، د ګران وطن اقتصادی تحرک یقیني کوی!
ترکمنستان وروسته له هغه چې په ۱۹۹۱ ز کال کې یې خپلواکي ترلاسه کړه، نو د دې هېواد ولسمشر صفر مراد نیازوف د مثبت ناپیلتوب د سیاست په غوره کولو سره له سیمې او په ځانګړې توګه افغانستان سره ښې اړیکي رامنځته کړې.
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د تاریخی، نږدو او باورمندو اړیکو تاریخ د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د سویلي اسیا د چټک اقتصادی تحرک د ګازو له پروژی پیل شوی.
طالبانو له مرکزی اسیا څخه سویلي اسیا ته د ترکمنستان د ګازو د نل لیکي د غځولو په موخه په ۱۹۹۷ ز کال کې امریکا ته سفرونه وکړل، ولي د امریکا ټکر محوره، حساسیت پارونکو او شیطانی سیاستونو له امله دل هڅې یو څه پیکه شوی، او د دې دواړو ملتونو ګډي هیلۍ له هغه ترننه نیمه خواه پاتي وی.
...
نور ولوله
د دوحی د سولې هوکړه، او څو عملي وضاحتونه!
۱. د افغانستان د حکومت او امریکا د دفاع وزیر ترمنځ د فبروری پر ۲۹ د ګډي اعلامیه په ۳ بندونو کې د دوحی د سولې له هوکړې رسما ملاتړ او د مراجعه کوونکي سند په توګه منل شوی.
۲. زلمی خلیلزاد کابل ته له طالبانو سره د مذاکراتو د هر پړاو په پیل، منځ او یا اخیر کې کابل ته نږدی تر ۲۰ ځله ډير سفرونه کړې او په هر سفر کې یې د افغان حکومت د ویاندویانو په خبره چې دویته د مذاکراتو له بهیر او کېدونکي تصمیمونو څخه په جریان کې کول.
۳. د ملي مصالحي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله له طلوع نیوز سره د خبرو پرمهال د دې هوکړې څخه خبرتیا او وروسته له هغه چې د دې شوراه مشر شو دا هوکړه یې بیا ـ بیا تایید او د هغي مواد...
نور ولوله
افغان سوله او د بلي جګړې د پیل منظمي هڅې!
ضابط یا تورن اسماعیل خان ته، د ټول هغه تعصب او اتنیکی کرکټر خلاف چې لری یې زه د افغان تاریخ د یوه حساس پړاو څخه درناوی هم لرم، هغه داچې نوموړی یو له یوازنیو جهادی قومندانانو او پاټکیانو څخه وو چې د تنظیمي اړو دوړو پرمهال یې د افغانستان له ملی شتمنیو سره خیانت ونه کړل، او هېڅ څه یې په ایران او پاکستان ونه پلورل.
ولي د دې ترڅنګ د افغان سولې په بهیر کې وروستي دریځونه یې د اندېښني وړ او د افغانستان د تاریخی ثبات او د آمن له روانو هڅو سره په ښکاره دښمنۍ کې دې.
داسي مالومات شته چې هند د افغانستان د شمال او مرکزی افغانستان د مهمو سیمو په ګډون د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې چې د غازی ایوب خان د مېړانو او عزت ټاټوبی دی هم د ملېشو جوړولو او د سولې د منظم تخریب ...
نور ولوله
د جواد ظریف څرګندونو ته له یوه بېل لیده غبرګون!
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ټوله مرکه او د ایران د اخوندی رژیم دریځونه یوې خواته، هغه څه چې ماته د یوه افغان په توګه د ملتپالنې او افغان ګټو له دریځه مهم وو، هغه دا یوه جمله وه چې وویل ( هېڅ ځای لکه خپله خاوره او هېواد نشي کېدای ) موږ په خوږه پښتو ژبه کې پدې اړوند ډېرې ژورې بېلګي لرو، داچې وایي پردی کټ تر نیمو شپو دی، تر پردې زوی خپله لور هم ښه ده، هر چاته خپل وطن کشمیر دی، پردي خواړه يا پور دى يا پيغور او تر پردی ګل خپل اغزی هم ښه دی.
نو په داسي یوه حالت کې پر ایران، پنجاب، فرنګ او مغل د تکیی پرځای ښه دی چې زموږ سیاستوال، رهبرګوټی او واکمنان دا وطن خپل وګڼی، د نیویارک د ساتلو، په تهران، سویس، ماسکو او خلیج کې د عیش نوش پرځای پدې خاوره کې ځانته د کور، اور او ګور فکر وکړې، هغ...
نور ولوله
پښتون ژغورنې غورځنګ، د ترکستان په لاره!
که څه هم زه په پیل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو له ټینګو ملاتړو وم، د دوی مبارزه، ویښتابه، تاریخی لیدلوری او د پنجابی استثماری نیواک په وړاندې درېدلو، د ملا پیوند مسید او ایپی فقیر د اسلامپاله او افغانپاله خوځښت هیلۍ او لاره راته انځوروله.
مګر د وخت تیرېدو وښوده او وبه ښیې، چې د محکوم افغانستان په تاریخی لمنه کې د دې پراخې ولسي او شعوری ویښتابه مراندې به ډېر ژر لکه مرغلین آمیل ماتي شي، وبه شیندل شي، د پنجابی ریاست په آډانه کې تغذیه کېدونکو ډلو په مړه ژواندی برخلیک به اخته شي، د ( ای اېس ای ) د جمهوریت په چتر کې به پارلمانی سیاستونو ته به ورټول شي او په ټوله کې دغه هرڅه به په یوه اوږدې ناهیلۍ او هسي کورنی ذهنی مصرف بدل شي.
دا ځکه چې دوی بی تګلارې دې، ستراتیژ...
نور ولوله
لویدیځ، له پیغمبر سره دښمنې او د یوه امت د نجات ستراتیژی!
د لویدیځ تاریخی مطالعه سړې دې پایلۍ ته رسوی چې د نړۍ د دې برخي وګړې له ټولو انساني تمدنونو، هویتونو، پرګنو، ادیانو، رنګونو او حتا خاورینۍ جغرافیي سره یو ډول لیونۍ دښمني، کېنه، کرکه او نه پخلاه کېدونکې تربګنۍ لری.
د بېلګې په توګه که تاسو نوی کشف شوی امریکا ته چې اروپایانو د بی خلګو جنت نوم ورته کارولی مطالعه کړۍ، او بیا هلته له سور پوټکو انسانانو سره د سپین پوټکي اروپایي انسان عقده، وحشت او له درندګۍ ډک نا انساني کردار او چلند وګورې نو دې پایلۍ ته به ورسیږی چې لویديځ مېشته انسان د ټولو زړه راښکونکو او ښکلیو انساني ایډیالونو، ارمانونو او ګډو بشری باورونو په خلاف د دې زغم، وړتیا او منلي سړېتوتب ته ژمنتیا او ريښتنولي نه لری، د کومو چې شعار ورکوی او نور ملتونه هغه ته رابولي....
نور ولوله
زموږ د رحمة للعالمین پیغمبر دښمنان څوک دې؟
د لویدیځ تاریخی مطالعه سړې دې پایلۍ ته رسوی چې د نړۍ د دې برخي وګړې له ټولو انساني تمدنونو، هویتونو، پرګنو، ادیانو، رنګونو او حتا خاورینۍ جغرافیي سره یو ډول لیونۍ دښمني، کېنه، کرکه او نه پخلاه کېدونکې تربګنۍ لری.
د بېلګې په توګه که تاسو نوی کشف شوی امریکا ته چې اروپایانو د بی خلګو جنت نوم ورته کارولی مطالعه کړۍ، او بیا هلته له سور پوټکو انسانانو سره د سپین پوټکي اروپایي انسان عقده، وحشت او له درندګۍ ډک نا انساني کردار او چلند وګورې نو دې پایلۍ ته به ورسیږی چې لویديځ مېشته انسان د ټولو زړه راښکونکو او ښکلیو انساني ایډیالونو، ارمانونو او ګډو بشری باورونو په خلاف د دې زغم، وړتیا او منلي سړېتوتب ته ژمنتیا او ريښتنولي نه لری، د کومو چې شعار ورکوی او نور ملتونه هغه ته رابولي....
نور ولوله
د جګړې بدرنګ بیزونه او د ملي شتمنیو د لوټ غمخواره!
ورووستیو څلور لسیزو پرلپسي جګړو، ناخوالو، په کور دننه د پردویو اجنډګانو تعقیب، لاسوهنو، نیواک او یرغل په افغان خاوره کې د هر موجود وجود بی تعریفه کړې، هرې رنګینې خپله ښکلاه بایللي، هر خوند خپل رنګ ورک کړې او هر معیار د مروجو او منلو علمي او تاریخی مفاهیمو او ویوکو په خلاف کاریدلی او ورڅخه ناوړه ګټنه شوی.
د بېلګې په توګه د لومړی افغان انګریز ملی غزاه اتل وزیر محمد اکبر خان بی ګوره، بی لقبه او بی رتبي دې مګر بچه سقاو او د تنظیمي جګړو ټول بدنامان، بلچاران او بګیلان د کابل په لوړو څوکو کې د ګرانبیه مزارونو، زیارتونو ځښتنان او یا لکه بدنام او مشهور جګړه مار ګیلم جم دوستم مارشال او قومندان مسعود ملي قهرمان شول.
د افغان تاریخ د ناسور له لسګونو او حتا سلګونو...
نور ولوله
د واشنګټن ساتونکو په اوړو کې لا هم شګه ده!
دوحی ته د ډاکتر غنی سفر دا هیلۍ را ژوندۍ کړې چې ښایې بین الافغانی مذاکرات له روان بندون او درېدو څخه بهر شي او افغان ولس ډېر ژر د جګړې د درېدو او د سولې د بریاه نوی خبرې واورې.
مګر موږ ولیدل چې د افغان ولس د هیلو خلاف ډاکتر غنی له قطره په تبلیغاتی جګړه لاس پورې کړل، د فرمایشی او سلیقوی لویی جرګې پریکړې یې یوځل بیا د خپلو سرو کرښو په توګه مطرحه کړلې او په خیالی ( جمهوریت ) شرایطو یې ټینګار وکړل.
کابل ته له راګرزېدو سره د ډاکتر غنی خبرې د نوموړې د حکومت په شعار بدل شوی، پرون یې د مذاکراتی پلاوی مشر او نن یې دویم مرستیال دانش طالبان وننګول چې ګواکې دوی پر قران او سنتو د امریکا سره کړې هوکړ ته زیات ارجحیت او لومړیتوب ورکوی.
...
نور ولوله
بین الافغانی مذاکرات، د جمهوریت ظرف چې خالي به پاتی شي!
د امریکا شل کلن یرغل، نیواک او استعمار زموږ له ملت څخه د پیړیو خوښې، سکون، فرصتونه، ارمانونه او د ګډ سباوون او ګډ افغانستان جوړولو سپېڅلي هیلۍ تالا کړې، دربدره یې کړل، تر کورګډې ورسېدل او د یوه ملت هر جدجهد یې په بلواکۍ لاهوه او محکوم کړل.
په همدې موخه امریکا او ملاتړو یرغلګرو سفارتونه ته یې په کابل کې موږ د جاسوسۍ د تولید ، د نفرتونو د خپرولو او د تپلواکۍ د دوام او روزلو ځالي بولو او پدې باور یو چې تر کله هم د دوی کرغېړن وجود پایته ونه رسیږی، د دې سفارتونو او سیاسي استازولیو شتون افغان ملت، زموږ ازادۍ او حتی د دې خاورې عزت او د تاریخ عزمت ته سپکاوی ده.
ولي زموږ د دې افغان درک خلاف، پر امریکایی لات او عزاء تکیه کوونکي او له بهره وارد شوی او یا د هغوی پر شت...
نور ولوله
