د حكمتيار لیکنی

حکمتيار: ټول هغه زندانيان به خوشي كېږي چي د نظامي او سياسي فعاليتونو په تور نيول شوي

لكه چي خبر يئ په دې وروستيو كي موږ يوه مهمه درې كسيزه ناسته درلوده؛ پدې ناستي كي پر څو مهمو مطالبو توافق او تعهد وشو: الف- د استانبول له ناستي د يوه ښه فرصت په توگه استفاده. ب- د بحران د حل داسي جامع طرح وړاندي كول چي أساسي بندونه ئې دا وي: 1.            د يوه لنډمهاله انتقالي حكومت له تشكيل او هغه ته د قدرت له انتقال سره توافق. 2.            په همدې انتقالي مودې كي به داسي انتخابات ترسره كېږي چي هم د جمهوري رياست انتخابات احتوى كړي او ه...
نور ولوله

حکمتيار: جنگ د بهرنيو په گټه او د افغانانو په زيان دئ

متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 7 جوزا 1400) الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم أَوَ كُلَّمَا عَٰهَدُواْ عَهۡدٗا نَّبَذَهُۥ فَرِيقٞ مِّنۡهُم ۚ بَلۡ أَكۡثَرُهُمۡ لَا يُؤۡمِنُونَ البقره: ١٠٠ إِنَّ شَرَّ ٱلدَّوَآبِّ عِندَ ٱللّٰهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ فَهُمۡ لَا يُؤۡمِنُونَ ٥٥ ٱلَّذِينَ عَٰهَدتَّ مِنۡهُمۡ ثُمَّ يَنقُضُونَ عَهۡدَهُمۡ فِي كُلِّ مَرَّةٖ وَهُمۡ لَا يَتَّقُونَ ٥٦ فَإِمَّا تَثۡقَفَنَّهُمۡ فِي ٱلۡحَرۡبِ فَشَرِّدۡ بِهِم مَّنۡ خَلۡفَهُمۡ لَعَلَّهُمۡ يَذَّكَّرُونَ الانفال: ٥٧ قرآن په دغو مباركو آيتونو كي؛ په خپلو ژمنو نه ودرېدل؛ د هغو خصلت گڼي چي يا كافر دئ او يا منافق. فرماي...
نور ولوله

زه یهودي یم او په دې ویاړم!

دا د هغي لیکني عنوان دی چي په دې وروستیو کي یو يهودي ځوان خپره کړل هغه په دې لیکنه کي لیکلي وه چي: زه یهودي یم او په دې ویاړم، نن ورځ د پریکړي واک زموږ سره دی، ای عربانو او مسلمانانو، ستاسي دبدبه او عظمت له مینځه تللی، آیا و مو نه لیدل چي موږ په څومره ځیرکتیا له تاسو سره څه کار وکړ؟ ستاسو کوڅو او سړکونو ته ولاړلو، آیا پوهیږئ چي څه کار مو وکړ؟ په ډيري اسانۍ سره مو ستاسو د انجونو حجاب (پرده) لیري کړه او د هغوی په حجابونو مو قرآن وپوښه، تاسي زموږ د فرمان لاندي یاست، چي هر ډول وغواړو او په هر وخت کي تاسو په همغه بڼه په حرکت راولو، تاسو یو بشپړه دین درلود، ولي موږ ددې لامل سولو چي ستاسي دین په ډلو، ډلو وویشو، خپل لباس (کالي) مو تاسو ته صادر کړل، خپلو بازارونو ته وګورئ، دا ټول لباسونه (کالي) ستاسي عزت ته سپ...
نور ولوله

حکمتيار: فلسطين د إسلامي امت زړه دئ او إسرائيل په دې زړه كي د غربي استعمار زهر لړلى خنجر دئ

متن د فلسطينيانو حمايت كي مظاهري ته وينا 31 ثور 1400 السلام عليكم و رحمة الله و بركاته الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ ٱلنَّاسِ عَدَٰوَةٗ لِّلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱلۡيَهُودَ وَٱلَّذِينَ أَشۡرَكُواْ ۖ و قال سبحانه و تعالى كُلَّمَآ أَوۡقَدُواْ نَارٗا لِّلۡحَرۡبِ أَطۡفَأَهَا ٱللّٰهُ ۚ وَيَسۡعَوۡنَ فِي ٱلۡأٓرۡضِ فَسَادٗا ۚ وَٱللّٰهُ لَا يُحِبُّ ٱلۡمُفۡسِدِينَ المائده: ٦٤ صدق الله العظيم الله تعالى فرمايي: له مؤمنانو سره په دښمنۍ كي به هغه تر ټولو شديد ومومې چي يهودان او مشركان دي. هر ځل چي دوى د جنگ كو...
نور ولوله

حکمتيار: رسنيو ته سپارښتنه كوو چي د ملت دردونه منعكس كړي؛ د هغوى د هيلو ترجماني وكړي

وروڼو خوېندو! موږ ټولو هغو افغانانو ته چي د جگړې خاتمه او ډاډمني سولي ته رسېدا غواړي، د خپل مظلوم ملت په پرېشانه حالت ئې زړه سوزي، د روان دردناك وضعيت فوري پاى ته رسولو او په دې لار كي د خپلو ديني او ملي مسئوليتونو د اداء كولو كلك هوډ او همت لري؛ بلنه وركوو چي راشئ د استانبول له ناستي د يوه فرصت په توگه استفاده وكړو او بحران ته أفغاني حل ولټوو. پر سياستوالو غږ كوو چي راشئ نوې تگلاره او رغنده اسلوب غوره كړو، توافق وكړو چي بحران او ټول كورني او بهرني عوامل ئې پاى ته رسوو، د حكومت جوړولو او بدلولو او له يوه بل ته د اقتدار د انتقال داسي طريقه غوره كوو چي نه په هغه كي يو څاڅكى وينه توى شي، نه توپونه، ټانكونه او جهازونه وكارول شي، نه د كودتاگانو شاهد وو، نه د ...
نور ولوله

حکمتيار: سولي ته اغېزمن داخلي لوري په صادقانه توگه له قيد شرط پرته مذاكراتو ته كښېني

سولي ته د رسېدو او د بحران د حل يوازينۍ لار دا ده چي ټول اغېزمن داخلي لوري په صادقانه توگه او له قيد شرط پرته مذاكراتو ته كښېني او پر څو أساسي خبرو توافق وكړي: •             پر يوه داسي انتقالي حكومت توافق چي غيرائتلافي او ټولو لوريو ته د منلو وړ وي. •             د دې حكومت د كار موده لنډه او أساسي دنده ئې د انتخاباتو ترسره كول وي. •             د داسي انتخاباتو په ترسره كېدو توافق چي...
نور ولوله

حکمتيار: بهرنۍ استخبارات لگيا دي اجير جنگيالي استخداموي او د نوي جنگ لپاره تيارى نيسي!!

له دې فرصت په استفادې سره څو عرائض لرم: هېواد مو له ډېر حساس پړاو تېرېږي؛ له يوې خوا بهرني ځواكونه چي دا اوږده خونړۍ جگړه ئې پر افغانانو تپلې؛ دې نتيجې ته رسېدلي چي بايد له افغانستان ووځي، دلته ئې مزيد پاته كېدا په زيان ده، د وتلو پرېكړه ئې كړې؛ خو په داسي حال كي وځي چي جگړه تر شا پرېږدي؛ له بلي خوا ځيني نور د يوه بل جنگ لپاره تيارى نيسي. په جنگ كي ښكېل داخلي لوري هم؛ لا نه دي توانېدلي چي د راتلونكي په اړه او سولي ته د رسېدو په ارتباط خپله اراده څرگنده او واضح او عملي طرح وړاندي كړي؛ لا اوس هم؛ يو له بل د تسليمېدو مطالبه كوي!! او دا له شك پرته جنگ ته بلنه او مقابل لورى دې ته اړ كول دي چي يا ورته تسليم شي او يا د جنگ لار غوره كړي. افغانان داسي دي چي كه هر ...
نور ولوله

حکمتيار: د فلسطين مسلمانانو لپاره د عاجلي بريا دعاء كوم

د نړۍ ټولو مظلومو مسلمانانو ته چي جگړو، ناامنيو او د استعمار او استبداد سلطې كړولي او ځورولي دي؛ بريا او سرلوړي غواړو او د إسلامي امت د تېر مجد او عظمت د اعادې دعاء كوو؛ په ځانگړې توگه د فلسطين مجاهد ولس ته چي د وحشي صهيونستانو له مسلسلو وحشتونو او تېريو سره مخامخ او په تش لاس د خپلو مقدساتو، ارزښتونو او د مسلمانانو د لومړۍ قبلې دفاع كوي؛ د دوى لپاره د مزيد صبر او عاجلي بريا دعاء كوم؛ د دوى همت او استقامت ته سلام كوم؛ د تنكيو ځوانانو همت او شهامت ته چي د ټانكونو مخي ته ودرېږي او په تيږو ئې ولي، د فلسطيني مؤمنو او غيرتي مېرمنو ثبات، استقامت او لوړ عزم ته. يقيناً چي إسلامي امت او سياسي مشرتابه ئې د دوى په وړاندي خجل او شرمنده دي؛ دا ځكه چي يوازي ئې پرېښي او حتى ځيني د دوى خلاف د صهيونستانو ملاتړ كوي او په لومړي خط كي د دوى...
نور ولوله

حکمتيار: د بهرنيو ځواكونو د وتلو معلومېږي چي افغانستان يوه بل خونړۍ جنگ ته حواله كړي

د محترم حکمتيار صاحب د كمكي اختر د خطبې متن( 1400هـ ش) الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم وَإِذۡ قَالَ إِبۡرَٰهِ‍ۧمُ رَبِّ ٱجۡعَلۡ هَٰذَا بَلَدًا ءَامِنٗا وَٱرۡزُقۡ أَهۡلَهُۥ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ مَنۡ ءَامَنَ مِنۡهُم بِٱللّٰهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ ۚ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُۥ قَلِيلٗا ثُمَّ أَضۡطَرُّهُۥٓ إِلَىٰ عَذَابِ ٱلنَّارِ ۖ وَبِئۡسَ ٱلۡمَصِيرُ البقره: ١٢٦ صدق الله العظيم او كله چي ابراهيم وويل: اې زما ربه! دا يو خوندي ښار وگرځوه او هغو اوسېدونكو ته ئې له مېوو روزي وركړه چي پر الله او آخرت ئې ايمان راوړى، او الله وفرمايل: او څوك چي كافر شو نو لږ به ئې (د دنيا له متاع) برخمن كړم، بيا به ئې د اور په لوري (تلو ته...
نور ولوله

حکمتيار: د اوسني حكومت تعويض؛ په داسي حكومت چي ټولو ته د منلو وړ وي

له افغانانو ئې غوښتني بايد دا وي: •             د اوسني حكومت تعويض؛ په داسي حكومت چي ټولو ته د منلو وړ وي. د فارن افيرز ليكنه ښيي چي له دې غوښتني سره د كابل حكومت زعامت هم موافق دئ. •             د دوى دوهمه غوښتنه به دا وي چي ټول زندانيان ئې آزاد شي. دا دوه وروستنۍ غوښتني بايد په بين الافغاني مذاكراتو كي وړاندي شي. اوربند دي په همدې پوري مشروط كړي؛ موقت اوربند دي اعلان شي؛ په همدې موده كي دي هم نوى حكومت جوړ او قدرت ورانتقال شي او هم ټول زندانيان خ...
نور ولوله

حکمتيار: د امارت إسلامي د مشرانو نومونه دي د أمريكا له تور فهرست حذف شي

وروڼو خوېندو! د أمريكا فارن افيرز نشريې؛ د افغانستان جمهور رئيس اشرف غني ته منسوب ليكنه خپره كړې؛ په دې ليكني كي ځيني مهم مطالب تر سترگو كېږي چي كه همدا د حكومت د نوي دريځ محور شي نو كېدى شي سولي ته د رسېدو په بهير كي ممد ثابت شي. مهم او د پام وړ مطالب ئې دا دي: 1.            د يوه انتقالي حكومت له تشكيل او هغه ته د قدرت له انتقال سره توافق. 2.            دا چي د دې انتقالي حكومت موده به لنډه وي؛ په همدې مودې كي به داسي انتخابات ترسره كې...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک