No-IMG

حکمتيار: د امارت إسلامي د مشرانو نومونه دي د أمريكا له تور فهرست حذف شي

وروڼو خوېندو!

د أمريكا فارن افيرز نشريې؛ د افغانستان جمهور رئيس اشرف غني ته منسوب ليكنه خپره كړې؛ په دې ليكني كي ځيني مهم مطالب تر سترگو كېږي چي كه همدا د حكومت د نوي دريځ محور شي نو كېدى شي سولي ته د رسېدو په بهير كي ممد ثابت شي.

مهم او د پام وړ مطالب ئې دا دي:

1.            د يوه انتقالي حكومت له تشكيل او هغه ته د قدرت له انتقال سره توافق.

2.            دا چي د دې انتقالي حكومت موده به لنډه وي؛ په همدې مودې كي به داسي انتخابات ترسره كېږي چي هم د جمهوري رياست انتخابات احتوى كړي او هم پارلماني او د محلي شورى گانى انتخابات

3.            دې ليكني كي د بهرنيو ځواكونو د ايستلو پرېكړي هم حمايت شوى.

دا هغه څه دي چي كه ټول لوري په صادقانه توگه ورسره توافق وكړي؛ له شك پرته د بحران په حل كي زموږ مرسته كولى شي.

طالبانو ته په كار ده چي دې ته د يوه ښه فرصت په سترگه وگوري؛ همدې ته په پام سره دي؛ د بحران د حل په ارتباط خپله نوې طرح تدوين او په واضحو الفاظو اعلان كړي او خپلي أساسي غوښتني دي مشخص كړي.

څو معقولي غوښتني درلودى شي چي ځيني ئې په افغانانو پوري مربوطي دي او ځيني په أمريكا پوري؛ صحيح نه ده چي په أمريكا پوري تړلې غوښتني؛ د افغانانو تر منځ د مذاكراتو او روغي جوړي مانع شي؛ مخصوصاً اوس چي بهرني ځواكونه عملاً د وتلو په حال كي دي.

له بهرنيو ځواكونو د دوى غوښتني دا كېدى شي:

4.            د ځواكونو ايستلو موده دي رالنډه شي.

5.            د امارت إسلامي د مشرانو نومونه دي د أمريكا له تور فهرست حذف شي.

6.            د جنگي غرامتونو مطالبه؛ دا هغه څه دي چي هر مؤمن او باهمته أفغان بايد د هغه جدي غوښتنه وكړي، له ټولو هغو هېوادو چي دا جگړه ئې په تېرو څلورو لسيزو كي پر افغانانو تپلې، بمونه او راكټونه ئې پر افغانانو ورولي او د دوى هېواد ئې وران كړى.

په دې غوښتني كي به ډېرى افغانان د دوى ملاتړ كوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک