No-IMG

حکمتيار: د اوسني حكومت تعويض؛ په داسي حكومت چي ټولو ته د منلو وړ وي

له افغانانو ئې غوښتني بايد دا وي:

•             د اوسني حكومت تعويض؛ په داسي حكومت چي ټولو ته د منلو وړ وي. د فارن افيرز ليكنه ښيي چي له دې غوښتني سره د كابل حكومت زعامت هم موافق دئ.

•             د دوى دوهمه غوښتنه به دا وي چي ټول زندانيان ئې آزاد شي.

دا دوه وروستنۍ غوښتني بايد په بين الافغاني مذاكراتو كي وړاندي شي. اوربند دي په همدې پوري مشروط كړي؛ موقت اوربند دي اعلان شي؛ په همدې موده كي دي هم نوى حكومت جوړ او قدرت ورانتقال شي او هم ټول زندانيان خوشي شي. كه دا دواړه غوښتني عملي شوې؛ نو موقت اوربند دي په دائمي اوربند بدل شي.

وروڼو خوېندو!

په هغو مباركو آيتونو كي چي د خطبې په پيل كي مي تلاوت كړل؛ قرآن خپل مؤمن مخاطب ته د مكې د فتحي په اړه داسي لارښووني كوي چي په كار ده د ښارونو د نيولو په ارتباط ئې هر مجاهد فرد او زعيم په كلكه مراعات كړي.

الله تعالى فرمايي:

وَهُوَ ٱلَّذِي كَفَّ أَيۡدِيَهُمۡ عَنكُمۡ وَأَيۡدِيَكُمۡ عَنۡهُم بِبَطۡنِ مَكَّةَ مِنۢ بَعۡدِ أَنۡ أَظۡفَرَكُمۡ عَلَيۡهِمۡ ۚ وَكَانَ ٱللّٰهُ بِمَا تَعۡمَلُونَ بَصِيرًا.

او الله هغه ذات دئ چي د مكې دننه ئې د دوى لاسونه له تاسو تم كړل او ستاسو لاسونه له دوى، له هغه وروسته چي تاسو ئې پرې برلاسي كړئ، او الله د هغه څه ښه ليدونكى وو چي تاسو كول،

دا مبارك آيت د حديبې د پېښي هغه وضعيت ته اشاره كوي چي تر معاهدې وړاندي داسي حالت رامنځته شو چي نږدې وه خونړۍ جگړه پيل شي؛

الله تعالى د قريشو او مسلمانانو تر منځ د نښتي مخنيوى وكړ، دا په داسي حال كي چي د قريشو جنگياليو په وار وار د دې هڅه كوله چي مسلمانان وپاروي او نښته رامنځته كړي، څو ځلي ئې غلچكي بريدونه وكړل، هر ځل ونيول شول او رسول الله صلى الله عليه و سلم بېرته پرېښودل، يو ځل د دوى څلوېښتو پنځوسو كسانو د شپې له لوري د مسلمانانو پنډغالي ته ډبري او غشي وار كړل، ټول د صحابه وو له لوري ونيول شول خو رسول الله صلى الله عليه و سلم ټول خوشي كړل، بل ځل اتيا كسانو د گهيځ لمانځه پر مهال ناڅاپي بريد وكړ، دوى هم ونيول شول او رسول الله صلى الله عليه و سلم پرېښودل، په دې توگه د قريشو هره هڅه شنډه شوه. په دې آيتونو كي دغو پېښو ته اشاره شوې او ويل شوي: دا خو الله تعالى وو چي د مكې دننه ئې د دوى لاسونه له تاسو راتم كړل او ستاسو لاسونه له دوى، له هغه وروسته چي تاسو ئې پرې برلاسي كړئ.

ورپسې فرمايي:

وَلَوۡلَا رِجَالٞ مُّؤۡمِنُونَ وَنِسَآءٞ مُّؤۡمِنَٰتٞ لَّمۡ تَعۡلَمُوهُمۡ أَن تَطَ‍ُٔوهُمۡ فَتُصِيبَكُم مِّنۡهُم مَّعَرَّةُۢ بِغَيۡرِ عِلۡمٖ ۖ لِّيُدۡخِلَ ٱللّٰهُ فِي رَحۡمَتِهِۦ مَن يَشَآءُ ۚ لَوۡ تَزَيَّلُواْ لَعَذَّبۡنَا ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِنۡهُمۡ عَذَابًا أَلِيمًا.

او كه هغه مؤمنان نارينه او مؤمني مېرمني نه وى چي تاسو نه پېژندل؛ داسي نه چي په ناپوهۍ سره ئې ترپښو لاندي كړئ او د دوى له كبله به تاسو ته په ناخبرۍ كي پېغور متوجه شي، د دې لپاره چي الله هغه څوك په خپل رحمت كي داخل كړي چي دى ئې غواړي، كه (ترې) بېل شوي وى نو د دوى هغه به مو په دردناك عذاب اخته كړي وو چي كفر ئې كړى.

نه يوازي دا چي الله تعالى غوښتل هغه مؤمنان صدمه ونه گوري چي مسلمانانو نه پېږندل؛ كه جگړه رامنځته شوې وى نو دوى به په ناپوهي كي صدمه رسېدله؛ همداراز الله تعالى غوښتل د مكې ډېر استوگن د ايمان له سعادت برخمن شي، كه هغه مؤمنان او دغه چي د ايمان سعادت به ئې په راتلونكي كي په برخه كېدو له قريشو بېل شوي وى نو الله تعالى به د قريشو كافران په دردناك عذاب اخته كړي وو.   

دې ته مو پام بايد وي چي دا مبارك آيت يوازي د هغه حالت په توضيح پوري محدود نه دئ بلكي له دښمن سره د جنگ او نښتو د څرنگوالي په اړه يوه الهي لارښوونه زموږ په وړاندي ږدي، د دې او دې ته ورته قرآني لارښوونو له مخي مسلمانان مكلف دي چي له دښمن سره د نښتو په دوران كي دې ټكي ته په كلكه توجه وكړي چي بې وزلي مسلمانان په ناپوهۍ كي ترپښو لاندي نشي او صدمه ورونه رسېږي، نه يوازي د داسي مسلمانانو په اړه بايد جدي اهتمام وكړي بلكي د هغو په اړه هم بايد اندېښمن وي چي كېدى شي په راتلونكي كي ايمان راوړي، البته دا لارښوونه د داسي حالت اړوند لارښوونه ده چي د جگړي ابتكار د مسلمانانو په لاس كي وي، د بريد وخت او څرنگوالى د دوى له لوري ټاكل كېږي، بريد يا دفاع ته اړ شوي نه وي، ځنډول ئې دوى ته كوم تاوان نه رسوي او د دښمن په گټه نه منتج كېږي.

قرآن موږ ته دا لارښوونه هم كوي چي كه ستاسو محارب دښمن؛ حتى هغه چي تاسو ئې له مسجد الحرام ايستلي يئ؛ د حج او عمرې په موخه د مكې په لور روان وي او ستاسو له سيمي تېرېږي بايد د هغوى مزاحم نه شئ.

سبحانك اللهم بحمدك نشهد ان لااله الا انت نستغفرك و نتوب اليك

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک