No-IMG

ناكاره ميراثي نسل

د الله لاره د بې منطقو خرافاتي خبرو او منترونو لاره نده. نه هم الله تعالی له خپلو بنده ګانو څخه غافل او بې خبره دی. په قران کریم کې د هغو ټولو حالاتو په اړه پیش ګویانې شوي چې د تاریخ په اوږدو کې د هغو خلکو حقیقت روښانوي چې ځانونه ددغې تګلارې پلویان معرفي کوي خو په اصل کې دوی هغه نا اهله نسل دی چې د الله کتاب ورته په میراث رسیدلی او په زړونو کې دغه سپیڅلي کتاب او عملي احکامو ته یې هیڅ ارزښت قایل ندي.

سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 169]

بیا له مخكينېو نسلونو څخه وروسته داسي ناكاره خلكو د هغوى ځاى ونېوی چي د الهي كتاب وارثان شول. د همدې دنيا بې ارزښته ګټې راغونډوي او وايي چي موږ به وبښل شو

او كه بيا یې هماغه دنيوي ګټې په مخه ورشي بيا یې په منډه را اخلي. ايا له دوى څخه د كتاب ژمنه (تعهد) نه ده اخيستل شوې، چي د الله په نوم دي هماغه خبره وکړي چي حقه وي؟ او دوى په خپله هغه څه لوستي دي چي په كتاب کښي ليكلي دي. د اخرت استوګنځى خو یواځې له خدايه وېرېدونكو كسانو لپاره ډېر غوره دى. ايا تاسي په دومره قدرې خبره نه پوهیږئ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک