No-IMG

اول نمره او ناقص العقل.....!

پرون يوه خورکۍ اول نمره راغلي ، وس بې دينو غوغا راپورته کړې چې ( ناقص العقله اول نمره راغله ) .

دلته بې دينه خواران په خپله خبره نه پوهيږي ،

اوله دا چې : بې دينان د عقل معيار د کانکور امتحان ټاکي ، چې دا يوه ستره ناپوهي ده ، که چېرې د عقل معيار دا کانکور وي نو بيا خو هغه ټول خلک د ښځې په نسبت ناقص العقله دي کوم چې په  نمرو کې له ښځې ښکته راغلي ، او ډېر دسې سيکولران هم دي چې هغوئ په کانکور کې ناکام شوي ، نو په دې معيار خو هغوئ د لکۍ قابل دي ،

له علمي اړخه هم په عقل او حافظه کې ډېر توپير دی ، کانکور يا د مکتب امتحانونه له حافظې سره زياته اړيکه لري ، او دا عين ممکن ده چې يو شخص دې ډېره ښه حافظه ولري خو عقلمندي کې کمزوری وي او بل شخص حافظه کمزورې ولري خو عقلمندي کې ښه وي ، معنا دا چې دا دواړه جدا جدا ابواب دي .....! او دا د انټيليجنس منيجمنټ يوه مسلمه خبره هم ده ،

بلکه معاصر نړيوال تحقيقات وايې چې اکثره اول نمره ګان بيا ورسته د متوسطو نمرو شاګردانو نوکران وي ،

لامل يې دا دی چې اول نمره ګان زيات تمرکز په خپل درس کوي او د ذهن نور جوانب ډېر نه کاروي ، نو ځکه د دوئ ذهنيت هم ډېر تخليقي ( creative ) نه وي ، په دې موضوع يو کتاب هم ليکل شوی چې

(why a grade student work for c)

نومېږي ، ياد کتاب يو موثق او مشهور ليکوال( روبرټ کيوسکي) ليکلی ، زما هدف دلته د اول نمره ګانو ټيټه بيانول نه دي بلکه دا ښودل دي چې ضروري نه ده اول نمره دی کامل العقل هم وي ،

دويمه دا چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم دا ( ناقص العقله ) لفظ ښځو ته وکارول نو دا معنا نه چې دا يو سپک نسبت دی ، بلکه هغه يو حقيقت ويلی دی ، د دې دسې مثال دسې دی لکه : لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي چې د مور حق ډېر دی ، او دا خبره يې درې ځل وکړه ، او د پلار حق لږ دی ، د هغه لپاره يې يو ځل خبره وکړه ،

وس د دې خو دا مطلب نشو چې سړي دې دنيا په سر واخلي او چغې پورته کړي چې اووووووه سړو ته يې کم نسبت کړی ، بلکه رسول الله صلی الله عليه وسلم يو حقيقت بيان کړی ، وجه دا ده چې د بچي په روزنه کې د پلار په نسبت مور ډېر زيار باسي ، نو دلته د ښځو ډېر توصيف شوی ،

همدا راز که چېرې موږ په غرب کې د ښځو ونډه وګورو نو دا حقيقت په ښکاره ډول موندلی شو ، ولې په اقوام متحده کې ښځې او سړي مساوي نه دي ؟ ولې د امريکا په کانګرس کې ښځې د سړو په تعداد نه دي ؟ ولې د فرانس ، جرمني او نورو ممالکو انتظامي امورو کې ښځې کمې دي او سړي ډېر دي ، په روسيه کې ښځې ډېرې دي د سړو په نسبت خو بيا هم افغانستان ته ډېرې کمې ښځي راغلې وي ، همدا راز امريکا هم .....!

لنډه دا چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث غرب په خپلو کړنو کې ثابت کړی ، فقط د غرب شعار متضاد دی ,

لنډه دا چې ښځه زموږ د ژوند برخه ده ، او د سړيو سره توپیر لري ، دا توپير مهم دی ، که چېرې توپير نه وايې نو ژوند په سمه معنا نشو چليدلی ، ښځه په عواطفو کې ډېره مخکې ده ، او سړی په عقلانيت کې ، او دا دواړه په يو مخصوص تناسب سره کار کوي ، که چېرې ښځې په عواطفو کې مخکې نه وايې نو د اکثره ماشومانو سالمه روزنه به نه کېدله ، ماشومان به د مور له ميني محروم وو ، او د کريمينالوجي تحقيقات وايې چې هغه ماشومان چې د مور له ميني محروم وي نو زيات احتمال وي چې هغوئ جرايمو کې واقع شي ، نو که چېرې ښځې په عواطفو کې مخکې نه وايي نو د جرم کچه به له حده زياته وه .

پاتې شوه د وطني سيکولرانو خبره نو دوئ سايکو مريضان دي چې هر ځای کې خپله شادګلي ونکړي نو زړه ته تسکين نشي وربښلی .....!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک