No-IMG

د تقوا، تعلیم او تدبیر څېره الحاج مدیر صاحب عبدالهادي حماد

ډاکتر عبدالهادي ذوالحکمت

 

دا یو ستر حقیقت دی چی الله تعالی په هر ملت او قوم کې داسې شخصیتونه راپیدا کوي چې د هغوي ژوند، افکار او کردار د نسلونو لپاره د الهام سرچینه ګرځي، دا شخصیتونه تل د تاریخ  پاڼې روښانه کوي، ټولنې ته لارښوونه کوي او د بدلون، اخلاقو، تعلیم او تدبیر بیلګې وړاندې کوي.

په افغانستان کې هم یو له دغو ارزښتناکو او نایابه څېرو څخه الحاج مدیر صاحب عبدالهادي(حماد) دی چې ژوند یې له تقوا، علم، اخلاق، ښوونې، روزنې او خدمتونو څخه ډک پاته شوی.

الحاج مدیر صاحب عبدالهادي(حماد) شاوخوا ۷۵ کاله وړاندې د هلمند ولایت، نهرسراج ولسوالۍ د قلع‌ګر سیمې په یوه دینداره او علم‌پالې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، دا کورنۍ له دیني او عصري ارزښتونو سره ژوره مینه درلوده، د علم او تقوا فضا پکښې حاکمه وه، همدغه ماحول و چې د الحاج مدیر صاحب حماد په شخصیت، فکر او مسیر کې ئې ژور تاثیر وکړ او یو ځلانده ستوری ترې جوړ شو.

 

علمي سفر

 

حماد صاحب له کوچنیوالي څخه له علم سره ځانګړې مینه درلوده، د قرآني زده‌کړو ترڅنګ یې د دیني علومو بنسټیز درسونه له محلي استادانو راشروع آن تر پوهنتونه ورسول، په فقه، تفسیر، حدیث، لغت، منطق او نورو اسلامي او عصري علومو کې ئي ژوره پوهه تر لاسه کړه، ده نه یوازې د زده‌کړو تنده لرله بلکې زده‌کړه یې د ځان د اصلاح، ټولنې د ودې او امت د بیدارۍ وسیله هم ګڼله.

 

د ښوونې او روزنې ډګر

 

حاجی مدیر صاحب عبدالهادي(حماد) د خپل علمي سفر له پيل سره سم، د علم خپرولو او روزلو ستر ميدان ته ورودانګل، هغه نه یوازې یو عالم، پوه بلکې یو معلم، مربي او د فکري لارښوونې منبع ګڼل کيده. زرګونه شاګردان یې وروزل او د هغوی د شخصیت، علم، اخلاقو او دیني فهم بنسټ ئې کېښود، ده ښوونه یوازې یو رسمي کار نه بلکې یوه روحاني، اخلاقي او ټولنیزه وظیفه ګڼل.

 

د مدیریت او تعلیمي اصلاحاتو مخکښ

 

الحاج مدیر صاحب عبدالهادي( حماد) د افغانستان په بېلابېلو ښوونیزو ادارو کې د مدیر، مشاور او لارښود په توګه دندې ترسره کړې، د ښوونځیو، لیسو او ديني مدرسو د سمون، انضباط، مسلکي همغږۍ او پرمختګ لپاره یې نه ستړې کېدونکي هڅې کړې، حماد صیب تل ښوونکي هڅول، شاګردانو ته یې فکري او علمي روحیه ورکول او ادارې به ئې د اخلاص، تقوا او خدمتونو پر بنسټ تنظیمولی.

 

حماد صیب  به تل ویل:

 

 "ښوونه باید د انساني شخصیت د رغونې وسیله وي، نه یوازې د معلوماتو د انتقال وسیله."

 

جهاد، هجرت او فکري مبارزه

 

کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، مدیر صاحب د خاموش ناست پاتې کېدو پر ځای د هجرت او جهاد لار غوره کړه، نوموړی د حزب اسلامي افغانستان له فکري او علمي بنیادګرانو په قطار کي شمیرل کیده او د تنظیمي، تعلیمي او تبلیغي چارو مخکښ ګڼل کیده، ده د جهادي او مهاجري کمپونو په منځکې د دیني مدرسو او مکاتبو بنسټ کېښود، تعلیمي نصابونه ئې ورته ترتیب کړل او د مجاهدینو د معنوي روزنې لپاره ئې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړې.

 

الحاج مدیر صاحب عبدالهادي حماد د تقوا، علم، او تدبیر ژوندي انځور دی، چې د جنوب‌لويديځې حوزې  لپاره یې رغنده او نه‌هېرېدونکی رول لوبولی دی.

 

د حاجي مدیر صاحب جهاد یوازې له ټوپک سره نه بلکې قلم، فکر، نصیحت او تقوا هم د ده د مبارزې اساسي وسایل وه.

 

شخصیت، اخلاق او کورنی ژوند

 

مدیر صاحب یو زاهد، متواضع، باخلاص او ژور فکر لروونکی شخصیت دی، د استاد، عالم، مدیر او مشاور په توګه یې ځانګړی احترام درلود، هغه نه یوازې په وینا کې بلکې په عمل کې هم د اسلامي اخلاقو بیلګه ده، خپل کورنی ژوند ئې له محبت، درناوي او تقوا ډک ساتلی دی، د شاګردانو، همکارانو او ټولنې له خوا د ده د شخصیت پر روڼتیا او صداقت ټولو اتفاق درلود.

 

د حماد صیب په هکله د خلکو نظريه:

 

"مدیر صاحب عبدالهادي(حماد) زموږ د فکرونو علمي، جهادي او اصلاحي بنسټ کېښود، هغه موږ ته یوازې درس نه راکاوه بلکې موږ ته یې ژوند راوښود."

"موږ ډېر مدیران او رهبران لیدلي خو حماد صیب لکه یو پلار، یو مشاور او یو رهبر ----- د ده تر سیوري لاندې ښوونه یو مقدس عمل دی."

 

میراث او دوامداره تاثیرات

 

الحاج مدیر صاحب عبدالهادي (حماد) د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوه داسې ستره څېره ده چې د علم، تقوا، تدبیر او جهاد بېلګه ګڼل کېږي، د ده هڅې، افکار، شاګردان او تربيتي جریانونه به د اوږدې مودې لپاره د ملت په فکري حافظه کې ژوندی پاتې وي.

 

هغه د یو علمي، فکري، اخلاقي او ټولنیز انقلاب بنسټ ایښودونکي دی، دا لیکنه یوازې د حماد صبب د ژوند یوه لنډ انځور دی خو اصلي تاثیرات یې له نسله تر نسله انتقالي ارزښت لري.

 

زه دا څو کرښې د الحاج مدیر صاحب عبدالهادي حماد د ژوند، کردار، اخلاقو، تقوا، او تعلیمي هڅو په اړه د زړه له کومي د درناوي، احترام او ستاینې په نیت لیکم، ځکه چې دا ستر شخصیت د ښوونې، روزنې، اصلاح او رهبري یوه روښانه څېره ده، چې د ټولنې د مثبت بدلون او پرمختګ لپاره یې ستړي مشقتونه او نه ستړېدونکې هڅې کړي دي.

 

د استاد صاحب ځانګړتیا دا ده چې نه یوازې یې د تعلیم او تربیې په ډګر کې خدمت کړی بلکې د دیني ارزښتونو د خپراوي، د اخلاقو د سمون، د تقوا د ترویج او د اسلامي اصولو د عملي کولو لپاره یې هم ژوره علاقه او اخلاص درلود.

 

د ده شخصیت یو جامع، متوازن، متفکر او باعمل شخصیت دی، چې د خلکو زړونه یې ګټلي دی، د ولس په منځ کې یې د اعتماد، باور او مینې فضا رامنځته کړې ده، ځکه د ده خبرې، مشورې او اقدامات ټول له تدبیر، حکمت او اخلاصه ډک دي، د ده د خبرو او چلند له برکته ډېر ځوانان سم لوري ته سوق شوي، ښوونکي، شاګردان، د دین خدمتګاران او نور ټولنيز فعالان ترې متاثره شوي دي.

 

مدیر صاحب حماد یو سپېڅلي، تقوا لرونکي، صادق او علمي ژوند خاوند دی، د ده ژوند زموږ لپاره یو ښکلی نمونه او رول ماډل دی، موږ ته ښايي چې د ده له ژوند، سیرت، اخلاقو او تدبیر نه الهام واخلو او د خپل ځان او ټولنې د اصلاح لپاره کار ترې زده کړو.

 

روان فعالیتونه

 

الحاج مدیر صاحب عبدالهادي(حماد) د دین، علم او د ټولنې اصلاح ته ځان وقف کړی دی، نوموړی د علمي او اجتماعي فعالیتونو له لارې د ټولنې د بیدارۍ، یووالي او اصلاحي حرکتونو ملاتړ کوونکي دی، که څه هم د عمر له پلوه د ژوند وروستیو مرحلو ته رسېدلی، خو لا هم د مشورې، نصیحت او فکري لارښود په توګه د ګڼو علماوو، شاګردانو او ټولنیزو قشرونو لپاره الهام بخښونکی شخصیت دی. د هغه مجلسونه د تقوا، بصیرت او علم خوند لري.

 

الله تعالی دې مدیر صاحب ته د خپلې ځانګړې رحمت دروازې پرانیزي، درجات دې یې لوړ کړي او د ده خدمتونه دې د ټولنې د یووالي، پوهاوي، تعلیم او تربیې لپاره جاري وساتي او زموږ نسلونه دې له داسې شخصیتونو څخه الهام اخستونکي شي. آمین.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک