
آدم خان استاذ د بهادرۍ، ایماندارۍ او مبارزې سمبول وه
آدم خان یو بهادر، ایمانداره او مجاهد شخصیت و، چې د خپل ولس، دین او خاورې د دفاع لپاره یې له هیڅ ډول قربانۍ دریغ ونه کړه .
هغه د روسانو او د دوی د غلامانو لپاره د ویر، وحشت او ناکرارۍ سمبول ګرځېدلی و.
د ده له لاسه د روسانو زړونه چاودلي وو؛ سور مخي او شین سترګي يې یوپهبل پسې جهنم ته واستول.
ډېری هغه غلامان چې د روسانو نوکران وو، یا خو يې د آدم خان استاذ په دعوت سمې لارې ته را وګرځیدل، او یا یې له خپلو بادارانو سره یو ځای، د عبرت لارې ته واستول شول .
آدم خان په هغه چاودنه کې شهید شو، کومه چې د روسانو لخوا د را ګذار شوی نا چاودلي بم د اره کولو په وخت کې رامنځته شوې وه ، مج،،ا،،هد،،ینو به د روسانو ناچاودلي بمونه اره کول اوبیا به یې له باروتو څخه نور ضد پرسونل بمونه جوړول.
دغه چاودنه د شهادت هغه زېری وه، چې آدم خان استاذ کلونه کلونه انتظار ویستلی وه.
د ده د شهادت ورځ، د کمونستانو لپاره د اختر په څېر وه.
په جلالاباد ښار کې یې جشنونه نیولي وو او د خپلې مؤقتې بریا خوشحالۍ یې کولې ، خو کله چې رسول خان د آدم خان د شهادت خبر واورېد، ښار ته ورسېد، او پر کمونستانو یې داسې حمله وکړه او لوډسپیکرونو کې یې وویل:
"هغه آدم خان چې شهید شوی و، بېرته را ژوندی شو!"
د رسول خان دا خبرې د ښار پر فضا اور بل کړ ؛ کمونستان له وېرې وتښتيدل ، جشنونه يې ودرېدل، او جلالاباد ښار له دوی خالي شو.
الله جل جلاله دې جنت فردوس اعلی نصيب کړي .