No-IMG

الحاج ظفرالله مشهور په فخرالدین

جناب حاجي ظفرالله مشهور په فخرالدین د حافظ القران و الحدیث مرحوم حاجي سعدالله زوي چې په ۱۳۳۸ هـ ش کال کې د خوست ولایت د باک ولسوالي د بډۍ ملایانو په عالمه او متشرعه کورنۍ کې زیږدلۍ دی .

خپلې ابتدائې زده کړې یې د باک په عالي لیسه کې ترسره کړې او په ۱۳۵۱ هـ ش کال کې د متواسطه زده کړو لپاره د پکتیا و لایت د روحاني بابا مشهورې مدرسې ته تبدیل شو د خپل لوړ زکاوت له امله یې متسواطه دوره ژر پای ته ورسوله او په ۱۳۵۵ هـش کال کې د عالي زده کړو لپاره د خپل نیکه په پاملرنه د کابل ولایت په عربي دارلعلوم کې شامل شو .

 

د خپلې تحصلي دورې ترڅنګ د هغه ځوانو اسلامي مبارزینو ملا وتړله چې د کابل په پوهنتون کې یې د خلق او پرچم په ضد د حق ناره پورته کړی وه ، ددغو ځوانو اسلامي مبارزینو سره یې په هره مظاهره او عونډه کې شرکت کاوه ، ده عقیده درلوده چې د اسلام ضد عناصرو په مقابل کې لومړی د پوهنتون شاګردانو او بیا دټولو هیوادوالو افکار د اسلام د مقانیت او مذهبی احکامو د ترویج او اشاعت لپاره عیار او مهایه کړي .

مګر افسوس! چې په ۱۳۵۷ هـ ش کال کې د ثور په اومه نیټه دغه ملحد ریژیم د یو بدمرعې او خونړۍ کودتا په ترڅ کې واک ته ورسیده

 

 دهیواد په مخورو،سپین ږیرو، علماؤ او د اسلامي نهضت په ځوانو مبارزینو باندې یې د اسلام د اشاعت او ترویج هر ډول لارې بندې کړې .

ځیني یې سمدلاسه د شهات لوړ مقام ته ورسول او ځیني یې د زندان تورو تیارو پر لور یوړل شول . حاجي صاحب فخرالدین هم له دغه زهرجن حالت څخه ونه ژعورل شو ، د نورو مبارزو وروڼو په شان د کابل د عربي دارلعلوم په لاره ددغه وخشي صفته اعیار له لوري ونیول شو ، په زندان کې تر سختې شکنجې وروسته په هغه باندې د اعدام حکم صادر شو ، خو په اسلام مینو عسکرو له جملې څخه یو تن د تعاون په اساس د زندان څخه د تښتې زمینه ورته برابره کړه ، ددغه معهود عسکر په ملتیا له یې له دغه کرعیړن زندان څخه فرار وکړ، ډیر په تکلیف یې د کابل څخه د خوست پر لور حرکت وکړ ، بلاخره کورته د رارسیدو سره سم ګاونډي هیواد پاکستان ته مهاجر شو ، او هلته بیرته له خپلو مبارزو وروڼو سره یوځای شو او د ځاځي میدان په جبهه کې په وسلوال جهاد پیل وکړ.

 

دا چې حاجي فخرالدین د خپل اسلامي احساس له مخې د وسلوال جهاد سره ځانګړي مینه درلوده ، نو د مبارزې اکثره موده یې د جهاد په ګرمو سنګرونو کې تیره کړي ده ، پرته له مبالعې که ووایو چې حاجي صاحب فخرالدین د هیواد په ټولو ولایاتو کې آن تر ولسوالیو پوري په سنګرونو کې شپې سبا کړیدی.

 

، خو د خپل اخلاص ،صداقت،او امانت په وجهه د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر انجنیر صاحب ګلبدین حکمتیار د محافظوی ګروپ قومندان وټاکل شو

 

 ددغه مهمې او کلیدي دندې پّ ترڅ کې یې د اعیارو اکثره دسیسې ، پلانونه او ناوړه اهداف خنثی او دوجابت له مخې یې د امیر ځانګړي ساتنه کړيده ، د میرانشاه د خوضې د مشکلاتو له امله حاجي صاحب فخرالدین د میرانشاه عونډ د مسؤل په حیث وټاکل شو ، خو د څه مودې ورسته حاجي فخرالدین ټول مشکلات حل او فصل کړل ، او بیرته د خپل امیر په غوښتنه خپلې کلیدې دندې ته راستون شو ، دلښکر ایثار د عونډ په جوړیدو سره حاجي صاحب فخرالدین عالبآ د لومړي کنډک د څارنوال په حیث وټاکل شو ، د حاجي صاحب فخرالدین په شان د ځوانو مبارزینو،مجاهیدینو او مخلصو افرادو په مټ ګران هیود د پردیو له اشعال څخه ازاد او د هیواد په ټولو لوړو څوکو اسلامي بیرع رپانده شو ،

خو د مجاهیدینو ترمینځ دداخلي اختلافاتو په اساس حاجي صاحب فخرالدین یو ځل بیا د حهاد لاره خپله کړه ، د حزب اسلامي د مجاهد امیر په امر د حزبي مجاهینو سره یو ځاي د ازربیجان په لور حرکت وکړ، که څه دغه سفر له پوره کړاوونو ، تکلیفونو او خطرونو ډک وو ، خو ددوی قوی عزم ، پیاوړي ایمان دوي په شاه نه کړل . همغه وو چې د انجنیر صاحب وحیدالله سباوون په مشرۍ یې په ازربیجان کې هم سرې لښکرې له ماتي سره مخامخ کړې. بلاخره د یوې مغهدې په اساس د حزب اسلامي ټول مجاهدین خپل هیواد ته راستنه شول. حاجي صاحب فخرالدین له څه مودې وروسته په ۱۳۷۴ هـ ش کال کې د خپلې کورنۍ د حلال رزق د حصول لپاره سعودی عربستان ته سفر وکړ،

 

 خوشبخته وو چې د حج فریضه ، د نبی علیه الصلاة وسلام زیارت او د ځیني نورو مقدساتو ملاقات یې نصیب شو ،

بلاخره په ۱۳۸۳ هـ ش کال کې یو ځل بیا خپل ګران هیواد ته راستون شو ، او په ۱۳۸۴ هـ ش کال کې یې د مهاجرینو د مرستې په پروګرام کې يې عملآ برخه واخیسته

 

، د اخلاص ، صداقت او امانت له امله یې مسؤلیت نور هم اضافه شو، او په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې د ملي پیوستون پروګرام د باک ولسوالۍ د مسؤل په حیث وټاکل شو ، دحزب اسلامي د امیر د راځرګندیدو سره سم یو ځل بیا له خپلو پخوانیو مبارزینو سره یوځای شو ، چې د خپل امیر د راڅزګندیدو لپاره یې ناستړی کیدونکي هلې ځلې وکړې . د حزب اسلامي په ورستني نشکیلاتو کې د خوست ولایت د انسجام د امېر په توګه وټاکل شو ، خو د ۱۳۹۶ هـ ش کال د دلوې د میاشتې په ۲۸ نیټه د ورپیښې ناروعۍ له امله د خوست په مرکزي رغتون کې روح خپل خالق رب ته وسپاره

انا لله وانا الیه راجعون

روح یې ښاد یاد یې تل او برکتونه یې په ځوان نسل

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک