جنرال محمد نوازخان کوچی
د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د نسوخیلودکلی اوسیدونکی مبارز او مجاهد شخصیت ستر جنرال محمد نوازخان کوچی
حربي پوهنتون لوستی ؤ او د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې یې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې لکه (خوست,کندهار,غزني ) او نورو ولایتونو کې په پوره شجاعت او میړانه دندې ترسره کړي.
ارواښاد سترجنرال محمد نواز د کمونستي کودتا پرمهال په کابل کې دنده ترسره کوله او د حزب اسلامي افغانستان د مرکزي حوزې له تشکيلاتو سره هر اړخیزه همکاري درلوده .
د ۱۳۶۰ هـ ش کال په اوږدو کي يې حکومتي دنده پریښوده او د مجاهدينو له ليکو سره يوځاي شو . مجاهد جنرال نواز خان اوږده موده دحزب اسلامي د مجاهدينو تر ټولو لوي کمپ ( ورسک کمپ ) په پوره اخلاص او قوي مديريت اداره کړ.
ارواښاد سترجنرال نواز خان د دې ترڅنګ چې يو قوي جهادي کمپ يي اداره کړ, د حزب اسلامي افغانستان په اداري چوکاټ کې يې هم په پوره اخلاص دندې اجرا کړي دي .
د طالبانو له منځته راتګ وروسته هغه په خپله ولسوالي کې د يوه زړه سواند مشر په توګه پاتې شو.
