No-IMG

قوماندان ضابط صاحب نظیر جان

داسلامی انقلاب ځلانده ستوری اودسور ښامارشوری اتحاد دتجاوز په وړاندی مخکښ مجاهد او جهادی قوماندان محترم بریدجنرال نظرجان دمرحوم صاحب نور زوي د خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ داباد خانی لوي کلي اوسېدونکی چه په 1335ھ ش کال کي په نوموړي کلي کي نړی ته راغلي. او په 1342ھ ش کال کي د یعقوبیو په ابتدايي ښوونځي کي شامل شو .

د هغه درسي قابلیت او لیاقت په وجه چه درلود یی په خپل ټولګي کي په لوړه درجه بريالی شو. په 1347ھ ش کال دیعقوںیو د لومړنۍ ښونځۍ څخه فارغ شو .

او د هغه وخت ددولتي او تعلیمی قوانینو له مخی چه باید تر شپږم ټولګی وروسته په اعلی درجه بريالی زدکونکي په لوی امتیاز د کابل په حربي ښوونځۍ کي شامل شی نو مرحوم نظرجان هم په 1348ھ ش د حربی ښونځي په اووم ټولګي کي شامل

او په 1354ھ ش کال د حربي ښوونځي ددولسم ټولګی څخه فارغ شو .

مرحوم په 1355ھ ش کال د کابل په حربي پوهنتون کي شامل او په 1357ھ ش کال د کابل د حربي پوهنتون څخه د دوهم بریدمن په رتبه فارغ او په عسکری دنده وګمارل شو.

په همدی دوران کي چه په هیواد کښی د کمونیزم دسره ښکیلاک تور څادر او توری لړی خپری شوی وی .داچی مرحوم وارله مخه د حربي ښوونځي او حربي پوهنتون د زدکړو په دوران کي هم د افغانستان داسلامي تحريک د غړیتوب وياړ درلود. نو له دی امله د تنظيم د مشرتابه له خوا ورته د نورو تنظیمی اوتحریکی وروڼو تر څنګ د کمونست حکومت په خلاف په هیواد کي د ننه د جهاد او تحریکي فعاليتونو دنده وسپارله شوه. تر هغی چی په داخل دهیواد کښی دجهاد او کار کولوزمینه برابره وه ترهغه یی په داخل دهیواد کښی خپل مقدس جهاد ته ادامه ورکړه او په پوره ميړانه او جرآت ئي د هیواد د غليمانو مقابله وکړه .ولی کله حالات خراب او له قابو څخه ووتل .

نوموړي هم ددولتي دندي پریښودو ته اړ. او په(۱۳۶۱)کال کښی دنورو هیواوالو په دی هم مهاجر اوپه زغرده د وسله وال جهاد ليکو ته داخل شو . .

د کامل جرآت مسلکي زده کړو او کلکو اسلامی عقايدو په برکت د خپلو نورو مجاهدينو تر څنګ په ډيرو عملیاتو کي شریک شو. اوپه هر ځل عملیاتو کښی یی په هره مرحله کي د حزب اسلامې مشرتابه او خپلو ملګرو ته دا ثابته کړه چه نوموړی مخلص باجرآته آمین او د قربانۍ په ډګر کي هر چا وړاندی دي. نو د صبريو د ټول قوم اودصبریو د مجاهدينو په غوښتنه د حزب اسلامې د مشرتابه له خوا د ابوذر غفاري( رض) د مستقلې جبهې د قوماندان په توګه وټاکل شو. او داسلامی انقلاب تر بریالی کیدو پوری ددې جبهې د قوماندان په حیث مسووليت ور په غاړه وو.

د يادولو وړ ده چه کمونیزم د پاتی شوونی حکومت د را پرځولو په درشل کي د خوست ، ګردیز فتوحات او د کابل د فتحی د اخرینیو عملیاتو پرمهال د کابل د جنوبي محاذ د مجاهدينو لویه برخه د مرحوم قوماندان صاحب نظرجان تر قوماندې او لارښوونو لاندې خپلې اسلامی او ایماني دندې تر سره کولی.

او کله چه د حزب اسلامې امير محترم انجينر ګلبدين حکمتيار صاحب د هیواد د صدراعظم په توګه وټاکل شو .نو حزب اسلامې د نظامی کمسيون په وړاندیز د هغه دقربانیو او د هغه جهادي فعالیتونو په پار چه د هیواد څخه د سرو لښکرو په شړلو کي کړی وو .

دهیواد د صدراعظم له خوا ورته د برید جنرال د رتبې افتخار او امتیاز ورکړل شو

اروا ښاد برید جنرال نظرجان د خپلو ملګرو په منځ کي په صبر استقامت حوصله او ورین تندي مشهور وو .

له هر ډول تعصبونو نفرتونو داخلي اختلافاتو او لانجو نه به ئي هر وخت ځان په ډډه ساتلو د شوری د ملګرو د خيالاتو او رایو خيال به یی ساته او د حزب اسلامې د امانتونو د ساتنې ئي پوره اهتمام کاوو فداکاره عاجز او د ملګرو په وړاندي ډیر حلیم خو ددین دوښمنانو په وړاندي سخت او جدي . اوپه ۱۴۰۳کال ددلوی په۲۹ تاریخ یی دورپیښی ناروغی لامله خپل دلوی متعال رب دربار ته وسپاره

دعاګانې کوو چه الله تعالی د ی محروم قوماندان صاحب نظرجان ته د خپل رحمت په سیوره کي ځای ورکری او ټولي جهادي هلی ځلی دي الله ( ج) پخبل عظیم دربار کښی قبولی کړی. وارثینو

او ټولو غمجنو خپلوانو ملګرو او کورنيو ته د لوی اجر او پوره صبر او زغم غوښتنه کوو

انا لله وانا الیه راجعون اللهم اغفر له و لنا و لسائرلمسلمین و المسلمات والمؤمین و المؤمنات الاحیامنهم و الاموات انک مجیب الدعوات آمین یا رب العلمین

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک