No-IMG

د شهید احمد هجرت اسلام جار لنډه پیژندنه

نن غواړم چې د سره رود ولسوالۍ يو بل وياړلی اتل شهيد او فخر مشرقي در وپېژنم  چې د وخت کمونيستي رژيم او باداران يې ترې په لړزان ول چې بالاخره يې د هېواد د آزادۍ لپاره خپل سر نذرانه کړ.

دحق او باطل تر منځ په نه ختمېدونکې مبارزه کې ګڼ شمير مؤمنان او د خداى د لارې سپېڅلي مجاهدين په شهادت رسېدلي اوبې شمېره طاغوت پرستان د بدبختۍ او جهنم کندې ته ورګذار شويدي.

ددې هيواد مسلمان او غيرتي ولس د هر تيري کوونکي استعماري قوت په وړاندې په ډېر شهامت او د خپل مضبوط ايمان په زور  په تش لاس ودريدلي او د خپل دښمن جرړې يې له بېخه رايستلي .

د اسلام په دغه  روښانه او دوران جوړونکي تاريخ کی د ډیرو سرښندونکو ،اتلو او مېړنیو مجاهدينو یادګارونه ژوندی او د تاریخ په زرینو پاڼو کی خوندی ساتل شوی دی .

دا دی  د اسلامی غورځنګ او اسلامی تحریک د مخکښو شهیدانو څخه یو هم شهید استاد احمد هجرت اسلام جار دی چی د وخت هر سرکشه اوطاغوتی ظالمانو ته یی د سر په کاسه کی اوبه ورکړی او د خپلو وینو په قربانی سره یی د اسلام بڼ ته تازګی ور وبخښله .

د جهاد د مبارزی د ډګر دا اتل ځلیدونکی ستوری شهید عبدالقدیر (احمد هجرت) اسلام جار  د شهید الحاج مولانا مفتی عبدالاحد خان زوی د الحاج محمد عمر خان لمسی او دمحمد اخند زاده کړوسی دی .

شهید احمد هجرت په ۱۳۳۰ لمریز کال د کب په میاشت  دننګرهار د سره رود ولسوالۍ په بیمارانو (هجرت کلی ) کی دې فاني نړۍ ته سترګې غړولي او د یوې دیندارې او جهاد پالې کورنۍ پر غیږ کی رالوې شو .

نوموړی د خپلو زده کړو په وخت لومړی د چهار باغ صفا په لومړني ښوونځی کی شامل شو او د فراغت وروسته د فقرالله لیسی ته ورغی ، د خپلو ثانوي زده کړو په دوران کې د خپل سرشاره استداد په مرسته نږدې ګرد مروج دینی علوم لکه میراث  صرف ، نحو، تفسیر، حدیث، فقه، منطق، عقاید، اصول او نورو کیې دکتنې وړ مهارت تر لاسه کړ بلاخره په ۱۳۵۰ لمریز کال د فقرالله لیسی څخه فارغ شو او په ۱۳۴۹ لمریز کال چی لا زده کوونکی و د اسلامی خوځښت د سرښندونکو په ډله کې ومنل شو کله چې د شهید استاد پلار شهید الحاج عبدالاحد خان زندانی شو، دې ته وخت او شرایطو د ډاګیزې مبارزې اجازه نه ورکوله نو په همدې بنسټ د پیغمبري سنتونه په ګټې اخیستنې په ۱۳۵۷ لمریز کال خپلې کورنۍ سره یو ځای د هجرت لار ونیوله او ګاونډي هیواد پاکستان ته مهاجر شو .

چی وروسته بیا د مومندرې د جهادي حوزې امر وټاکل شو ، ددغه بختور فاتح تر قومندې لاندې مجاهدینو د کامې ،ګوشتې ،لعل پورې علاقه داری او د ښیوې ولسوالۍ زیاتره برخې فتحه کړی . او پدغه سیمو کې يې د اسلام سپیڅلی  بیرغ رپانده کړ ، له دې وروسته بیا سره رود ته د مقدس جهاد د دوام لپاره ولاړ .

وروسته چی بیا د خوږیاڼیو په ولسوالۍ کې روسي یرغلګر ځواکونه راپنډ او متمرکیز شول دا سپیڅلی او سرښندونکی مبارز په الهی نصرت او د خپل مقاومت د ولولو په بدرګه د مقابلی ډګر ته راووت تر څو چی دښمن یی شا تګ ته اړ کړ ، دخدای ج د فوځ او ددین د دښمانانو تر منځ په دې شدیده  معرکه کې سخت تصادمات رامنځ ته شول ، بلاخره  د ۱۳۵۹ لمریز کال د ليندۍ د مياشتې په څلرویشتمه شپه د شهادت ویاړلي مقام ته ورسید او د خدای ج د کلمې لوړولو لپاره یې خپل ټول ژوند نذرانه کړ او دې ستر هدف ته د رسیدو په خاطر یې دکائیناتو سپېڅلي رب ته په وینو سور ټټر یوړه .

اروایی ښاده اوسه او ياد يې تل زموږ زړونو کې ژوندی اوسه

نالله واناالیه راجعون

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک