د شهيد ظابط محمد اشرف اسلام جار د شهادت د څلوېښتم (۴۰) تلين په مناسبت !
د افغانستان مقدس جهادي تاريخ، د داسې شاه زلمو او اتلو شهيدانو په کارنامو ښکلی او وياړلى دى، چې تل به پرې د افغان مجاهد ولس د وياړ شمله هسکه او ددوی په سرښندنو او اتلوليو به وياړي.
د سپېڅلي جهاد د لارې د يو نيم ميليون شهيدانو په کتار کې يو هم شهيد ظابط محمد اشرف اسلام جار دى.
شهيد ضابط محمد اشرف اسلام جار د الحاج محمد عمر خان زوى او د محمد اخندزاده لمسى، د ننګرهار ولايت د سرخرود ولسوالۍ د هجرت کلى په يوه متدينه کورنۍ کې يې په ١٣٣٤ لمريز کال دې نړۍ ته سترګې پرانيستې وې.
لومړنۍ زده کړې يې د نظراباد په ښوونځي او ثانوي زده کړې يې د فقرالله په ليسه کې پاى ته ورسولې.
پردې سر بېره يې د ديني علومو زده کړه له خپل مشر ورور شهيد الحاج مولانا مفتي عبدالاحد خان څخه تر لاسه کړه.
شهيد ضابط محمد اشرف اسلام جار، يو خوش اخلاقه، مينه ناک، صابر او مجاهد شخصيت و، چې په جهاد کې يې هم پوره صداقت، شجاعت او ميړانه له ځانه وښوده .
شهيد ضابط محمد اشرف دخپل وراره شهيد احمد هجرت اسلام جار تر مشرې لاندې په کامې، ګوشتې، سروبي، سرخرود او خوږياڼو کې د جهاد ليکې په خپلو مجاهدانه سرښندنو وځلولې.
د شهيد احمد هجرت له شهادت وروسته نوموړي ته د خپلو مجاهدينو قومنده ور ترغاړې شوه او د جهاد په دوران کې يې زيات برياليتوبونه تر لاسه کړل.
بالاخره د ۱۳۶۱ کال د جدي په درېيمه نېټه د سرخرود ولسوالۍ په تورغره کې، د متجاوزو روسيانو لخوا پر مجاهدينو هوايي او ځمکني وحشيانه يرغل پيل شو، چې د حق او باطل په دې جګړه کې د زړورو مجاهدينو لخوا زيات شمير روسان ووژل شول او بالاخره دا نوميالی قهرمان هم د خپلو نورو لسو تنو همسنګرو مجاهدينو سره يو ځاى د ۱۳۶۱ کال د جدي په ۳ مه نيټه د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.
د ټولو شهيدانو روحونه دې ښاد وي.
