د سوریې د انقلاب په تړاؤ د ایراني جنرال "سردار بهروز اثباتي" هېښونکي څرگندوني!
د سوریې د انقلاب په تړاؤ د ایراني جنرال "سردار بهروز اثباتي" هېښونکي څرگندوني په لاندي ډول دي؛ نوموړی په سوریه کي د ایران د وسله والو ځواکونو د عمومي کارکونکو د سایبرسپېس د مرکزي دفتر مشر وو؛ نوموړی وروستی ایرانی جنرال وو چي له سوریې وتښتېدی؛ داسي ویل کېږي چي د نوموړي یو ساعته صوتي پیغام لیک سوی دئ.
• روسیې ایران ناکام کړ:
اثباتي په خپله وینا کي اشاره کوي چي روسیې تر ۷-اکټوبر وروسته د ایران په ناکامه کولو او شاته پرېښودلو کي مهم رول ولوبوی؛ ځکه هغوی په سوریه کي ایراني راډار غیرِفعال کړ چي تر دې وروسته اسرائیل په دمشق کي پر ایراني "صادق" استخباراتي بېس باندي د برید اجازه ترلاسه کړه.
• له دمشق څخه وتل:
ایراني مقاماتو دا خبري تصدیق کړې چي دمشق د اپوزیسیون لاسونو ته ولوېدی، دوی د شاتگ پرېکړه وکړه او اثباتي دا خبره هم تائید کړه چي د سوریې اسدي رژیم له وضعیت څخه بالکل بېخبره وو.
• د بشارالأسد لخوا د گولان محاذ له پرانسیتلو ډډه:
ایران اسد ته وویل چي هغه دي تر ۷-اکټوبر وروسته له اسرائیل سره د گولان پر سیمه خط واچوي (جگړه پیل کړي)؛ خو اسد انکار وکړ چي په دې سره ئې د سپاهِ پاسداران ملگري ترې خفه سول.
• مرموزي وژني:
اثباتي پر روسانو دا تور ولگوی چي هغوی په سوریه کي د مهمو ایراني قوماندانانو په وژنو کي لاس درلودو لکه د جنرال سید رضي ترور چي د دمشق په میزه سیمه کي ووژل سو.
• په سوري نظام کي فساد:
د سوریې د اسدي رژیم مشران په اداري فساد او اختلاس کي ښکېل ول؛ حتی له کومو پنځو تنو وزیرانو سره چي موږ معاملات مطرح کول هغوی هم ټول په څرگنده مفسد او غله ول.
• په سوریه کي د ایران تاوان:
جنرال اثباتي اعتراف کوي چي په سوریه کي ایران لویه ماته وخوړله؛ هغه وویل چي د دمشق تاوان پر دوی ډېر گران تمام سو.
پورتنۍ څرگندوني او اعترافات یقیناً جالب دي؛ د پاسداران انقلاب جنرالانو بشارالاسد "بدمزاجه احمق" بللی؛ دا څرگندوني د اسد په تړاؤ د دوی د منفي نظریې ښکارندويي کوي؛ ما مخکي هم ویلي چي د ۷-اکټوبر بریدونه یقیناً معجزاتي بریدونه ول؛ د شهید یحییٰ سنوار دعوه بې ځایه نه وه چي ویل به ئې: دلته به داسي اور بل سي چي هر څه به وسوځوي؛ د ۷-اکټوبر بریدونو د خلیج وضعیت بدل کړ؛ ان شاء الله چي دا به د خلیج نقشه هم بدلوي؛ پر دې زمکه به د صهیونیزم کمبله ټولېږي؛ ۷-اکټوبر پر همدې خوا لومړی مؤثر گام وو؛ د فلسطین بلکي د عرب - اسرائیل په تاریخ کي دومره ستر بریدونه نه وو ترسره سوي؛ ۴۶۲ ورځي تېري سوې لا هم مقاومت جاري دئ؛ همدا نن الجزیرې راپور ورکړ چي حماس - اسرائیل ابتدائي تړون ته ورسېدلي دي؛ په دې سره به لومړۍ مرحله بشپړه سي او د مذاکراتو دوهمه مرحله به پیل سي؛ که مذاکرات وسي او په هر ډول شرائطو وسي دا به د حماس او فلسطیني ولس لپاره فتح مبین وي ان شاء الله.
مسلمان مادي تلفات په زیان کي نه حسابي؛ د غزې او غاصب ریاست تر منځ جگړه کي به یقیناً مظلومانو په مادي لحاظ زیات زیانونه لیدلي وي خو د هغوی معنوي گټي ډېري ډېري زیاتي دي... ان شاء الله همدوی بریالي دي؛ د دوی ویني، هجرتونه او صبر و مېړانه به ضرور رنگ راوړي... موږ په سوریه یا نورو ټکو په عربي نړۍ کي د ایران څرگنده ماته په نېک فال نیسو...
