No-IMG

يو ريښتينی داستان؛ د وجدان محکمه

ا م ریکا زموږ په ذهن کې « جنت » ګرځېدلې وه ، زموږ په آند خوښۍ ، سوکالۍ او د انساني فطرت مطابق شرايط ګرسره په امريکا کې وو ؛ ځکه خو امريکا راته مرغوبه وه ؛ ځکه خو مو امريکا ته تمايلات په کابو کې نه شو راوستلی !

 اوږده موده مو په همدې آرمان تېره کړه چې د یاد هېواد

شنو _ سرو څراغونو ته ځانونه ورسوو!

زموږ  ډېری مجلسونه به په همدې تېرېدل چې کله به امريکا ته لاړشو!

په خپله خړه جونګړه مو قناعت نه کاؤ

خپل کور - کلی مو تر پام بد راتلل !

زموږ اټکل داؤ چې افغانستان د بل هر هېواد په نسبت خطرناک او له ستونزو ډک دی!

خو غربي هېوادونه مو تر پام جنتونه راتلل !

موږ همدې جنتونو ته دتللو لېوال وو

په تصور کې مو يوه بله دنيا راتله

د خوښيو دنيا؛

د ډالرو د ترلاسه کولو دنيا ؛

اعزاز ، اکرام په ټولنه کې محوري کردار ترلاسه کول او د بلا نورو نعمتونو لاسته راوړل مو  په لويديځ کې له شتون سره تړل !

موږ يو مهال پر دې هم سلا شوو ، چې خپله  جايداد خرڅ کړو او په قاچاقي لارو غرب ته ځانونه ورسوو!

په خپل هېواد کې ژوند خوند نه راکاؤ ، فکر مو کاؤ چې دلته ژوند بې معنا دی او انسان پکې بې ارزښته!

له قاچاقبر سره مو خبره وکړه ؛ مياشت وروسته مو يوه ورځ وټاکله چې د سفر لپاره تابيا وکړو ...

جايداد ، جونګړه او هر څه مو په بيه واچول او د سفر وروستۍ نېټې ته مو ځانونه برابرول !

موږ په همدې لګيا وو چې د نظام تخته واوښته؛

طالبان د واک پر ګدۍ کېناستل؛

ناټو ټلواله  ووته او غربي هېوادونو افغانانو ته د تېښتې شرايط برابر کړل ...

موږ ته هم موکه په لاس راغله؛

 اسناد مو برابر کړل او « ګل غوندې امريکا ته لاړو »

لومړۍ ورځې سختې وې ؛

د قبلېدو او هلته د سمو شرايطو برابرېدلو لپاره انتظار ډېر ستوخ ؤ !

په سختۍ سره له دې انتظاره خلاص شوو ، يوه ورځ داسې هم را غله چې موږ ته هلته د ميشتېدنې لپاره موکه برابره شي !

زموږ لپاره دا ورځې ډېرې خوش آیندې وې ؛

په آسانه راغلي وو ، په مفته قبول شوو !

له قاچاقي لارو او دکور - سامان له پلورلو خلاص شوو؛

د هستوګنې ځايګی مو وموند او له خپلې کورنۍ سره مو يوځای پکې واړول !

هوري قانون دادی چې کورنيو ته ځینې خلک ورځي او د هغه هېواد په قوانينو يې پوهوي ؛

يو ګروپ افغانۍ پېغلې مو کاله ته هم مسلسل راتلې او تر څو ورځو يې موږ ټولو ته د امریکا قوانين او تر هغو قوانينو لاندې د ژوند څرنګوالی بياناؤ...

- دلته به ژوند څنګه کوئ...

- کوم کوم کارونه به نه کوئ...

- ستاسې ماشومان به له کومو حقونو برخمن وي...

- ستا او مېرمنې ترمنځ به په قانوني ډول ژوند څنګه تېرېږي..

او داسې نور يو لړ شرايط يې راته وويل چې افغان غیرت يې په زمکه ويشته!

موږ ته يې يو تلفون هم را کړ چې د اړتيا په مهال له پولیسو سره اړيکه پرې ونيسو؛

زما بچیانو ته يې وويل چې د پلار د تًند برخورد  په صورت کې د تلفون له کوم نمبره کار واخلي او څه ډول پوليس خپل حمايت ته وروبولي...!

زما مېرمنې ته يې دا لاره صافه کړه چې په کوم صورت کې له مانه شکايت وکړي او د کومې بټنې په کېکاږلو پوليس را خبر کړي ...

اوه !خدايه لکه چې خبره خرابه شوه !

لکه چې د بچیانو له مديريت نه محروم شوم !

لکه چې د ټولو کنترول مې له لاسه ورکړ...!

افغاني غيرت  ډېرې خبرې پر زړه را غبرګې کړې ؛

پرکورنۍ تسلط ، کنترول ، او پر پښتون تفکر استوار ژوند يې را یاد کړ؛

 زه د يوه کور مشر وم؛

ديوې وړې کورنۍ واکمني مې په لاس کې وه؛

پر زوی ، لور ، مېرمنې او ټولو وروڼو مې راج چلاؤ ؛

لاچې پر کلي مې هم خبره چلېدله ؛

چا دا جرئت نه لاره چې زما خبرې ته « نه » ووايي او زما د تريو تندي په وړاندې پوليس ته شکايت وکړي !

بچيان مې نيږدې ښوونځي کې زده کړو ته کېنول ؛

خو زما او مېرمنې لپاره لاهم انتظار اړين ؤ

موږ ته د کار وعده را کړی شوې وه ؛ خو وخت يې غوښته.

دوې لورانې او يو اووه کلن زوی مې په نور مال ډول ښوونځي ته تلل او په خپل وخت به بېرته راتلل...

د ژبې تر زده کړې وروسته يې د نورو زده کړو چانس هم وموند ؛

ډېرې ورځې یو په بل پسې واوښتې ، ما هم ځينې سرګردانۍ لرلې؛ ځکه خو مې ددې پوښتنه ونه کړه چې په درسي نصاب کې يې څه شامل دي!

مشرۍ لور مې څه ناڅه د ښه اوبد په تفکیک پوهېدله ؛

 د راتلونکي ژوند په اړه اندېښمنه وه ؛

 له محيط ، درسي نصاب او حاکمو شرايطو يې تشويش لاره ؛

 خاصکر له دې نه ډېره په وېره کې وه چې د بربنډو چارو څرنګوالي درسونه به يې په سوکه سوکه تهذيب تر شعاع لاندې راولي !

 ځکه خو يې له ما سره خپله اندېښنه شريکه کړه او په درسي نصاب کې د سکسي زده کړو له مبادا يې خبر کړم !

 اوه! خدايه دا څه اورم !

 پر ځان مې بد رد وويل !

 د خپلو اولادونو آينده راته ډېره بده ښکاره شوه

 په کړې پرېکړه پښېمانه شوم ؛

 خو لکه چې وايي ؛ تشه لاس ته مې دښمن يې !

 زه هم د امکاناتو له افلاس سره مخامخ وم ؛

 نيستي ، در بدري ، او ډیرې بدې ورځې مې مخې ته پاټک ، پاټک ولاړې وې!

 ما اوس هيڅ پرېکړه نه شوه کولای!

 د حالاتو جبر دا هرڅه را باندې ومنل ؛

 زه اوس د حاکمو تعاملاتو په وړاندې لاس تړلی ولاړ وم!

 زه د حاکم قانون په ځولنو بندي وم !

 شپې - ورځې په همدغسې منوال تېرېدلې ؛

 اوږده موده زه او اندېښنې سره ملګري وو ؛

 مېرمنه مې هم خفه وه ؛

 حاکم جبر د هغې پر ذهن هم لنګر اچولی ؤ ؛

 کله کله به يې اندېښنه راسره شريکه کړه ؛

 د بچيانو له راتلونکې به يې تشويش څرګند کړ؛

 پرما به يې ملامتيا را واچوله ...

 - دادې څه وکړل !

 _ زما اخرت دې هم خراب کړ او خپل هم !

 بچيان دې هم په بلا وخوړل او زه هم ...!

دې خبرو به زه د ندامت پر پرېکړه ودرولم ؛

خو نيستي به بياهم د خپلې پرېکړې له تعميل نه په شاکړم!

ما سره يوه اندېښنه دا هم وه چې وطن ته د بېرته ستنېدو په صورت کې به څه راسره کېږي ؟

څوارلس مياشتې نورې هم تېرې شوې ؛

اوس زه هم په کار بوخت وم ؛

د امکاناتو کمی تر ډېره بريده رفع شوی ؤ ؛

ما اوس څه ناڅه پانګه برابره کړې وه او له اقتصادي پلوه ښه شوی وم ؛ خو قلبي سکون اوزه لاهم سره لري ؤ!

دا ډول حالت مې د مېرمنې هم ؤ ؛

هغې ته هم زمکې ځای نه ورکاوه ؛

پر هغې هم امريکا غمېدلې وه ؛

پښتنه وه او د خپل ځان او بچيانو د عزت سوال يې مخې ته ولاړؤ!

يوه ورځ له کاره ستړی راغلم ؛

مېرمنې مې يو ګيلاس جوس راکړل ؛

ماشومان  تلوېزيون کې د يو فلم کتلو ته ناست وو؛

يوه نامهذبه صحنه پکې را واوښته ؛

پر مشرې لور مې غږ  وکړ ؛ تلوېزيون بند کړي ؛

رېموډ يې  ماته په لاس راکړ

تلوېزيون مې بند کړ

زوی مې وويل:

- پلاره مه يې بندوه ...

يوې لور مې هم همدا غوښتنه وکړه ؛

- تلوېزيون چالان کړه ، موږ فلم ګورو...!

نصیحت مې ورته وکړ ...

په تلوېزيون کې د بدو فلمونو انجام ته مې متوجه کړل...

زوی مې د صحنې کتلو شوق اخيستی ؤ

خبره يې نه منله ؛

ورپورته شوم او يوه مزبوته څپېړه مې وواهه...

لور مې منډې کړې ...

 دتلفون پر بټنو يې ګوتې ووهلې ...

په دوه ملټه کې پوليس را ورسېدل  ؛

تر پوښتنو ګروېږنو وروسته يې د محکمې په وړاندې لاس تړلی ودرولم!

زه اوس د حاکم قانون په وړاندې محکوم ولاړ يم ؛

زما په ګرېوان کې د قانون منګولې خښې دي!

زه اوس له قانوني جزا سره مخامخ يم ؛

زه اوس همغه پښتون نه يم چې د تهذيب په پار په چا منت وکړی شم!

اوس زه او پښتو له يو بله په فرسخونو واټن لرو!

ترټولو درناکه دا چې د ملامتوونکي وجدان له سختې محاکمې سره مخامخ يم !

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک