No-IMG

د سوريې نوي واکمن احمد الشرع د ميساء صبرين په نوم ، يوه مېرمن د سوريې د مرکزې بانک مشره ټاکلې ده

د احمدالشرع دا ډول اقدام نه يوازې شرعاً د توجيه وړ دی ، لاچې له سياسي پلوه هم يو مثبت انکشاف دی .

که څه هم د يو شمېر تکفيريانو او تنګ نظرو له آنده به دا يو مردود عمل وي ؛ خو حقيقت دادی چې نه اسلام په دې ډول اقداماتو انسداد لګولی او نه اسلامي سياست دا ايجابوي چې ښځه مهمل پریښودله شي . د ډېری مسلمانانو بد مرغي همدا ده چې د مېرمنو له استعداد نه کار نه شي اخيستلای او په لوی لاس يې د پرديو داد ته سپاري ؛ ځکه خو يې ځينې د لوېديځ غېږې ته پناه وړي او ځينې يې د کمونيزم په لمنه کې سقوط کوي !!

ددې لپاره چې د مسلمانانو مېرمنې د پرديو او چپي احزابو په لمنه کې له سقوط نه بچ کړی شي ، اړينه ده چې هم يې تعليمي حقوق خوندي شي او هم په دندو و ګُمارلې شي .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک