No-IMG

يوه ريښتينې کيسه؛ فيسبوکي مينان

« ماري »  ته خدای تعالی  ښایسته قواره ورکړې وه  ،  غټې ، غټې  بڼورې  سترګې ، طلايي وېښتان ، نرۍ شونډې  ، سورايي غاړه او دنګه  نرۍ پوزه يې وه ؛ ځکه خو به يې چې پر ، پروفايل انځورونه خپاره کړل ، په زرګونو لايکونو به ونمانځل شوه ... چا به يوه يوه د ګلو ډالۍ ترې نثار کړه ، چا به د مينې کلمات ور وړاندې کړل ، او چا به يې په مينه کې بلا لفظونه غېږ په غېږ کړل ...

« شمو » يې هم  د فيسبوک ملګری ؤ ، چې په لايکونو سربېره به يې هغې ته بې کچه مينه ور کوله ، کله کله به يې د ګلونو له رنګينې غُنچې سره خپل انځور هم ور واستاؤ ...

- ډېره ښکلې يې

- ښایسته ځواني دې ده

- د قاف ښاپېرۍ يې

او نورې داسې مينه ناکې جملې به يې ورسره يو ځای کړې چې

 « ماري » پرې خوشاله شي .

« شمو » هم ښایسته ځوان ؤ ، ښکلې ځواني يې لرله ،  له رنګه غنم رنګی ؤ ؛ او خدا دادي ښکلا يې د چا توجه جلبولی شوه ، انګليسي يې هم ياده وه ؛ ځکه خو پر « ماري » ښه لګېده آن تردې چې فيسبوکي ملګرتيا يې په سوکه سوکه د مينې نازکې رشتې ته لاړه ، « ماري » به د هغه د پام وراړولو لپاره نوي ، نوي سټايلي انځورونه خپرول ، کله په تنګ پتلون کې ، کله په منې ژوب  ، کله له ماکسي جامو سره  ، او کله د باليووډ فلميانو په بڼه ،  « شمو » به يې پر کتو لايکونو ته کش ورکړ ، د ګلو ګېډۍ به يې ورسره غبرګې کړې ، لاچې د زړه بوخڅه به يې هم  ور ته خلاصه  کړه ...

يوه ورځ « ماري » ډېر لوکس انځور پروفايل ته جګ کړ ، پر وېښتانو يې نوی سټايل کړی ؤ ، څه يې د کامرې کمال هم ورسره يو ځای کړی ؤ او د پخوا په پرتله يې ښايست دوه برابره نور هم زيات شوی ؤ ، هومره چې د « شمو » زړه ورته نری نری شو !!

پر لايکونو او نورو فيسبوکي ډاليو سر بېره يې د عاشقانه مزي د عملي تصوير يوه رنګينه  تمنا پر زړه ورتانده شوه ؛

- راځه ماري ته د خپلې مينې انداز وښيه ، خپله بوخڅه ورته  خلاصه کړه ، د مينې وروستۍ پاڼه ورته را واړوه ...

 ميسنجر يې پرانيست ،  په انګليسي يې څو ټکي سره يو ځای کړل ؛

- ماري سبا په خير ! غواړم خواله درسره وکړم ؛ آيا کولی شې څو خبرې راسره خوله په خوله کړې ؟

درنښت

ستاسې شمو.

څو شېبې وروسته ټنننګ ويډيو کال راغی ..

- ګوډ مارنينګ شمو

- هٓو آر يو؟

بيا يې ورسره ځوابيه ټکي غبرګ کړل ؛

- هو هو ولي نه ، مهرباني وکړئ

شمو يوه سړه سا وايسته ، په زړه يې ګوړې ماتې کړې ، تر لږ فکر وروسته يې ورته و ويل :

- ماري جان ! زه ستا په مينه کې ښکېل يم ، که ريښتيا را باندې وايې ؛  در باندې مين يم ، آيا کولی شې راسره واده وکړې ؟

ماري له ځان سره وموسېده ، پر نريو شونډو يې مُسکا تېر و بېره شوه ،  ور غبرګه يې کړه :

« زما واده به له هغه چا سره کېږي چې زما په شرايطو برابر وي ، ښایسته اندام ولري ، لوړې زده کړې يې کړې وي ، په انګليسي مسلط وي ، د انګلستان قوانين ومني ، او زما هرې غوښتنې ته

 « هو » ووايي ... »

شمو ته د هغې په شرايطو سربېره دا خبره ډېره په زړه پورې وه چې ماري انګلستانۍ را وخته ، په زړه يې  دا هيلې هم ور وټوکېدې چې ګوندې د انګلستان مزو چړچو ته يې ورسوي ...

ور غبرګه يې کړه :

« زه خو د خپلې ځواني صفت نه کوم ، له انځور نه مې وکسه ؛ انګليسي مې زده ، ده  ، لوړې زده کړې مې هم کړې ، او که د انګلستان د هستوګني موکه راته برابره شي ؛ قوانين به يې خامخا منم ...»

له همدې سره يې څلور پنځه قطعې انځورونه هم ضميمه ور واستول ...

ماري نور ځواب ور نه کړ ، بلې غوښتنې او ځواب ته يې په پلان کېناسته ؛

-څه به کوي ؟

- څنګه به يې راغواړي ؟

- او کوم کوم تدابير به په کار اچوي ...

شمو يو ځل بيا يو پيغام ور واستاؤ ؛

- ماري جان ستا ځواب رانغی !

- زه ستا په تمه ناست يم ...

ماري دا ځل يوه نوې غوښتنه وکړه ؛

- زه بايد ډاډه شم چې ته روغ يې  ؛ ځکه خو اړينه ده چې ما له خپل صحت نه ډاډمنه کړې...

شمو له طبيبانو د خپل صحت تصديقونه ور پارسل کړل ، ورته ليکلي يې ؤ ؛ سړی رک روغ دی.

ماري ورته وويل ؛ زه چې له تاسره واده کوم ؛ نو انګلستان ته به دې را غواړم ؛ په تا باندې به لګښت کوم ؛ زه بايد ستا له هر اندام نه اطمئنان حاصل کړم ، لطفاً يوې خونې ته لاړ شه ، ور درپسې بند کړه ، او د لوڅ بدن داسې ويډيو را واستوه چې هم دې ټول غړي پکې وښکاري او هم

غړي پکې وښکاري او هم دې د مينه ناکو حرکاتو څرنګوالی معلوم شي.

ماري له دې غوښتنې سره خپل بربنډ ويډيويي انځورونه ور واستول ...

دمېړه او ښځې تر منځ د اړيکو څرنګوالی څنګه وي ؛

د خواهشاتو اشباع له کوم ځايه پيلېږي ؛

په مينه کې کوم ، کوم کارونه اړين دي ؛

او ...

شمو د ماري ويډيو ګانې  بيا بيا وکتلې ، هر څه يې ترې کاپي کړل ...

داسې بايد وکړم

هاسې بايد وکړم

دا هر څه يې په وار وار له ځان سره تمرين کړل ، بيا يې په يوه خونه کې په بربنډه بڼه خپل تمرينات ټول ويډيويي کړل او ماري ته يې ور سنټ کړل !!

ډاډه ؤ چې هغه به يې خوښ او د واده لاره به يې لنډه کړي !!

ماري ځينې نور بر بنډ انځورونه هم ور و لېږل او شمو يې د ورته حرکاتو  ويډيو ګانو ته وهڅاؤ ، او ډاډ يې ور کړ چې د دواړو ترمنځ د واده مزی په غوټه کېدو دی !

شمو د هغې پر ډاډېينه خوښ شو ، د انګلستان شنو او سرو څراغونو يې د سترګو کسيو ته ځلکونه وهل  ؛ ځکه خويې د لوڅو ويډيو ګانو په برابرولو کې له هغې نه هيڅ هم ونه سپمول !

درې ورځې لا نه وې تېرې چې ماري ورته زنګ وواهه ؛

- لس زره ډالر را لېږې ، که دې ويډيو ګانې خپرې کړم !؟

- اوه ! دا څه وشول ، دا په څه بلا وا وښتم ، ما خو ددې ډول بدنامۍ تصور هم نه ؤ کړی !!

خوله يې جينکه کړه ؛

- ماري جان ! دا کار مه کوه !

- هيله کوم ما مه رسوا کوه !

- ډالر نه لرم ، غریب سړی يم !

خو « ماري »  د ډالرو د حصول  په پاټک ناسته وه  ؛

- يا به ډالر راکوې ، یا دې ويډيو ګانې .... !!

شمو ددې ډول سناريو په عواقبو نه پوهېده ؛ فکر يې وکړ چې څه به نه واقع کېږي ؛ ځکه خو د انکار په دريځ کلک ودرېد ؛  ماري ته يې ځواب ورکړ ؛

- لاس دې خلاص ، هرڅه چې کوې ويې کړه ...

يوه اونۍ لانه وه تېره سوې  چې شمو د خپل شخصيت مړی  د فيسبوک پر بازار حلال ، حلال وموند .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک