يوه ترخه خاطره
ورته و يې ويل ؛
ور خلاص کړه ...
مستنطق جګ شو او د مخامخ خونې ور يې پرانيست ...
مېرمن مې لوڅه لپړه پکې ناسته وه ؛ را تانده شوه ...
پر سينه يې خورې ورې زلفې ورکش کړې او د عورت پټولو لپاره غونجه کېناسته ...
زه د زندان په بله خونه کې د نجيب تر متروکو لاندې پروت وم ...
راته و يې ويل :
ووايه ؛ د کوم سازمان غړی يې ؟
اعتراف کوې او که دې مېرمنې ته ورشم ... !
زما په خوله تر دې مهاله د اعتراف خبره نه را غبرګېده ؛ ځکه چې نه مجرم وم او نه د کوم تنظيم غړی ، و يې وهلم ، برقي شارتونه يې راکړل ؛ په ډول ، ډول عذابونو يې تعذيب کړم ، همدا يوه خبره يې راته کوله :
د C I A بچيه اعتراف وکړه ...
د مېرمنې په دې ډول ليدلو مې يوه سوې کړيکه له خولې ووتله !
ددې صحنې زغم ډېر سخت ؤ ؛ ځکه خو مې و پتېيله چې هره ټاپه پر ځان و منم !
ور غبرګه مې کړه :
له هر سازمان سره اړيکه لرم ؛ ووایاست د کوم سازمان پر غړيتوب اعتراف وکړم !!
مخامخ پرانيستی ور يې بېرته بند کړ ...
نجيب امر وکړ ؛ و يې وهئ ...
سخت يې ووهلم ، برقي ډنډې يې را کړې ...
پر زمکه را و لوېدم ، بيا يې پر واوره پرېيستم او همدا يوه خبره يې راته کوله ؛
د CIA بچيه اعتراف وکړه ... !
د آريانا افغان هوايي شرکت هوا باز چې دا خبرې کولې ؛ د سترګو پيالې يې له اوښکو ډکې وې !
بيا يې وويل ؛
دا د 1359 کال پېښه وه ، نجيب د خاد ريس او افغانستان د روسانو تر چپاو لاندې ؤ !
تر شپږ مياشتې زندان وروسته ، زه له زندانه را خلاص شوم ؛ خو د هغو ورځو خاطرې مې هيڅ نه هېرېـږي !!
