No-IMG

د سوريې په اړه ولادیمیر پوتین وروستی خبرې

ولادیمیر پوتین وايي: د بشار ۳۰۰۰۰-دېرش زره جنگیالي په حلب کي موجود ول؛ د سوريې اپوزیسیون ځواکونو شمېر ۳۵۰-درې نیم سوه وو چي ښار ئې ونیوی.

همدې ته ورته خبره جوبائیډن د افغان ځواکونو تر تسلیمېدلو او د سیکولرانو د بابا تر تېښتي وروسته وکړه؛ هغه هم ویل چي موږ دوی وروزل، پیسې او مهمات مو ورکړل نو چي دوی د جگړي حوصله نه درلوده تر څو به ئې موږ سرپرستي کوله؟! پوتین د حال په ژبه همغه څه وایي...

زه پر نورو اړخونو بحث نه کوم؛ خود به ئې تر شا ځیني نور عوامل هم موجود وي خو بالاخر وروستی حقیقت همدا دئ چي د وحشت نظام نسکور سو. وعده پوره سوه چي ظالم به سرټیټی کېږي. د جبر او وحشت نظام یوازي شړېږي؛ د هغه د بقاء هیڅ چانس موجود نه وي ولو که د نړۍ ټول فراعنه ئې مرستي ته راسي.

رب دي د ظالمانو تر سقوط وروسته حاکم سویو مسلمانانو ته انصاف روزي کړي تر څو هغه دین پر دغو زمکو نافذ کړي چي پر محمد بن عبدالله (صلی الله علیه وسلم) نازل سوی وو؛ نه یوازي هغه محدود مذاهب چي د ټولني له اکثریت څخه پردي او جلا دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک