No-IMG

په اسلامي نړۍ کي د ترکیې تعمیري او د ایران تخریبي کردار!

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله شارین هسکل وايي: هغه خلک چي په سوریه کې واک ترلاسه کړی هغوی د پسونو په پوستونو کي لېوان دي؛ دوی اوس ظاهراً له بنسټ پالني څخه ځانونه گوښه ښيي (یعني نړۍ ته د اعتدال پیغام ورکوي). موږ دوی ډېر ښه پېژنو!

اسرائیلي رسنۍ ځیني تصویرونه خپروي چي د جولاني په څنگ کي کوم شخص ناست ښيي؛ دوی د هغه د ماضي او حال تصویرونه سره پرتله کوي او وایي چي د یاد سوي شخص تغییر سوي څېرې او جامې دا دلیل محکم کوي چي د سوریې اسلامپالو انقلابیونو تغییر کړی دئ او د لنډمهاله احساساتي برخورد پر ځای ئې د کوم اوږد مهال پلان د تحقق ته ورسولو په پار منظم او سیسټماټیک کار پیل کړی دئ؛ دوی سطحي اختلافات هېر کړيدي او د ژورو موخو ترلاسه کولو په هدف ئې آن خپلو څېرو او جامو ته هم تغییر ورکړی دئ او په دې ورځو کي د حد درجې اعتدال دعوې کوي.

دا همغه کار دئ چي د مرحوم اربکان شاگردانو په ترکیه کي ترسره کړ؛ هغوی بریالي سول او د سیکولرزم له وژونکي وائرس څخه ئې ترکیې ته نجات ورکړ. د اسرائیلیانو د پورتنۍ دعوې مطابق ارزل العمر (د عمر وروستی پړاؤ چي په هغه کي بېچارگي زیاتېږي او پوهه کډه کوي) ته ورسېدلي آیت الله خامنه اي هم د همدوی په څېر یوه جالبه دعوه وکړه او ویې ویل: ”د سوریې انقلاب د اسرائیل او امریکا په مرسته بریالی سو او د دوی تر څنگ یو اسلامي هېواد چي اشاره ئې ترکیې ته وه هم ولاړ وو.“ نوموړي یوازي د یوه کرکټر ځای ته تغییر ورکړ؛ عیناً همدا دعوه اسرائیل کوي چي د سوري انقلابیونو د افکارو، څېرو او عملي تگلارو دومره ژر تغییر هم د ترکیې کار او پلان دئ او ترکیه غواړي اسرائیل ته داسي یو جدي خطر جوړ کړي تر څو په تدریجي توگه د دوی پر زوال منتج سي.

په دې لړ کي د ترکیې مثبت رول له پامه نسي غورځول کېدلی؛ تر دې وړاندي د ترکیې ډرون الوتکو د آذربائیجان د لسیزو شخړه انجام ته ورسوله او کاراباغ ئې له ارمینیا څخه آزاد کړ، وروسته په لېبیا کي د جمهوریت په احیاء کولو کي د ترکیې رول ډېر بارز او ځلاند وو، د قطر سره د عربانو د پرېکون پر وخت ترکیې قطر له خطر او منزوي کېدلو وژغوری؛ همداسي ئې د صومال او د هغوی د مخالف دولت تر منځ سوله وکړه او همدا اوس ئې د سوډان او اماراتو تر منځ د سولي وړاندیز او منځگړیتوب لپاره هغوی ته سپارښتنه کړېده. په اسلامي نړۍ کي ترکیې د ایران او نورو ورته عرب هېوادونو په څېر له تبلیغاتو او شر و شور جوړولو پرته تعمیري کردار لوبولی دئ. د سوريې په تړاؤ د ترکیې پر کردار د ایران او اسرائیل اندېښنې بې معنیٰ نه دي؛ داسي ښکاري لکه عثمانیانو (ترکیې) چي څنگه د صفویانو (ایران) له وحشیانه منگولو سوریه وایستله ممکن همداسي د صهیونیسټانو له منگولو فلسطین هم روغ رمټ یوسي... ان شاء الله

د سوري انقلاب او د هغه د لیډر شپ په تړاؤ بدگمانۍ:

د سوري انقلابیونو بالخصوص جولاني په تړاؤ ځیني بدگمانۍ او اندېښنې موجودي دي؛ دا به ممکن تر هغه وخته موجودي وي تر څو نوموړی د کومي قاطعي پرېکړي پړاؤ ته نه وي ورسېدلی؛ عوام دا یوه خبره له پامه غورځوي چي داسي شخصیتونه ډېري ستري کارنامې ترسره کولی سي بلکي همدا ئې مرام وي؛ دوی یقیناً وضاحت ورکولو ته مجبور نه دي؛ داسي شخصیتونه خو د کومي وظیفې په تلاښ نه دي راوتلي چي خپله CV او بائیوډېټا به دفتر پر دفتر گرځوي او هر چا ته به جناب جناب کوي؛ موږ ولیدل چي شهید یحییٰ سنوار څومره یو انقلابي کار وکړ؛ تر وروستۍ ورځي اسرائیلي او غربي رسنیو د نوموړي په تړاؤ دروغ خپرول چي بیا د هغه له مېړانې ډک شهادت د دوی مخونه تور کړل. تر ۷-اکټوبر را وروسته د ټولو تغییراتو او تحولاتو کرېډت د همدې اتل دي؛ ده ویلي ول چي دلته به داسي یو اور بل سي چي هر څه به وسوځوي؛ ممکن د سوریې انقلاب د همغه مبارک اقدام او بل سره سېب (قسطنطینیه/قدس) ترلاسه کولو په لار کي لومړی گام ثابت سي.

یقیناً د جولاني او د انقلاب د نورو مشرانو یو دم تغییر نړۍ حیرانه کړه؛ په دې اړه د اسرائیل او ایران دعوې ډېري سره ورته دي؛ د افراطي سنیانو بالخصوص داعش دعوه بیا د تل په څېر له تشدد او تکفیره ډکه ده؛ د سوريې ملت او اسلامي امت خوشبین دئ او د دوی له مسؤلانه برخورد او فرمانونو څخه هرکلی کوي.

بلخوا بیا ایران او د هغه شیعي افراطي حلیفان د غم پر کمبله ناست دي؛ د خامنه اي خامه تبصره مي دعوه په اثبات رسوي؛ نوموړی وایي: د سوریې اوسنی دولت زموږ ۳۰-دېرش میلیارده ډالر پوروړی دئ؛ موږ به ئې سمدستي غوښتونکي وو.

تاریخ انسانانو ته د بدلون وخت ورکوي؛ او دا همغه وخت وي چي الله تبارک و تعالی ئې په اړه فرمایي: ”حقيقت دا دئ چي الله د هیڅ قوم حالت نه بدلوي؛ تر څو پوري چي هغوى خپل اوصاف نه وي بدل کړي.“ الرعد: ۱۱

دلته الله تعالی د قومونو د پرمختگ او زوال قانون راښيي نه د افرادو او اشخاصو. د ۷-اکټوبر بریدونو ایران او شیعي ټولني ته همدا فرصت ورکړ، دوی هم مثبته گټه ترې پورته کړه خو الله تعالی سمدستي د سوریې په انقلاب وازمویل او دا ټنبلان بد ناکام سول. دوی خپل کرکجن کردار بیا ځل څرگند کړ او له امته ئې لاره بېـله کړه؛ د ۷-اکټوبر پر بریدونو د ایران او د هغه د شیعي حلیفانو موقف یقیناً د ستایلو وړ وو او په پوره مېړانه وستایل سو؛ ځیني آن په دې باور سول چي ممکن ایران خپل تخریبي او غاصبانه کرکټر سمولو هڅي کوي خو داسي نه وه؛ د سوریې د ولسي انقلاب په تړاؤ د دوی غیرمسؤلانه نیوکي او دروغجني دعوې همدا ښيي چي لا هم ایران د اسلامي امت په سینه کي ښخ سوی خنجر او دوهم اسرائیل دئ. د دوی په اړه د اخوان المسلمین پرېکړه ډېره منصفانه وه لکه شهید محمد مرسي چي وویل: د سوریې انقلاب به خپلو موخو ته لکه: د ازادۍ، وقار او ټولنیز عدالت ترلاسه کولو په هدف مخته ځي؛ تر څو سوریه د خپلو ټولو خلکو لپاره یوه متحده، مستقله او خپلواکه سوریه سي. پر همدې موقف ئې ایران سخت مخالفت وکړ. مرسي نه یوازي د دوی پروا ونکړه بلکي د بشارالاسد پر ضد ئې راپورته سوی ولس وستایه او د هغوی سره ئې د مرستي ژمنه وکړه؛ همداسي ئې علی الاعلان وویل: حـزب الله باید له سوریې ووځي! دوی نه په سوریه کي ځای لري نه د پاته کېدلو مجال؛ نن موږ د بشار الاسد له حکومت سره د اړيکو پرېـکولو پرېکړه کړېده. موږ دا پرېکړه وکړه: د سوریې له اوسني حکومت (دیکتاتور بشارالاسد) سره اړیکي ختمي دي. د سوريې سفارت مو په قاهره کي وتړی؛ له دمشق څخه خپل ډیپلوماتان راغواړو؛ بلې هو کومه ورځ (۲۰۰۶م) چي اسرائیل پر لبنان یرغل وکړ همغه ورځ موږ مصریان له لبنان او حـزب الله سره ودرېدلي وو. نن ټول وگورئ! موږ د حـزب الله په مقابل کي ولاړ یو؛ د شامي ملت پر ضد د حـزب الله د یرغل پر وړاندي ولاړ یو."

ایران چي کله په سوریه کي د خپل گنده رول په تړاؤ له حماس څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه نو شهید اسماعیل هنیه وویل: څوک چي زموږ په حق کي له موږ څخه ملاتړ کوي نو دا مهمه نه ده چي موږ به بیا د دوی په باطل او ظلم کي د هغوی سره مرسته کوو. همداسي خالد مشعل همغه وخت منفي ځواب ورکړ. د ایران ظلم ته تل اخوانیانو ظلم ویلي او د دوی له جرأتمندانه پرېکړو ئې بیا هرکلی کړی دئ؛ له بده مرغه چي ایران په اسلامي نړۍ کي ډېر منفي کردار لوبولی دئ.

نن هم د سوریې په تړاؤ د ایران او اسرائیل موقف ډېر سره ورته دئ؛ د دوی دواړو یوه نظریه ده؛ ترکیې یقیناً په سوریه کي ډېر مثب کردار ولوبوی؛ سوریه ئې له کورنۍ جگړي د ښېرازۍ پر لور سوق کړه؛ اوس د شامي انقلابیونو امتحاني دوران پیل سوی؛ خو الحمد لله چي تر اوسه ئې ډېر مسؤلانه برخورد کړی. ان شاء اااه چي دوی به له له ملت سره د ښکر په ښکر کېدلو پر ځای له هغوی سره د تفاهم لاره نیسي؛ بیا به ئې منزل ډېر لنډ او هوسا وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک