No-IMG

کله چي محمد مرسي د مصر ولسمشر و، د مقدسي زمکي جگړي یوازي ۶-شپږ ورځي دوام وکړ

کله چي محمد مرسي د مصر ولسمشر و، د مقدسي زمکي جگړي یوازي ۶-شپږ ورځي دوام وکړ. د سیسي په دوره کي په همدې کلابنده سیمه کي زموږ د خلکو پر وړاندي د تباهۍ د جگړي ۴۳۳-ورځي تیري سويدي. سیسي د اشغـ-ـالگرو اېجنټ او مجرم دئ؛ نوموړي د مصر د خلکو شتمنۍ چور کړي او د غـ-ـ.-ـزې د خلکو په تباهۍ کې ئې پراخه ونډه اخیستې ده.

اخوان د خلیج پر هیڅ یوه ستونزه سکوت نه دی غوره کړی؛ هغه که د سوریې ستونزه وه او که د سوډان، تونس، لېبیا، لبنان او بل کوم خلیجي یا اسلامي هېواد ستونزه؛ قاطعه خبره ئې کړېده؛ اسماعیل هنـ-ـیة به ویل دا ضرور نه ده چي یو څوک چي زموږ په حق کي زموږ ملاتړ کوي؛ موږ به د هغوی سره د هغوی په ناحقه کي مرسته کوو. اشاره ئې په سوریه کي د ایران او حـ.زب الله منفي کارکردگي ته وه؛ ایران له حـ.ـ-ـماس څخه غوښتل په سوریه کي له دوی څخه خپل ملاتړ اعلان کړي خو د اخوان جهـ.ـادي څانگي حمـ-ـ.ـاس هم د سوریې د اخوان المسـ-ـلمین په څېر دوی ته منفي ځواب ووایه؛ بلکي د مصر اخواني ولسمشر محمد مرسي خو علی الاعلان وویل چي ح-ـزب الله + ایران په سوریه کي ځای او حق نلري؛ نوموړي وویل چي کله پر لبنان اسـ.رائیل په ۲۰۰۶ م کي برید وکړ موږ د حـ.زب الله ملاتړ وکړ او د دوی په څنگ کي ودرېدلو خو نن چي دوی سوریې ته ننوتلي او هلته وحشت کوي؛ نو بشپړه نړۍ دي دا هم وگوري چي تر هر چا وړاندي موږ د دوی په مقابل کي ولاړ یو... نوموړي د مصري دولت له خوا د بشار الاسد پر ضد په یوه رسمي فرمان سره د مقاومت ملاتړ اعلان کړ او د سوري انقلابیونو مرستي ته ئې ټټر وواهه...

اسـ.رائیل هغه وخت هم د بشارالاسد د نظام له نسکورېدلو وېرېدی؛ ځکه ئې هم د خپل جاسوس په بالواسطه ملاتړ په مصر کي هم د اخوان المـ-ـسلمین پر نظام کودتا وکړه... تر څو اخوان المسـ-ـلمین پر سیمه وجود ولري د عرب دیکتاتورانو او ازرایـ-ـل وجود ته خطر متوجه دئ. دا هسي دعوه نه ده بلکي ثابت سوی حقیقت دئ...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک