شهید عبدالغفور
پوهنمل عبدالصبور غفورزی
شهید عبدالغفور د حاجي محمد یوسف زوی په ۱۳۲۴ هـ ش کال د لغمان ولایت د مهترلام ښار د کوټای طور په کلي کې دنیا ته سترګې پرانسـتـې، له کوچنیوالي څخه د والدینو له خوا په پوره توجه سره په اسلامي روحیه او اخلاقو وروزل شو ، لیک لوست او دیني زده کړې یې له محلي علماو څخه ترلاسه کړې، د پلار د نه شتون او د کور د کارونو د زیاتوالي په وجه مکتب ترې پاتې شو ، په ځوانۍ کې په کرنیزو او تجارتي کارونو مشغول و، څرنګه چې دی د شهید داکترعبدالشکور مشر ورور و ،خپل ورور ورته د لوړ علمي استعداد او حمیده اخلاقو درلودلو له امله ډیر زیات ګران و او د هغه د تعلیم او تحصیل ترسره کول ورته یو لوې ارزښتمن هدف و، په همدې اساس یې خپل ورور ته د تعلیم او بیا د تحصیل ټول شرایط برابر کړي و، او بې کچې مینه یې ورسره لرله ، کله چې شهید داکترعبدالشکور له اسلامي نهضت سره همکاري پیل کړه ، د مشر ورور له خوا تائید او تشویق شو، همدا و چې دواړه ورونو په ډیره میړانه او صادقانه توګه د نهضت کارونو ته ملا وتړله او په سختو شرایطو کې د نهضت هرې غوښتنې ته لبیک ووایه ، دا چې نوموړی د شهید داکتر عبدالشکور مشر ورور و او هغه به ورته (لالا) ویل نو له همدې امله د نهضت د ورونو ترمنځ په (لالا) مشهور شو، کله چې د ۱۳۵۳ هـ ش کال په جوزا کې شهید داکتر عبدالشکور په کابل کې ونیول شو او زنداني شو ، شهید عبدالغفور د ورور په لادرکه زندانې کیدو ډیر زیات غمجن شو او وکړید، دا چې د نهضت پراعضاو د ژوند کړۍ ورځ تر بلې تنګیدله شهید عبدالغفور مجبور شو چې د ۱۳۵۳هـ ش کال په پای کې پاکستان ته مهاجر شي، د اسلامي نهضت له سالار شهید مولوي حبیب الرحمن سره یوځای پر ګران هیواد د الحادي سور سیلاب د مخنیوي لپاره هلې ځلې پیل کړې چې په ۱۳۵۴ هـ ش کال د سرطان په میاشت کې د ظالم رژیم له خوا د لغمان د سرکونډو په سیمه کې چې کابل ته روان و، ونیول شو، تر ۱۸ میاشتې کوټه قلفي وروسته د حبس ابد سزا واورول شوه، په زندان کې يې لکه د نهضت د نورو زندانیانو په څیر قرآنکريم حفظ کړاو د دیني علومو زده کړه يې پرمخ يو وړه او له زندان څخه د و تلو په هدف د دهمزنګ زندانیانو له خوا د هغه نفق په وهلو کې يې پوره ونډه لرله چې موفقیت ته د لږ کار پاتې کیدو په حالت کې افشا او عاملین يې يوځل بیا کوټه قلفیو ته واچول شول او له تعذیبونو سره مخ شول، له کمونستې کودتا څخه وروسته له دهمزنګ څخه له نورو ملګرو سره د پلچرخي زندان ته منتقل کړای شو او بیا د ۱۳۵۸ هـ ش کال د جوزا د ۸ د پاڅون یو له هغو پنځو قهرمانانو څخه و چې له دښمن څخه یې اسلحه نیولې اود شپې له ۱۱ بجو د سهار تر ۸ بجو پورې په میړانه و جنګید او د پلچرخې زندان عمومي دروازې سره د شهادت جام نوش کړ.
