No-IMG

فلسطین: د نړۍوال قانون له نظره

لیکوال: آصف محمود

ژباړن: محمد هاشم شاهین

 

 

فلسطین: د ملتونو د اتحادیې مقدس باور

 

چي کله عثماني سلطنت ماته وخوړله نو د فلسطین سیمه د برطانوي ادارې تر کنټرول لاندي راغله؛ ددې ټولي معاملې تر قانوني بر رسۍ مخکي مهمه ده چي چي دا انتداب د هغه په صحیح سیاق و سباق کي په غوره توگه وکتل سي.

 

د نړئـوالو ملتونو تاریخ زموږ په مخکي پروت دئ؛ دلته چي کله کوم زورور قوت کومه سیمه او یا کوم هېواد قبضه کاوی نو هغه سیمه به د هغه سوه او د مات سوي طرف حکومت، اختیار او مالکیت به له منځه تللو.

 

دلته ځکه هم د ځینو په ذهنونو کي دا سوال پیدا سي چي د معلوم تاریخ اوصول همدا دي؛ نو بیا د فتح او د هغې په نتیجه کي د قبضه سوي سیمي حاکمیت او مالکیت فاتح ته انتقالېږي او مات سوی طرف له دې هر حق څخه محروم کېږي نو ددې اوصولو اِطلاق ولي باید د فلسطین پر معامله هم ونسي؟! چي کله القدس مسلمانانو فتح کړ نو دا ټوله سیمه د مسلمانانو په واک کي راغله؛ همغسي چي کله فلسطینیانو او عربانو ماته وخوړله نو دا سیمه د برطانیې قبضې ته ولوېده؛ که د صلاح الدین ایوبي تر فتح وروسته دا سیمه د مسلمانانو سوه نو د جنرال اېلن بې تر فتحي وروسته پر دې سیمه د برطانوي مالکیت له حق څخه څنگه باید انکار وسي؟!

 

دا پوښتنه مهمه ده؛ ددې پوښتني له ځواب موندلو پرته د فلسطین په قضیې پوهېدل ستونزمن دي.

 

دلته دوه شیان مهم دي؛ یو ستراتیژیک دئ او بل په قانون پوري مربوط دئ. ستراتیژیک اړخ ئې دا دئ چي فلسطیني عربان ددې جگړي مات سوی طرف نه وو بلکي دوی د فاتحینو مرسته کوله؛ او قانوني حیثیت ئې دا دئ چي کله په فلسطین کي ترکانو ماته خوړله نو غربي فاتحو ملتونه پر دې اوصولو متفق سوي ول چي اوس به د نړۍ هیڅ یو هېواد او یا هم کومه سیمه د جگړي له لاري د بل کوم برخه نسي گرځولی؛ او د جگړو څخه د نړۍ د ژغورلو په هدف د نړئـوال قانون لومړنۍ بڼه تصویب سوې وه.

 

لومړی موږ ددې ستراتیژیک اړخ گورو؛ د ۱۹۱۷م کال په دسمبر کي چي کله عثماني پوځونو په یروشلم کي سلاح کښېښوده او دا ښار ئې برطانیې او د هغې متحدینو ته وسپاری نو دا د عثماني سلطنت ماته وه؛ نــه د عربانو ماته. ځکه عربان خو په دې جگړه کي د برطانیې تر څنگ ولاړ ول؛ د مسلمانانو دا خپلـمنځی عناد زموږ د تاریخ غمجن باب دئ او د همدې د نتائجو تاوانونه نن هم د اسلامي نړۍ پر وجود باندي د ناسور حیثیت لري؛ البته چي په لاندینۍ موضوع کي؛ دا یو حقیقت دئ چي فلسطیني عربان ددې جگړي مات سوی طرف نه وو.

 

د مکې شریف حسین بن علي او د برطانیې د ډگرمن هنري مَک موهن تر منځ یو تړون ترسره سوی وو؛ چي په نتیجه کي ئې عربانو د عثماني سلطنت پر ضد بغاوت وکړ. دې بغاوت ته د "الثورة العربیة الکبرٰی" نوم ورکول سو. چي کله د بغاوت فیصله وسوه او جزئیات ئې فیصله سول نو بــله مرحله ددې عربي بغاوت او مقاومت د بیرغ (توغ) جوړولو راغله. دا بیرغ یوه برطانوي ډیپلومات ډگروال مارک سائیکس تیار کړ. مارک سائیکس صهیونیسټانو ته ډېر نږدې وو او د بالفور په کومه اعلامیه The Balfour Declaration چي اسرائیل تأسیس سو؛ ددې اعلامیې په عملي کولو کي ده ډېر مهم رول ولوبوی.

 

مارک سائیکس چي د عثماني سلطنت پر ضد د عرب بغاوت کوم بیرغ تیار کړ په هغه کي څلور رنگونه شامل ول. په دې کي تور، سپین او شین یعني ددې درېیو رنگونو درې افقي پټـیاني وي او یو مثلث وو چي هغه بیا سور رنگی وو. تور رنگ د عباسي سلطنت د یادگار په صفت غوره سوی وو؛ سپین رنگ ته د اموي سلطنت نسبت کېدی؛ او شین رنگ بیا د فاطمي خلافت د یادگار په شکل انتخاب سو؛ د مثلث سور رنگ بیا د هاشمي کورنۍ د مکې د اشرافو په نسبت را واخیستل سو. داسي پوه سئ چي دا وروستی رنگ ئې د مکې د شریف حسین بن علي د ممکنه سلطنت لپاره دده د خدماتو د اعتراف په ډول ورته غوره کړ؛ چي دا سلطنت به د حسین بن علي او مَک موهن د تړون په رڼـا کي د عثماني سلطنت تر خاتمې وروسته جوړېدلو. (په جُزوي بدلونونو سره د عرب بغاوت همدا بیرغ نن هم د مصر، اُردن، سوډان، کویټ، امارات، سوریې، لېبیا او یمن ملي بیرغونه دي؛ د فلسطین بیرغ هم د همدې بیرغ یو شکل دئ.)

 

بیرغ هم چمتو سو او بغاوت هم پیل سو؛ تر دې بریده چي یو داسي حالت هم راغی چي يروشلم محاصره کړل سو؛ عثماني پوځونه وجنگېدل او د یروشلم په اطرافو کي د شهید سویو عثماني پوځیانو شمېر د یو تاریخي  مستند پر اساس ۲۵-پنځه ویشت زره تنه وو. خو دا پوځیان بې وسه سول. ددې بې وسۍ تر شا ډېر وجوهات ول؛ البته چي دوه وجوهات ئې تر ټولو ډېر روښانه ول؛ لومړۍ وجهه ئې عرب بغاوت وو؛ یو خوا برطانوي پوځونه او د هغوی متحدینو پر یروشلم شدیدي حملې کولې؛ او دوهمه وجهه ئې دا وه چي د عربانو بغاوت د ترکانو اکمالاتي کرښه Supply line پرې کړه؛ عثماني سلطنت به ممکن له بهرنیو دښمنانو سره مقابله کړې وه خو چي کله خپل دوستان ئې په مقابل کي ودرېدل نو دوی بې وسه سول. عثمانیانو د ښار حرمت ته په کتلو سره او له ښاره د جگړي د میدان جوړولو پر ځای ښار هغوی ته تسلیم کړ.

 

برطانیې له عربانو سره دا وعده کړې وه چي د عثماني سلطنت تر ماتي وروسته به په عربي سيمه کي د عربانو حکومتولي وي؛ خو چي کله ملگرو ملتونو وروسته د فلسطین د وېشـلو پر وخت دلته د یوه یهودي دولت د جوړولو خبره پیل کړه نو عربانو همدا غوښتنه وکړه چي موږ خو په دې جگړه کی ستاسي ملگري وو تر څو موږ آزادي ترلاسه کړو او تاسي هم له موږ سره تړون کړی وو؛ تاسي څنگه د هغه تړون مخالفت کوئ. تر دې اندازې چي خپله د ملگرو ملتونو فَرعي کمېټۍ subcommittee دا وړانديز وکړ چي د مکې د شریف او مَک موهن تر منځ چي کوم تړون ترسره سوی وو هغه دي د عدالت نړئوالي محکمې International Court of Justice ته واستول سي او له هغوی دي پوښتنه وسي چي آیا ددې تړون په موجودیت کي په فلسطین کي د یوه یهودي دولت جوړولو گنجائش سته او کنه.

دا یو جلا، تریخ او ځوروونکی باب دئ چي څنگه مسلمانانو له مسلمانانو څخه د بیت المقدس تر نیولو وروسته هغه برطانیې ته وسپاری او تر ننه د هغه آزار مسلمانان ځوروي؛ البته د موضوع د محدودیت په سبب؛ اصل ټکی دا دئ چي عربي نړۍ په دې جگړه کي ماته نه وه خوړلې؛ دوی د فاتحینو تر څنگ ولاړ ول.

 

اوس راسئ ددې معاملې قانوني اړخ ته! دا هغه وخت وو چي د نړئوالي جگړي فاتحینو د خپل تخیّـلاتي ژوند په دائره کي یو قانون جوړوی او د هغه قانون ابتدائي شکل ئې انځوروی. د غربي نړۍ د فاتحینو لخوا جوړ سوي همدې قانون ته موږ نن نړئـوال قانون International Law وایو.  سربېره پر دې چي ددې قانون په جوړښت او مرتب کولو کي هیڅ شی نړئـوال نه وو. ددې قانون د صفاتو او خامیانو له بحث څخه قطعِ نظر؛ پر دې ټول تصوراتي قانون یوازي د یوه کلتور د زورورو قوتــونو اجاره داري وه او دا همدوی ول چي غوښتل ئې خپل د ژوند مفکوره د نړئوال قانون په شکل کي پر نړۍ خپره کړي.

 

په دې قانون کي دوی دا شی فیصله کړی وو چي نړۍ به له جگړو ژغوري او ددې ساتني لپاره به دا بنسټیــز اوصول وي؛ او تر دې وروسته به هیڅ یو هېواد پر بل هېواد د یرغل په صورت کي ونسي کولی چي ځپل سوی هېواد خپله حصه وگڼي؛ څنگه څنگه چي وخت تېرېدی؛ د ملگرو ملتونو لخوا دا قاعده تکرارېدله چي مخته به ئې تفصیل ذکر سي.

 

د جگړي په دوران کي که څه هم د صهیونیسټي مشرانو لخوا له برطانیې څخه پرلپسې دا غوښتنه کېدله چي برطانیه دي فلسطین اشغال کړي او بیا دي هغه په برطانوي فلسطین سره ونوموي او بیا همدا برطانوي فلسطین یهودانو ته ور وسپاري؛ البته چي په دې وړاندیز هیڅکله عملي جامه وا نه غوستل سوه ځکه دغو قوتونو د نړئوال قانون په بنسټیزو اوصولو کي دا فیصله کړې وه چي تر دې وروسته به هیڅ یو مقتدر هېواد د جگړي په زور پر یوه بل هېواد د قبضې او خپلي حصې وگرځولو هڅه نه کوي.

 

د همدې لپاره چي کله فلسطین له عثماني ترکانو څخه برطانیې ونیوی نو په قانوني توگه دا د برطانیې قبضې ته ونه لوېدئ او نه هم د برطانیې محکوم سو؛ ځکه اوس ددې گنجائش نه وو.

 

په هندوستان کي چي کله برطانیې مغولي سلطنت ته ماته ورکړه نو هغه وخت دا بنسټیـز اوصول ټاکل سوي نه ول نو ځکه هم هندوستان ته "برطانوي هند" وویل سول؛ خو په فلسطین کي چي کله عثمانیانو ماته وخوړله نو نړئوال قانون د قبضې او ولکې دا تصور رَد کړی وو. ځکه هم دا "برطانوي فلسطین" ونه گڼل سو.

 

تر همدې نړئوال قانون لاندي د فلسطین معامله د ملتونو اتحادیې ته ولېږل سوه؛ نو د ملتونو اتحادیې league of nations دا معامله برطانوي قبضه ونه گڼله بلکي هغه  ئې د یوه "مقدس امانت" په شکل د برطانیې په څارنه کي ورکړه چي دې کار ته mandate یا انتداب (اداره) ویل کېږي.

 

دا د قبضې پر ځای امانت گڼل محضِ د تورو لاس وهنه نه وه؛ دا د یوه قانون بشپړه فلسفه وه چي دا شی ئې څرگندوی چي فلسـطین د فلسطینیانو دئ او د همدوی به وي؛ تر یوې ټاکل سوي مودې وروسته به همدوی ته ورسپارل کېږي.

 

د ملتونو د لیگ (اتحادیې) د منشور په ۲۲-مه ماده کي ددې قانون (انتداب) په وضاحت کي لیکل سوي؛ کومي سیمي چي تر اوسه د عثماني امپراطورۍ لاندي وې؛ او دا چي دا سیمي اوس د نوي عصر له غوښتنو سره همکاري نسي کولی نو ددې قانون پر اساس به دوی ته د سالم مدیریت مشورې ورکول کېږي، مرستي به ئې کېږي او ددې جوگه به ئې کړي چي دوی پر خپلو پښو ودرېدلی سي او د یوه آزاد او خپلــواک دولت په بڼه خپلي چاري خپله مخته یوسي.

 

د ملتونو د لیگ (اتحادیې) د منشور د ۲۲-مي مادې مطابق ددې قانون (انتداب) هدف د فلسطیني سیمو پرمختگ او د هغه د ملتونو هوساینه وه. دې منشور دا د متمدنو ملّتونو سره ايښودل سوی امانت وگڼی او هغه ته ئې د Sacred trust of Civilization نوم ورکړ.

 

داسي ولي وه؟! دا د متمدنو ملتونو (غـرب) تمدني کیسه وه. چیری چي د ملتونو اتحادیې په منشور کي sacred trust of civilization موندل کېږي هملته د "د نړئوال قانون د پلار" اوپن هائم په قول نړئوال قانون د "متمدنو" دولتونو د دودیزو قواعدو نوم دئ. یعني دا هغه ترتیب دئ چي دده په وینا د متمدنو قومونو نظم دئ او په دې کي به یوازي همغه هېوادونه شاملېـږي چي تر یوه ځانگړي حده متمدن سوي وي. کوم دولتونو چي د متمدن کېدلو له یوې ځانگړي درجې څخه ټیټ وي هغوی به ددې نړئوال نظم برخه نسي کېدلی. دا همغه د "سپین پوستي سړي بار" white man's burden والا ذهنیت وو چي په نړۍ کي متمدن خو یوازي سپین پوستي ملتونه دي او اوس دا ددوی مسؤلیت دئ چی دوی باید نوري نړۍ ته هم د تمدن او ارزښتونو سره ژوند کول ور زده کړي.

 

اوس دغو "متمدنو ملتونو" د خپلو ملتونو د اتحادیې په منشور کي دا مشخصه کوله چي موږ عثماني سلطنت ته په ماتي ورکولو سره پر هیڅ یوې سيمي قبضه نه ده کړې بلکي موږ خو فلسطین د یوه امانت په څېر خوندي راسره ساتو؛ او دا زموږ په وړاندي sacred trust of civilization د ملتونو مقدس امانت دئ. دا امانت یوازي تر هغه وخته دئ چي تر څو د فلسطین اوسېدونکي همدومره "متمدن" سوي نه وي چي دوی پر خپلو پښو د ودرېدلو او خپلو مسائلو د سنبالولو جوگه سوي نه وي. گواکي دا یو تور دوران وو چي ختم سو او اوس متمدنو ملتونو فلسطین د یوه مقدس امانت په څېر ورسره ساتلی؛ تر هغه وخته چي فلسطینیان د خپلو معاملاتو د پر مخ بېولو صلاحیت نه وي پیدا کړی.

 

څه وخت چي پر "متمدنو ملتونو" مشتمل دې د ملتونو اتحاديې د فلسطین لپاره انتداب (اداره) جوړوله هغه وخت هیڅ یو اسلامي هېواد ددې اتحادیې غړی نه وو. دا یوازي د اوپن هائم ددغو "متمدنو" دولتونو ترتیب وو. په کوم San Remo کنفرانس کي چي دغو ملتونو ددې انتداب فیصله وکړه هلته ئې په گډون کوونکو کي هم حتٰی یو مسلمان هم موجود نه وو؛ اکثریت ئې د سپین پوستانو د هغو محترمینو وو چي ملا ئې "د سپین پوستي سړي بار" اصطلاح تړله.

 

چي کله په فلسطین کي دا انتداب معرفي کېدلو؛ فطرتاً په هندوستاني مسلمانانو (ځکه هغوی په برطانوي هند کي د محکومیت او محرومیت ژوند تېروی. ژباړن) کي یو اضطراب پیدا سو. دلته نو برطانوي حکومت اعلام وکړ چي دا انتداب (اداره) د یوه ځانگړي هدف لپاره او لنډمهاله وخت لپاره اعلان سوی؛ که احیاناً هلته سمدستي د ملي هویت اوصول تطبیق کړل سي نو زوروره انارشي او طواف الملوکي به خپره سي. ددې تر څنگ دا وضاحت هم وسو چي ددوی په دې کار (انتداب) سره به اسلام او مسلمانانو ته هیڅ تاوان نه ورسېږي؛ په انتدابي سیمو کي د مسلمانانو گټي بالکل خوندي وي¹.

 

د "متمدنو" دولتونو د ملتونو اتحادیې دغه "متمدن" جوړجاړي له فلسطین سره څنگه سلوک وکړ؛ دا ډېره مهمه موضوع ده. دا موږ ته راښيي چي د غرب د ښکلو او جذابو اصطلاحاتو او د هغوی د عملي بڼې تر منځ څومره تضاد موندل کېږي.

 

خو تر انتداب وړاندي یو بل کار سوی وو او دا د بالفور اعلان وو؛ دا اعلامیه د برطاینې د بهرنیو چارو وزیر لارډ بالفور د کابینې لخوا جاري سوه؛ په دې اعلامیه کي وویل سول:

 

"His Majesty's Government view with favour the establishment in Palastine of a national home for the Jewish people, and will use their best endeavors to facilitate the achievement of this object."

 

مفهوم: "حاکم دولت په فلسطین کي د یهودانو لپاره د یوه قومي کور جوړولو په حق کي دئ؛ او ددې هدف د لاسته راوړلو لپاره به خپلي ټولي هڅي په کار واچوي."

 

د متمدنو ملتونو چلنـد وگورئ! یو خواته د ملتونو د اتحایې منشور د فلسطین برطانوي انتداب ته sacred trust of civilization گڼـي او بل طرفـته په همدې مقدس امانت کي د خیانت دا اندازه وه چي برطانوي حکومت ددې منشور څو کلونه وړاندي لا دا فیصله کړېـوه چي په فلسطین کي به د یهودانو National home جوړوي او ددې هدف په ترلاسه کولو کي به د مرستي لپاره خپله ټوله انرژي او ظرفیت کاروي.

 

د بالفور په اعلامیه کي يو څو شیان د پام وړ دي:

 

دلته د national home اصطلاح کارول سوېده؛ پوښتنه دا ده چي ددې معنٰی څه ده؟! آیا په نړئـوال قانون کي د national home کوم تصور منل سویدئ؟! د view with favour معنٰی څه ده؟! آیا دا عادلانه غوښتنه وه؟! آیا مقدس امانتونه داسي ساتل کېږي؟! د will use their best endeavors څخه هدف څه وو؟!

 

دا ابهام ولي وساتل سو؟! همداسي آیا دا تصادفي ابهام وو او که شعوري او قصدي هڅه وه؟! ځیني خلک دې ته ابهام وایي خو امریکايي پروفیسر جېمز گیلون وایي چي دا توري تر پوره غور و فکر وروسته کارول سوي ول.²

 

چي کله د ملگرو ملتونو شوری "د فلسطین لپاره قانون" Mandate for palastine په نوم سند جاري کړ نو  په هغه کي د ملتونو اتحادیې د منشور له ۲۲-مادې څخه په انحراف سره برطانوي بالفور اعلامیې ته اولویت ورکړ او په "مقدس امانت" کي ئې د خیانت ارتکاب وکړ او له فلسطین څخه د یهودانو د national home جوړولو دنده برطانیې ته وسپارله او دا خبره ئې د برطانیې په مسؤلیتونو کي ور اضافه کړه چي دوی باید د همدې انتداب په دوران کي همدا کار سرته ورسوي.

 

د ملتونو د اتحادیې شوری د "مېنډېټ آف فلسطین" په ابتدایي ۲-دوهم پارگراف کي لیکلي چي دا د برطانیې مسؤلیت دئ چي د ۱۹۱۷-میلادي کال د اعلامیې مطابق فلسطین د یهودانو national home وگرځوي.

 

یوازي دا نه بلکي مخته ئې دا هم وویل چي ددې هدف د ترلاسه کولو لپاره به برطانیه څه څه کوي؛ د "فلسطین لپاره قانون" یعني د فلسطین د انتداب (څارنه، نگراني) ددې مستند ۲-دوهمه ماده ډېره مهمه ده؛ ددې توري د پام وړ دي؛ لیکلي ئې دي:

 

"The Mandatory shall be responsible for placing the country under such political, administrative and economic conditions as will secure the establishment of the Jewish national home."

 

یعنی ددې مستند مطابق دا د برطانیې وظیفه وه چي هغه په فلسطین کی په سیاسي، اداري او اقتصادي توگه داسي یو ترتیب جوړ کړي او داسي حالات پیدا کړي چي په کومو حالاتو کي په فلسطین کی د یهودانو national home جوړول یقیني سي.

 

ددې څه هدف وو؟! همدا چي دې مستند د ملتونو د اتحادیې د منشور څخه په سرغړوني سره عملاً فلسطین د امانت پر ځای یوه مقبوضه سیمه تصوّر کوله او چا ته چي دا امانت ورسپارل سوی وو هغه هېواد ته ویل کېده چي هغه په فلسطین کي داسي حالات پیدا کړي چي په کومو حالاتو کي په فلسطین کی د یهودانو national home جوړول یقیني سي. د نړئوالي جگړي فاتحو "متمدنو" ملتونو خپل په لای جوړ کړل سوي نړئوال قوانین خپله تر پښو لاندي کړل.

 

یو عذر دا وړاندي کېږي چي بالفور یهودانو ته د ملي دولت توری ونه کاروی بلکي د national home توری ئې ورته وکاروی او دوی "د فلسطین" of Palastine پر ځای "په فلسطین کي" in Palastine توری ولیکی؛ یعني دوی (ظاهراً) نه غوښتل له فلسطین څخه یو یهودي دولت جوړ کړي بلکي دوی یوازي په فلسطین کي د هغوی د ځای پر ځای کولو خبره کوله.

 

دا خبره هم سمه نه ده؛ د دولت پر ځای د national home اصطلاح یوه نړۍ مطالب پټ دي؛ د صهیونیسټانو په لومړي کانگرېس کي د صهیونیسټي دولت لپاره د state پر ځای د home توری کارول سوی وو.³

 

دا کانگرېس په سویس کي رابلل سوی وو او په زړه پوري خبره دا ده چي په دې کي یوازي د home توری ونه کارول سو بلکي د of Palastine د اصطلاح کارولو پر ځای دلته هم د بالفور اعلامیې په څېر in Palastine لیکلی سوی وو.⁴

 

یعني په بالفور اعلامیه کي عیناً همغه اصطلاحات وکارول سول چي صهیونیسټانو به کارول. دا خبره هم مهمه ده چي د بالفور اعلان څنگه صحنې ته راووتی؛ برطانیې په دې اړه کوم باقاعده رسمي بیان نه وو جاري کړی؛ او نه هم دا اعلامیه پر کوم نړئوال فورم معرفي سوه. دا د بالفور یو خط وو چي هغه یوه صهیونسټي بانکــدار ته لیکلی وو او هغه ته ئې ویلي وو چي د اعلاحضرت حکومت په فلسطین کي د یهودانو وطن جوړولو لپاره د خپلو غوره وړتیاوو په کار اچولو فیصله کړېـده؛ همدا خصوصي خط د بالفور مستند وبلل سو.⁵

 

 

د برطانیې د بهرنیو چارو وزیر د خط په پای کي لیکي چي زه به مو ډېر منندوی یم که تاسي صهیونسیټي فدراسیون ددې اعلامیې په اړه خبر کړئ! صهیونیسټي فدراسیون ته د اطلاع ورکولو په موخه چي کوم خط لېږل سوی؛ هیڅ د تعجب ځای نه دئ چي په هغه کي دي صهیونیسټي اصطلاحات کارول سوي وي.

 

د صهیونیسټي تنظیم سرمنشي ناهوم سوکولو Nahum Sokolov په خپل کتاب History if Zionism د صهیونسټانو تاریخ کي فلسطین د صهیونیسټي دولت پر ځای د هغوی national home بللی ووچي له دې څخه دا خبره روښانه کېږي چی د  national home څخه د صهیونیسټانو مراد یو مستقل دولت وو او د بالفور په اعلامیه کي هم د صهیونیت همدا برنامه توثیق سوې ده.⁶

 

په فلسطین کي چي کله عثماني سلطنت ماته وخوړله نو هغه وخت دلته د یهودانو شمېـر یوازي ۲% دوه فیصده وو؛ البته څو کلونه وروسته چي کله له بشپړي نړۍ څخه په ډلو ډلو یهودان دلته راوستل سول او بیا په ۱۹۲۲م کال کي برطانیې کومي شمېرني جاري کړې نو ددوی په قول دلته د مسلمانانو کچه ۷۸% اته اویا فیصد پاته سوې وه او یهودان ۱۱% یوولس فيصد ته ورسېدلي ول؛ په داسي حال کي چي د عیسائیانو کچه ۱۰% لــس فیصده وه. د پیل یوازي په یو څو کلونو کي دومره بیامېشتېدنه Resettlement وسوه چي ددوی تناسب له ۲% دوه فیصد څخه ۱۱% یوولس فیصد ته لوړه سوه؛ د حیرانۍ ځای دا دئ چي د ۱۹۴۵م کال د برطانوي احصائیو مطابق د یهودانو تناسب ۳۱% یو دېـرش فیصد ته لـوړ سوی وو او د مسلمانانو تناسب ۵۰% پنځوس فیصد ته راټیټ سوی وو.⁷

 

برطانیې ته چي کوم قیمومیت Mandate (اختیار) ورکول سوی وو؛ چي هغوی به په سیاسي، اقتصادي او اداري توگه داسي حالات جوړوي چي په فلسطین کي د یهودانو national home جوړ کړل سي نو برطانیې دا دنده په پوره اخلاص سرتــه ورسوله.

 

یو بل مهم ټکی دا دئ چي د ملتونو اتحادیې چي کله دلته انتداب معرفي کړ نو کوم یهودان چي دلته یوازي ۲% دوه فیصده ول د هغوی د نمایـنده صهیوني تنظیم سره خو بار بار مذاکرات وسول او د هغوی به مشوره ئې د دې انتداب مستند چمتو کړ خو فلسطیني مسلمانان ئې پر هیڅ یوه موقع په مشورو کي شامل نــه کړل.⁸

 

د قیمومیت mandate د مسـتـند په چمـتوالي کي د ملتونو اتحادیې له صهیونیسټي تنظیم سره ۶-شپــږ ځله مذاکرات وکړل؛ د هغوی وړاندیزونه ئې واخیستل؛ د هغوی شکایات ئې واورېدل او د هغوی په رڼـا کي ئې په مستــند کي تعدیلات وکړل. خو له مسلمانانو څخه ئې پر هیڅه یوه مرحله اړیکه ونه نیوله؛ یوه اسرائیلي مؤرخ لیکلي چي عربان خو ئې بالکل هېـر کړل.⁹

 

حتٰی د ملتونو د اتحادیې تر ادارې لاندي ددې برطانوي قیمومیت ماتحت چي کله د فلسطیني کرښو ټاکنه پیل سوه نو په هغوی کي هم د صهیونیسټي قوتونو نمایندگانو گډون کړی وو؛ چي د آبادۍ په تناسب یوازي ۲% دوه فیصده ول؛ خو بیا هم په دغو پېښو کي هیڅ یو مسلمان شامل نه وو.¹⁰

 

د متحدینو لخوا د جاري سوي انتداب د مسـتند په ۴-څلورمه ماده کي لیکل سوي وو چي یوه "یهودۍ اداره" به جوړېږي؛ یعني پر برطانیې لازمه ده چي هغوی به دا اداره جوړوي. یوازی همدا نه بلکي په دې ماده کي ولیکل سول چي همدا یهودۍ اداره به "عمومي اداره" یعني عوامي اداره گڼـل کېږي او همدا یهودۍ اداره به د برطانیې مرسته کوي چي دوی به سیاسي، اقتصادي او اداري حالات څنگه عیاروي چي هغه بیا وروسته په فلسطین کي د یهودانو د national home جوړولو مرسته وکولی سي. همداسي په همدې ماده کي دا هم فیصله سوه چي صهیوني تنظیم باید صهیونیسټي اداره وگڼل سي او همدا به د فلسطین د عمومي ادارې په صفت کار کوي.

 

په ۶-شپـږمه ماده کی وویل سوه چي د فلسطین اداره به ددې خبري پابنده وي چي هغوی باید د صهیوني تنظیم سره په گډه مشوره کار وکړي او په فلسطین کی د یهودانو بیا مېشتېـدنه یقیني کړي؛ هغوی وهڅوي او په دې کار کي پوره همکاري وکړي او یهودان پر دولتي زمکو مېشت کړي.

 

په ۷-اوومه ماده کي ویل سوي چي کوم یهودي چي له بهره راځي او په فلسطین کي هستوگن کېږي؛ برطانیه به داسي قانون جوړوي او هغه به نافذوي چي دغو یهودانو ته به فلسطیني تابعیت ورکول کېږي.

 

"د متمدنو ملتونو" دې sacred trust of civilization تر نظارت لاندي په جاري سوي دغه مستند کي د یهودانو او صهیونیسټانو یادونه خو بار بار کېږي؛ د هغوی د گټو د ساتني خبره هم موندل کېږي، د هغوی د ناروا مېشتېدني اوصول هم موجود دي، هغوی ته د فلسطیني تابعیت ورکولو اوصول هم ټاکل سويدي، ددوی لپاره په فلسطین کي د national home جوړولو خبره هم موجوده ده. خو د فلسطینیانو او د هغوی د روا غوښتنو په دې مستند کي هیڅ یادونه نه موندل کېږي.

 

ممکن "متمدن " ملتونه به په دې باور ول چي د اوپن هائم د نړئوال قانون د تصور مطابق لا تر اوسه فلسطینیان دومره "متمدن" سوي نه دي چي د هغوی د انساني حقوقو په اړه دي غور وسي.

 

حـوالـــې:

¹ فتح محمد ملک؛ فلسطین، اردو ادب میں (سنگ میل، لاهور، ۲۰۰۰)، ۲۴۷.

 

² James Gelvin, The Israel-Palastine Conflict: One Hundred Years of War, (Cambridge: Cambridge University Press, 2014),81.

 

³ Epstein Lawrence J, The Dream od Zion: The Story of the First Zionist Congress (Maryland: Rowman & Littlefield, 2016)39.

 

⁴ Nahon Shlomoh Umberto, The Jubilee of the First Zionist Congress, 1897-1947 (Jerusalem: Executive of the Zionist Organisation, 1947), 4.

 

⁵ Gelvin, The Israel-Palastine Conflict: One Hundred Years of War, 81.

 

⁶ Nahum Solokow, History of Zionism: 1600-1918, (London: Longmans, Green, and company, 1919), 1: xxiv-xxv.

 

⁷ Eric Mills, Census of Palastine, 1931 (Egypt: Whitehead, Morris and Company, 1933), 1: 61-65.

 

⁸ John J McTague, "Zionist-British Negotiation over the Draft Mandate for Palastine, 1920." Jewish Social Studies 42, no. 3/4 (1980): 281-92.

 

⁹ Dvorah Barzilay-Yegar, A National Home for the Jewish People: The Concept in British Political Thinking and Policy Making 1917-1923 (England: Vallentine Mitchell & Co, 2019),179.

 

¹⁰ Gideon Biger, The Boundaries od Modern Palastine, 1840-1947 (London: Routledge, 2004), 229.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک