دسیسې لا هم دوام لري!؛ د خلیج هېوادونو په ۲۰۰۳م کي پر عراق د امریکا یرغل ته لاره هواره کړه
د قطر د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حمد بن جاسم وایي:
"د خلیج هېوادونو په ۲۰۰۳م کي پر عراق د امریکا یرغل ته لاره هواره کړه؛ په داسي حال کي چي صدام حسین موافقه وکړه چي استعفٰی به ورکړي او ټاکني به ترسره کوي؛ مگر بوش انـــکار او پر جگړه ئې ټینګار وکړ."
همدا صدام حسین وو؛ د هغو اتل چي نن ئې پر نه موجودیت ځیني اوښکي بهوي او وایي که نوموړی ژوندی وای؛ د مقدسي زمکي دا حالت به نه وو؛ بدبختانه چي ۶-ورځنۍ جگړي دا ټول دیکتاتوران په تاریخ کي شرمنده پرې ایښي. دوی ټول امریکا ته تسلیم شوي خو هغوی د دوی وروستۍ کلمه او غلامي رد کړېده او په ډېر ذلت ئې وژلي دي؛ همدا د دوی د غلامۍ پایله وي.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
