No-IMG

د تونس د النهضة گوند نوې اعلامیه

بیان: د ټاکنو د خپلواکۍ او د کاندیدانو د انتخاب له ازادۍ پرته جمهوري ټاکني نسته.

بسم الله الرحمٰن الرحیم

تونس د ۲۰۲۴م د جون ۲۸-مه

د ۲۰۲۴م د چهارشنبې په ورځ د جون پر ۲۶-مه د النهضة گوند اجرائیه ریاست له لیري نږدې پرتو خلکو سره وکتل او پر ملي او گوندي وضعیت ئې بحث ورسره وکړ.

نو په همدې مناسبت:

۱- د ملي اردو د تأسیس ۶۸-مه کلیزي مبارکي وایو! ځکه اردو زموږ د هېواد د خپلواکۍ، د دولت د حاکمیت او د هغوی د پرېکړو د حاکمیت د تأمین پر لور یو قاطع گام دئ؛ زموږ ملي جمهوري پوځ په ټولو مهمو پړاوونو کي د دولت د مصؤنیت، د خپلو لوړو گټو د تضمین او د خپل ملي امنیت مدافع پاته سوی؛ دوی تل د قربانۍ او وطن پالني ښوونځی پاته سوی؛ دوی تل دا شعار پر ځای کړی: "ژوند؛ ایمان او جهاد دئ."

د النهضه غورځنگ په همدې مناسبت ټینگار کوي چي یو دولت له قوي بنسټونو او ملي یووالي پرته؛ قوي دولت نه سي پاته کېدلی.

۲- د تحريک د مشر (استاذ راشد غنوشي) پرله پسې توقيف او د هغه پر ضد د يو کال بند او درې کاله اداري څار سزا او په يوه ناوړه قضيه کي د هغه په ارتباط ټول تورونه غندي. د تونس او ​​د دې هېواد د لوړو گټو په خدمت کي د هغه مهم رول، د هغه لوړه رتبه، د هغه روغتیایي حالت او د هغه ډېـر عمر په پام کې نه نیول کېږي. د يادوني وړ ده چي استاذ راشد غنوشي د رواني مياشتي په دوه ويشتمه نېټه اته اتيا کلنۍ ته ورسېدلی او د دويم کال لپاره په زندان کي سختي شپې او ورځي تېروي؛ چې دا ئې د پلويانو لپاره د خواشینۍ مقام دئ؛ هغوی دده سره د پیوستون او وفادارۍ په توگه پر ټولنیزو رسنیو هغه ته د زوکړي مبارکي ورکوي.

۳- د ټولو سیاسي بندیانو د خوشي کولو او د مخالفینو او د ضمیر د بندیانو، فعالینو او بلاگــگرانو په نښه کولو او بندي کولو لړۍ دي ژر تر ژره وردول سي؛ هغوی د آزادۍ ترلاسه کولو او د ۵۴-نمبر فرمان د ردولو لپاره له دوی څخه د ملاتړ څرگندونه کړېده؛ د دولت موخه د ږغونو خاموشه کول او د نورو (مخالفینو) گوښه کول دي. نظرونه

۴- د لیسانس په سیالیو کي بریالیو کسانو ته مبارکي وایو؛ ځنډېدلیو ته ئې د بریا هیله کوو او د تونس د کورنیو د قربانیو قدرداني کوو چي د داسي شرائطو په رامنځته کولو او د خپلو اولادونو د بریا لپاره ئې مناسب حالات چمتو کړيدي او همدا د هېواد د پرمختگ لاره گـڼي. دوی د هېواد راتلونکی په لېوالتیا، پوهه او علم سره جوړه وي؛ چي په واسطه ئې د ملتونو بیا رغونه او پرمختگ ترلاسه کېږي.

۵- د ولسمشریزو ټاکنو د نېـټې او مهالوېش په تړاؤ په هر څه کي د (دیکتاتورو) چارواکو له لوري د قصدي ابهام د دوام یادونه کوو او په غیاب کې د هغو حکمونو صادرول غندو چي یو شمېر هغه کسان هم پکښې شامل وو چي په ټاکنو کي ئې د گډون اعلان کړی وو؛ کوم چي کېدای سي د ټاکنو لپاره دوی د اساسي قانون له ورکړل حق څخه محروم کړی سي؛ خو دوی بیا هم پر خپل اصولي دریځ ټینگار کوي؛ دغه ټاکني به د اعتبار وړ نه وي تر څو د کاندیدانو په منځ کي د انتخاب آزادي، او د حقیقي پایلو درناوی ونسي. دا ټول حقائق دا شی تائیدوي چي هغه شرائط چي ټاکني شفافي کولی او جمهوري کولی سي؛ لا تر اوسه شتون نلري.

د اجرائیه ریاست لخوا

سر منشي

العجمي الوريمي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک