د عبراني اماراتو دولت د سوډان د خلکو تر منځ زهر شیندي او جنگونه خپروي!
تېره ورځ د سوډان استازي په امنیت شورٰی کي پر اماراتو نیوکه وکړ؛ نن دا دئ عبدالخالق عبدالله څنگه زورور ځواب وايي
"په ملگرو ملتونو کي د سوډان استازی د سوډان د گرانو خلکو په استازیتوب خبري نه کوي؛ بلکي د اخوان المسلمین لخوا د یرغمال سوي سوډاني پوځ استازیتوب کوي. د اماراتو په اړه د دې استازي خبري مسخره او تورونه دي لکه څنگه چي د سوډاني پوځ استازي بیان کړيدي. هیڅ معقول سړی به په دوی باور ونه کړي. دا د پوځ یو ځواکمن استازی و چي سوډان ته ئې لویه غمیزه او آفتونه راوړل."
دا له یاده مه باسئ چي درې عرب کورنۍ (آلِ سعود، آلِ نهیان او آلِ صباح) داسي دي چي خپل ټول توان او قوت ئې د اخوان المسلمین ټکولو او له منځه وړلو ته وقف کړیدئ؛ د همغوی له وجهي حتٰی د مقدسي زمکي مقاومت هم ټکوي او له خبیث قوم سره د اړیکو پر عادي کولو ټینگار هم کوي؛ آیا همدا دلیل د اخوان د برحق کېدلو لپاره کفایت نه کوي؟!
بله خبره دا چي که سوډاني پوځ اخوان یرغمال کړی نو تاسي ته دا جواز څوک درکوي چي هلته کورنۍ جگړي ته لمن ووهئ؟! ولي حمیدتي او د هغه وحشي ملېشې د سوډان د منظم او رسمي پوځ په مقابل کي تمویلوئ؟!
حقیقت بلڅه دئ؛ دوی د روسي واگنر گروپ او جنجويد ملېشو سره په گډه د اماراتو قیمتي معدنیات لوټوي؛ څه موده وړاندي حمیدتي روسيې ته تللی وو تر څو له هغوی څخه د خپلو غیرِ قانوني ملېشو لپاره طیارې رانیسي... خو روسانو له وېري لا تر اوسه هم مثبت ځواب نه دئ ورته ویلی.
د سوډان د استازي خبري دا دي: "چي کله سوډان د هېوادونو او آزادۍ له تحریکونو څخه ملاتړ کوی؛ هغه وخت د متحده اماراتو په تاریخ او یا د نړۍ پر نقشې هیڅ یادونه نه کېدله؛ موږ د دوی له شره خبر یو. دا موږ وو چي د اماراتو عظمت، بیا رغونه او نوي ميراث کي مو په خپلو سلاوو او ذهني صلاحیتونو سره پراخه مرسته وکړه؛ موږ غوښتنه کوو چي محترم امنیتي کونسل دي د اماراتو یادونه وکړي؛ د هغوی دغه تخریبي فعالیتونه دي وغندي او د اماراتو لخوا دي د جنجوید ملېشو RSF د ملاتړ او مسلح کولو په اړه حتمي گام اوچت کړي تر څو په سوډان کي وینه بهول ودرول سي."
